د روح ډولۍ …
زما د مینې جنازه نن ستا له ښاره لاړه
ډېره ماسومه بېنوا ستا له دیاره لاړه
اوس مې د ویر په ننداره کې یاره څڼې شینده
ښه شوه چې ستا د ناسازه وو له درباره لاړه
نوره تا نه شي کړوولی زورولی هغه
څومره عاجزه بې قصوره بې ازاره لاړه
زما همدم د عمر مینه په یو دم هېره کړه
په تکرار راغله خو د مینې له اظهاره لاړه
اوس می د روح ډولۍ په کاڼو او په لوټو وله
زر شه چې ستا د تومتونو له سنګساره لاړه
هسې څه راکړه چې لنبې مې په زړګي بلې کړي
ساقي مزه ستا له دې جام او له خماره لاړه
چېرې چې مینه پلورل کیږي د نفرت په تله
د منګل کډه له دې دوور له بازاره لاړه
( ولی منگل )
شعر دربامداد ـ ۳ /۱۸ ـ ۰۳۰۷