د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند د دارالانشا اعلامیه

ګرانو او زیارایستونکو هیوادوالو!

لکه څرنګه چی خبر یاست په روانی اونی کی د پاکستان د استخباراتو په لاس ، جوړشو او روزل شوو تروریستانو د سند ایالات بی ګناه اومسلمان خلق د ویراوماتم په ټغر کښینول او دعلی شهباز قلندر په زیارت کی د ۱۸۰کسانو نه ډیر ټپی او ووژل .

د افغانستان د خلګو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشا دا ظالمانه  عمل به کلکلو ټکو غندی، اوپه ډاګه کوی چی دا د پاکستان د نظامی استخباراتو دهفی ناوړی او کرغیړی پالیسی یوه برخه دی چی له څلویښت کالو را پدی خوائی پرمخ بیائی او زمونږ ګران هیواد ئی د دغو ظالمانه کړنو له امله د اورپه لمبوکی لولپه کړ او دا لمبی لاپه همغه  تندی سر ه پورته دی او زمونږ بیګناه هیوادوال پکی سوځی، کورونه ئی ړنګیږی، مسجدونوئی شهیدان کیږی ، عالمان، سپین ږیږی، تور ګری، واړه ، زاړه ، سپین سری ، توسری او ماشومان پکی شهیدان کیږی ، چی دا لړی  اوس تازه د پاکستان د خلګو کورنو ته ورسیده . دپاکستان واګدارانو اود ټولو به سترکی دهفه هیواد پوځیان اوڅارګره اداره د دی لپاره چی خپل تورمخی اوظالمانه سیاست له نړیوالو او د پاکستان له خلګو نه پټ وستاتی ، دسند دغمجنی پښی پړه پرافغانستان اچوی ، په داسی حال که چی د دی ټولو وژنو او ورانیو مسوولیت د پاکستان ، د نظامیانو او په ځانګړی توګه دهغه هیواد د څارګری اداری پرغاړه ده ، او د دغه ظالمانه پالیسی په پایله کی ئی ټوله نړی ، سیمه او په ځانګړی ډول زمونږ ګران هیواد له ډیرو بدمرغیو سره مخامخ کړی او پاکستان په سیمه کی د یوی سرطانی غدی په توګه عمل کوی؛ اوپه منطقه  اوګاونډیو هیوادونو کی ئی اوربل کړی چی دا دی اوس ئی خپلی لمنی ته هم ورسید .

چی کوهی کینی د بل سړی په لارکی

ګوندی ستابه دګوهی په غاړه لارشی

د پاکستان نظامیان او څارګره اداره د دی لپاره چی خپل جنایات پټ کړی او دهغه هیواد عام ذهنینونه بلی خواته  وګرزی ، د تورخم او سپین بودلک لارئی وتړلی اوپه ننګرهاراو کنړ ولایتونو باندی د ټولو انسانی اونړیوالو اصولو پرخلاف د توغندیو بریدونه پیل کړی چی له دی امله ئی زمونږ ګرانو هیواد والو ته مرګ ژوبله اړولی او یو زیات شمیر ئی دخپلو کورونو پریښو دوته اړکړی دی.

دافغانستان د خلګو د ترقی ملی متحد ګوند دارالانشا  د پاکستانی نظامیانو اوڅارګری اداری دا ظالمانه عمل په کلکه غندی او دګران هیواد له ټولو هیواد والو او په ستر کی دافغانستان له ټولو ملی ـ دموکراتو او ترقی غوښتو نکو ځواکونونه هیله کوی چی په یو موټي توګه  د پاکستان د دولت  دا ظالمانه عمل به کلکه وغندی ؛ او دخپلی خاوری د بشپړتیا، ملی استقلال اوملی حاکمیت د دفاع په خاطر دخپلوامنیتی اودفاعی قوتونو په څنګ ودریږی ، او نپریښږدی چی دپاکستانی نظامیان خپلو ناوړومخوته ورسیږی.

ـ ورک د وی جنګ!

ژوندی د وی د افغانستان خلک!

 

په درنښت

پوهاند  داکتر محمد داوود راوش

د افغانستان د خلګو ترقی ملی متحد ګوند رییس

 

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۱۷ـ۲۱۰۲