د افغانستان د خلکو ملي مترقي ګوند د جنوبي هالند د لومړني واحد غونده جوړه شوه

 

‎پرون د جولای په لومړۍ نېټه د زوترمیر په ښار کې د ګوند د اولیه سازمان غونده شوه. ‎ غونده د سازمان د منشي محترم ملګري صمدي له خوا پيل شوه.

 ملګري صمدي وویل : ‎موږ نن په داسې وخت کې راټولیږو چې زموږ ګوند په نېږدې راتلونکې کې د سترې تاریخي پيښې په درشل کې دی ؛ دغه پېښه زموږ د ګوند ګنګره ده. کنګرې ته په شدت کار روان دی ، هیله مند یو چې دغه تاریخي کنګره په شاندارو مراسمو د ګوند د یووالي او پيوستون په ویاړ په بري سره دایره شي. ‎ملګري صمدي زیاته کړه چې : ددې سره سم زموږ ګوند هو‌‌‌‌‌‌ډ لري چې د ولایتي شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې پراخ ګ‌‌‌‌‌‌ډون ولري او وځلیږي... ددې لپاره ملګري باید د هر ‌‌‌‌‌‌ډول همکارۍ ‌‌‌‌‌ نه ډ‌‌‌‌‌‌ډه ونه کړي. ‎

ورپسې د ګوند دهالند د شورا ریس ملګري سرور زهتاب ، ملګري عمر فیض ، ملګري صلاح الدین چاردیوال ، کریم رادمل او ولي منګل خبرې وکړې. چې د ناستو ملګرو د پاملرنې وړ وګرځي‌‌‌‌‌‌دلې.  ‎وروسته ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو د محترم ملګري حبیب منګل نه چې نوی له وطن نه راستون شوی دی ، غوښتنه وکړه چې د هېواد په روانو حالاتو رڼا واچوي وي او له ملګرو سره د نومړي د سترګو لیدلی حال شریک کړي. ‎

محترم حبیب منګل د هېواد او ګوند په هراړخیز وضعیت رڼا واچوله چې د ملګرو لپاره ډېرې جالبې او د پاملرنې وړ واقع شوې. ‎د غوندې په پای کې ټولو ملګرو د ګوند لپاره پراخه مالي مرسته وکړه او ناستو ملګرو هیله څرګنده کړه چې نور ملګري هم باید خپلې مرستې په دې لړ کې و نه سپموي. ‎ غونده د ګوند د تاریخي کنګرې د بریالی دایریدلو په ویاړ؛ د ملګرتوب په ښکلې فضا کې چې د غرمې په یوه بجه پيل شوې وه ، د مازدیګر په شپږو بجو پای ته ورسیده.

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۱۸ـ ۰۲۰۷

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2018