زما وطنه زما مړاوی سوزیدلی ځمکی

د جنگ لمبو کی غوټیدلی جل وهلی ځمکی

غلیم دی حسن او ښایست ولی سګروټو باندی

زما نیکونو او بابا نه پاتی ښکلی ځمکی

غمجنی نښی او کیسی دی د زړه سر کی لیکم

وه پرتمینی و برمینی و پیاوړی ځمکی

ژوبلی شوی خخی شوی دې لښګری د پردیو دلته

ای په ویاړونو حماسو باندی پوخلی ځمکی

دهر پیړۍ د تجاوز ښګر دی مات شوی دلته

سرونه یی وخوړل هر چاچی ولوټلی ځمکی

کڼي بانډی کڼ ولسونه دی خدای مه کموه

زما ماضی زما تاریخ زما ویاړلی ځمکی

کلونه کیږی دښمنان دی رنگ رنگ زوروی

د شاتگ پالو دسیسو کی غورزیدلی ځمکی

عسکر (چالاک) وایی بی ننګو په لیلام کی خرڅ کړی

مړه دی هغوی شی چی وړیا یی وپلورلی ځمکی

عسکر (چالاک)

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۴ـ ۰۴۰۳

 Copyright ©bamdaad 2024