ځئ چې پخلا شو دا اوږده مرورتیا څه فایده
دومره خپګان دومره ناخوالې او ستړیا څه فایده
د جنگ سر خانه سوله ښه ده ملي گټې ښه دي
ستا شرارت ستا ځانځاني ستا انزوا څه فایده
راځئ چې داسې سوله وکړو چې بیا ورانه نه شي
سوله ژوندون دی په جنگونو کې ښکلتیا څه فایده
چې امن نه وي سوله نه وي مینه نه وي ژوند کې
په ورور وژنه کې جنگ څه معنا غزا څه فایده
چې د افغان کور کې لمبې د اور تاویږي مدام
په نشته اباد کې واکوالی او ځواکمنتیا څه فایده
ددې ملي غمزي پای ملي تړون باندې شي
په غیرو لارو باورونه او ویسا څه فایده
راځی چې حق او باطل بیل کړو د حق ملا و تړو
له دې نه پرته عدالت څه ده قضا څه فایده
عسکر ( چالاکه ) چې عمل کې یو بل و نه منو
خوشې شعار خالي ویل خالي وینا څه فایده
(عسکرچالاک )
شعر در بامداد ۳/ ۲۲ـ ۲۵۰۶
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019