دافغانستان د خلکو ګونډ د ننګرهار د ولایتی شورا د اجراییه کمیټه غونډه جوړه شوه

د ښاغلی پوهاند دکتور محمد راوش د افغانستان د خلکو ګوند د اجراییه کمیته پلاوی د چهار شنبه په ورځ د ۱۳۹۳ کال د ورځی د میاشتی په ۲۷ تیټه د ګوند تشکیلاتی او سازمانی جوړښت د لاټینګښت او لوی والی په موخه د ننګرهار ته کاری سفر وکړ او د جلال آباد ښار ته په رسیدو سره یی د افغانستان د خلکو ګوند د ننګرهار د ولایتی شورا د اجراییه کمیټی په غونډه کی چی د نوموړی شورا په دفتر کی جوړه شوه ګډون وکړ.

دافغانستان د خلکو ګونډ د ننګرهار د ولایتی شورا د اجراییه کمیټه غونډه له غرمی نه ورسته په څلور نیمو بجو د قرآن عظیم الشان د څو آیاتونو په تلاوت سره شروع او د نوموړی شورا د رئیس ښاغلی محمد آصف (برید) تر مشری لاندئ ئ په کار پیل وکړي غونډه له اجندا سره سم د محمد آصف ( برید ) رپوت چه په ۱۳۹۲ شمسی کال کی د ننګرهار د ولایت د ګوندی سازمان د کړونو په هکله برابر شوی وه وارید او د بحث وروسته یی تصویب کړ.

وروسته تر هغه چی په اجندا کی شامل مسئلی وسړل شوی ملگری پوهاند دکتور محمد  داوود  راوش د غونډی کار په انتقادی بنه وارزوه زیاته ی کړه .

د افغانستان د خلکو ګوند د ننګرهار ولایتی شورا اجراییه کمیټه دنده سری چه په ګونډ د انظباط او ډسپلین کچه سره یوڅی د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ ته وده وکړی، تولی ګونډی د پلان سره قسمی جوړی شی د ګوند ونډو د پرټولو مسئلی ته ځانګړی پاملرنه وشی ګونډه د ځوانانو او ښځو د جزبولو له پاره ځانګری ته تدبیرونه ونیسی که د مدنی ټولنی په غړو سره نژدی کار وکړی د خپلو کړونو رپوتونه په وخت او پرله پسی توګه مرکزی شورا ته را واسته وی.

ورپسی د ګوند د مرکزی شورا د اجراییه کمیټی غړو هر یو ښاغلی سلیمان کامجو ، او ښاغلی بایانی چی په دی سفر کی یی د ښاغلی پوهاند راوش ملګرتیا کوله په وار سره خبری وکړی او یا د ولایتی ګونډی شورا د اجرائیه کمیټه غړوته په تخنیکی لحاظ د کار تدبیرونو پلانونو د جړولو په رابطه رسنیو مسئلویونو او دولتی چارواکو سره د بڼو اړیکو له ټینګولو لپاره لازمی مشوری وکړی.

غونډه په شپژ نیمو بجو د دعایی له لوستو سره پای ته ورسیده . پوهاند دکتور راوش ورسره پلاوی د پنچ شنبه په ورځ د ورئ د میاشتی په ۲۷ نیټه د غرمی نه مخکی په لسونیمو بجو د افغانستان د خلکو د ننګرهارد ولایتی شورا په غونډه کی د یادی شورا د دفتر کی جوړه شوی وه ګډون وکړ.
غونډه د ملګرتیا توده ماحول کی جوړه شوی وه او د قرآن عظیم الشان د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

غونډی ته د اجندا له مخی ملگری محمد آصف (برید) د ګوند د ننکرهار ولایتی شورا رئیس د یادی شورا د اجراییه کمیټی د ۱۳۹۳ هجری شمسی ، کال د کړو رپوټ وړاندی ، ورپسی د غونډی ۵ تنو ګډونوالو د ګزارش په هکله خپل نظرو څرګند او د کار نیمګرتیاوی یی په ګوته کړی .

د غونډی په دوهمه برخه کی د اجندا سره تشکیلاتی مسئایل وڅیړل شول او څلور تنه ځوان ګونډی ملګری د ولایتی شورا او له هغی جملی نه دری تنه د یاد شورا د اجراییه کمیټی په غړیتوب ومنل شو.

له بڼه ورسته ملګری پوهاند دکتور محمد راوش د افغانستان د خلکو ګوند رییس ، په داسی حال کی چی ځوانو ملګرو چه د ولایتی شورا او اجراییه کمیټی غړیتوب یی ترلاسه کړیوه مبارکی و وسیله د غونډی کارئی په دقیقه توګه و ارزوه د غونډی ګډون وال ئی خپلو دندو مسئولیتونه تر څیړ کړل.

ورپسی ملګرو هر یو سلیمان کامجو ، او خلیل بایاینی د ګوند د مرکزی شورا د اجراییه کميټه غړی چی په دی سفر کی یی د غونډ رییس ملګرتیا کوله په وار سره خبری وکړی او د غونډی ګډون والو ته يي دکار ښه والی لپاره تخنیکی مشوری وکړی غونډه د یووالی او ملګرتیا په فضا کی د غرمی د دو بجو په شاو غوا کی د دعائی په لوستلو سره پای ته ورسیده. د یادونو وړ د چی ملګری پوهاند راوش او سره پلاويی په داسی حال کی چی ملګری غلام فاروق دهقانزاده ورسره وه د تقوا د خصوصی تحصیلاتو موسسه ته ولاړل ار د یادی موسسی رئیس او رهبری پلاوی سره یی وکتل او هغو سره د افغانستان د خلکو غونډ په برنامه خبری وکړی او د یادی موسسی همکاریی جلب کړ په مقابل انجینیر امان امان نوموړی موسسی په استازیتوب د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.

ملګری پوهاند دکتور محمد راوش او ورسره پلاوی په داسی حال کی چی د ننګرهار ولایتی شورا د اجراییه یو شمیر غړو یی ملګرتیا کوله د غازی امان الله خان او خان عبدالغفار خان زیارتونه ته ولاړ او د هغو په مزارونو یی د ګلو ګیډی کیښود او د هغو پاک روح ته یی دعا لاسونه پورته کړل او په دی سره یی د ننګرهار ولایت خپل کار سفر پای ته ورسوه .

د یاد وړ ده چی د ګوند اجراییه کمیټی پلاوی د ګوند د ننګرهار د ولایتی شورا په دفتر کی د تفاهم د شورا یو شمیر غړو سره یی چی مشری یی د هغی شورا ریئس ښاغلی ډاکټرخان محمد ( غیور) کو وکتل او د دموکراتو او ترقی غوښتونکو ګوندونو او سازمانو د ایتلاف د اړونده مسایلو په باره کی ئی ورسره ارزښتمند خبری ورسره وشوی او دیو واحد او سراسری ګوند د ژر جوړیدو په ضرورت ټینګار وشو. چی دا کتنه د نظر د بشپړ یووالی په فضا کی پای ته روسیده.

 

(شعبه تبلیغ و ترویج شورای مرکزی حزب مردم افغانستان )

 

 بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۱۴ـ ۲۳۰۴