د افغانستان د خلکو ګوند د اجراییه کمیټی هیات د مهترلام ښار ته ورسید

 

ملګری پوهاند دکتور محمد داود راوش د افغانستان د خلکو ګوند رییس د دی حزب د اجراییه کمیټی د یو پلاوی ملګرتیا د ۱۳۹۳ هجری شمسی کال ده وری د میاشتی په ۲۹ ام نیټه د سهار په نه نیمو بجو د مهترلام ښار ته د افغانستان د ملګرو د لغمان د ولایتی کونډی شورا د کارونو د ارزیابی او په نوموړی ولایت کی د ګوند د تشکیلاتی جوړښت د لا ټینکښت او پراخوالی په موښه سفر وکړل چی ښار ته ورسیدو په وخت کی د هغه شورا د اجراییه کمیټی د غړو له تاوده هر کلی سره مخامخ شوه او له غرمی نه مخی په لسو بجوی د افغانستان د خلکو د ګوند د لغمان د ولایتی شورا په غونډه کی چی د نوموړی شورا په دفتر کی جوړه شوی وه ګډون وکړ.
غونډه چی د ولایتی شورا غړو د بشپړ یووالی دایره شوه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په  لوستو سره پیل شوه ورپسی د اجندا سره سم ملګری محمد افضل د یادی شورا رییس د هغی شورا د اجراییه کمیټی د تیریو کال د کړونو رپوت غونډی ته واوروه ورپسی د غونډی پنځه تنه ګډون والو د رپوت په هکله خپل نظرونو واورول.

د غونډی په برخه کی د اجندا سره سمه تشکیلاتی مسایل وسیړل شول او د دری تنه ځوان کادرونه د ولایتی شورا او دوه تنه د یادی شورا د اجراییه کمیټی په غړیتوب ومنل شول .
د لغمان د ولایتی غونډی شورا د غونډه کار چی په خورا توده فضا کی د ملګری پوهاند راوش د افغانستان د خلکو کوند د رئیس لغوا په انتقادی توګه و ارزول شوه او د نوموړی شورا په کارونو کی نیمګړتیاوی د لری کولو لپاره ئی لازمی لارښونی وکړی. پوهاند راوش د ځوانان په جذب تاکید وکړاو د غونډی ګډون والی مهمی مسئلی ته څیر کړل.
ورپسی ملکرو هر یو سلیمان کامجو او خلیل بایانی د ګوند اجراییه کمیټی غړو چی په دی سفر کی یی د ګوند د رییس ملګرتیا کوله په وار سره د لغمان د ولایتی ګوندی شورا غړو ته د کار د لاښه والی او د کار پلان او تدابیری پلانونو د جوړولو ، د حکومتی چارواکو، د رسانیو له چارواکو او مدنی ټولنی له چارواکو سره د له بڼو اړیکو د ټینګښت په موخه تخنیکی مشوری وکړی او زیاتوی کړه دا چی د لغمان د ولایت و افغانستان ۱۱۲۶ تنه غړی په ۶۹ اولیه واحدونو ، یوه ښاری شورا او ۲ ولسوالیو شوراګانو کی بوخت دی، ضرور ده چی هره شورا د اجراییه کمیتی د یو تن غړی په قیمومیت کی ورکړ شی او هره ټولی اداری د ګوند فعالیت او ګوند ته د جذب په موخه د ولایتی شورا د غړو تر مینځ و ویشل شی او د هغو د کارونه پر له پسی توګه رپوټ واخیستل شی.
غونډه د غرمی د دولسو بجو په شاو خوا کی د دعائی په لوستلو پای ته ورسیده.

 

(شعبه تبلیغ و ترویج شورای مرکزی حزب مردم افغانستان )

 

 بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۲/ ۱۴ـ ۲۳۰۴