دافغانستان دآبادۍ ګوند دځوانانو کنفرانس په ویاړ

 

ولی محمد زیارمل

دهیواد دتاریخ په حساسوشیبوچی له یوی خوا دافغانستان داسلامی جمهوریت او دطالبانود ډلی ترمنځ دسولی خبری روانی دی ، اوله بلی دافغان مظلوم اولس هره ورځ د طالبانواونوروجنگ غو ښتونکو ډلوله خوادبهرنیانوپه لمسه اومستقیم گډون په کلیو،بانډواو ښارونوکی په ډیره بیرحمی وژل کیږی،ملی شتمنې اودخلکومالونه لوټ کیږی. دافغانستان دآبادې ګوندمشرتابه په نوښت دیوسترپه اخستلوسره دهیوادد ځوان نسل کنفرانس دکابل په تاریخی ښارکی جوړشو. کنفرانس چی د ځوانانو دشوراوهلهلونه په ډکه فضا کی ، دملی - وطنی ترانوپه خپرولودهرګډونکی اواوریدونکوپه روح کی یی د وطنپالنی او خلکوسره دمینی جذبی راپارولی، دتنکیو ځوانانواو ملی سرودپه خپرلوخپل کارپیل کړ.

د کنفرانس په پیل دافغانستان د آبادې ګوند دمرکزی کمیټی رییس ملگری پوهاند داکترمحمدداوود راوش خپله ویناچی په هیواد کی دخلکو اوخلکو په وړاندې د ځوان نسل دندې په کی په ګوته شوی وی، دکنفرانس ګډونکوته وړاندې کړه.ملګری ډ اکترراوش دخپلی وینا په یوه برخه کی وویل: «زموږ ګوند دملی اودموکراتوګوندونوسره په تفاهم کی غواړی چی د یوقوی اوپیاوړی ګوند دنشتون تشه له منځه یوسی اود دغه امرد تحقق لپاره غواړی د سازمانی وحدت ترکچی د صمیمت او ورورې لاس هغوی ته اوږدکړو.»

ددی کنفرانس جوړیدل که له یوی خوا دځوانانوسره د کاردپیاوړتیا لپاره د نوروسیاسی ګوندونوپاملرنه غو ښتله، دبلی خوایی یو ځل خپل لاسونه دهیواد اوخلکوته دخلاصون په خاطر، دګډی لیاری ملګرواودوستانوته دخپلی کړنلاری په رڼاکی په صداقت اوږد کړل.

د ځوانانودکنفرانس جوړیدلوموخه، د ځوانانودسیاسی- مسلکی پوهی لوړوالی، وطن د آبادولو او خلکوته دهوسا ټولنې په جوړښت، خپلواکۍ، دخاورې بشپړتیا،ملی حاکمیت،په هیوادکی دمیشه ورونو قومونود برابرې، دسولې د ټینګښت، دهرډول قومی،ژبنی،مذهبی توپیرپه وړاندی اوداساسی قانون ددموکراتیکوارز ښتونونه دفاع درروحیې پیاوړی کول وه.

په اوسنیوشرایطوکی چی ځوانان زموږ د ټولنې دشمیراو یا سلنه جوړه وی، دافغانستان د آبادۍ ګوند، دنوې ټولنې سیاسی ، اقتصادی ، تولنیزاوفرهنګی بهیرپه جوړښت کې دهغوی رول ته ستراهمیت ورکوی.

دافغانستان د آبادۍ ګوند پوه اوتجربه لرونکی مشرتابه دهیواد د دی ملی شتمنې( ځوانانو) سره دکارپه اړوند، کنفرانس کی د ټولو ګوندی سازمانونو دندی هم په ګوته کړې.

اوس چی ددی کنفرانس کارپه بریالیتوب سره پای ته ورسیدو،د ټولوسیاسی ګوندونو، مدنی ټولنوته همغږې ، درناوی او دوستې دلاس په اوږدولو او د ویاړلی ګوند دګوندی کمیټواوسازمانوته دکنفرانس دپریکړو په رڼا کی د عملی تدبیرونو پلان تر څنګ، خپل وړاندیزونه په لاندی ډول وړاندې کوم.

 

۱- دهیواد په کچه په ټولو وطنپالونکو ځواکو او په خاصه توگه دخپل گوند د ولایتی گوندی کمیټودتشکیلاتو څانگی په چوکاټ کی د ځوانانو څانگه جوړه ، او په هرو دریو میاشتوکی ددی برخی کارونه په خپلو اجراییه بیروگانوکی و څیړی. دکارمثبتی ومنفی ټکی په گوته ،مثبت ټکی نورو سازمانوته ولیږدوی اود ضعیفو ټکولپاره تدبیرونه ونیسی.

۲- په تعلیمی، تحصیلی اوکارگری موسسوکی د ځوانانو د جلبولوپه خاطر ځانگړی تدبیرونه د کارپه پلان کی داخل کړی.

۳- دځوانانو علاقی اوغوښتنی سره سم کمپیوټری خونی، سپورتی اوفرهنگی کلپونوجوړول.

۴ - په تعلیمی اوتحصیلی موسسوکی د ځوانانو ترمنځ دپوهی دلوړتیا په هکله د سیالیوپه لیاره اچول اومخکښ ځوانان تقدیرها.

۵- دځوانانو په منځ کی د وطنپالنی اوخلکوسره دمینی روحیې پیاوړې کول.

۶-دنشه یی توکوداستعمال،کرنې اوقاچاق روحیه ژوندی کول.

۷-  دافغانستان د ورونو ملیتو نوترمنځ د برابرې او ورورې پیاوړیتوب ته پاملرنه کول.

۸- دسیمه ایزو،ژبنی اومذهبی توپیرونوپه ضدمبارزه.

۹ ـ دیومو ټی افغانستان د ځمکنې بشپړتیا،ملی حاکمیت اوخپلواکۍ په روحیه د ځوانانوسمبالول .

۱۰-  د ځوانانوپه منځ کې دجگړې پرضد او د سولې د روحیې پیاوړتیا.

 

ژوندی دی وی دافغانستان د آبادۍګوند!

مخ په وړاندې دافغانستان د آبادۍ ګوندد ځوانانوکنفرانس دپریکړو دتطبیق په لور !

 

بامداد ـ سیاسی ـ ۷/ ۲۰ـ ۲۰۱۰

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

مضمون اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2020