د امریکا د متحده ایالاتو او جرمنی ترمینځ سیاسی کړکیچ ؛ او د کابل غمیزه


نصیراحمد څپاند


د  ۲۰۱۴کال د جولای د میاشتې په یولسمه نیټه دالمان حکومت په جرمنی کی میشت د سې اي ای مهم جاسوس ته له جرمنی څخه د وتلو غوښتنه وکړه . په غبرګون کې د جولای په دولسمه نیټه  دامریکا حکومت په دې اړوند خپل ژورخپګان وښودلو . همدارنګه د جولای په دیارلسمه نیته  دالمان مشهورې ورځپاڼې بیلد  خبر ورکړو چی دالمان په وزارتونو کی دلسو نه زیات جاسوسان ځاې پرځاې شوي دي . ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او د ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړه . په دغو غونډو کېې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې کړکیچن شول او بې باوري یي رامینځ ته کړه.
په امریکا کې د ولشمشری ټاکنې او د جمهور ریس په توګه د ښاغلې ترمپ د انتخابیدلو څخه وروسته د ښاغلی د هغه افراطی سیاست او کړنی لکه د امریکې څخه د مسلمانانو شړل ، د مکسیکو سره د دیوار جوړول ، د اوو مسلمانو هیوادونو په وګړو امریکې ته دراتللو بندیزونو نه یوازی دامریکی د ولسونو اوخلکو دناراضی کېدو سبب شو ل بلکه د ناتو دمتحدینو دخپګان سبب هم وګرځیدل . دامریکې سره د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنې هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی او ناباوري را مینځ ته شوه او سیمه یي د بې ثباتئۍ سره مخ کړه د ترمپ دانتخابیدلو نه وروسته د هغه سیاست ته په کتو د جرمنې لومړی وزیري انګلا میرکل ویلې ؤ چی جرمنی نور د اروپا ، بریتانیا او امریکا پوري تړلی نه شي پاتې کیدلی . له دوي سره د اړیکو دوام مهم دی ، خو اروپایی ټولنه باید په وددرول خپلو پښو ودرول شي . نوموړې دغه څرګندونې وروسته ترهغه کړي ، کله چی دامریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د پاریس ۲۰۱۵  کال د هوکړی پر پنسټ د اقلیمی بدلون په تړاو د اوو هیوادونو سرمشریزه کی شوي هوکړي ته ځان ژمن ونه باله .همدارنګه دمونشن ښار یو انتخاباتې غونډې ته ، دی ته ورته خبره کړي اوویلي دي چی هغه وختونه چې مونږپه پشپړه توګه په نورو اتکا کوله اوس تر یوه حده پاې ته رسیدلي دي . نو په همدې سبب دا ویللی شم چی مونږاروپایان باید خپل برخه لیک په خپل لاس کی واخلو. د ترمپ له خوا په بروکسل کې په جرمنې باندې دناټو ددفاعی لګښتونو د پلان دناکامۍ او ددې هیواد له خوا بهرته په زیات شمیر د موټرو د صادرولو انتقاد هم دوې ترمینځ داړیکو دکړکیچن کیدلو سبب شول.


ترمپ ته د ميرکل د مخالف کانديد  شولتز ځواب
د المان د سوسيال دموکرات ګوند (اس پي دي) مشر او په راتلونکو ټاکنو کې صدراعظمۍ ته کانديد مارتين  شولتز هم د ميرکل د څرګندونو په تقليد پر اروپا د زياتي همکارۍ غږ وکړ.  شولتز وويل: «اروپا یې ځواب دی.» یعني پر ټولو محاذونو د اروپا جوخته او ژوره همکاري ترمپ ته يو ښه ځواب دی.  شولتز چې د ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې د اروپا په پارلمان کې کار کړی ، وويل چې اروپا بايد له ترمپ سره د چلند له پاره پریکړه نه ده کړي.
ښاغلی مارتین شولتزهم  آ ار ډی ARD  تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې اروپایي هیوادونه باید تربل هروخت دټرمپ دچلند په نسبت له یو بل سره تودې اړیکي ولری . همدارنګه ده دا هم وویل چې ترمپ دده په خبره دیو مستبد رهبر په توګه چلند کوي او غواړي چې نورتوهین کړي . همداراز ترمپ اروپا ته خپل سفر بریالي بللی او ویلې يي ؤ چې کارونه ستونزمن خو نتیجې یي زیاتې وي .
همدارنګه  د جرمنې په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ واشنګټن پوست ته ویلې چې داروپا او امریکا ترمینځ په ګډواومشترکو ارزښتونو باور ، دده په خبره د ټرمپ ارادې زیانمن کړي . اروپایانوانتظاردرلودلو چې ترمپ به نرم دریځ غوره کړي او د جې ـ ۷ هیوادونو درناوی به وساتې ، خو ترمپ برعکس عمل وکړو. هغه وایي چې ترمپ داسی چلند کوي چې ګواکې اوس هم په انتخاباتې کمپاین کې دی. همداراز د کډوالو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګابریل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست د غربې نړۍ د ګټو پر وړاندې ترتوندو نیوکې لاندې راوست. ګابریل زیاته کړه چې امریکا د عربستان سره د ستر نظامې قرارد په لاسلیکولو وښوده چی ټرمپ په نړۍ کې جګړه غواړي او د اروپا د امنیت له پاره د امریکا اوسنی سیاست غیر متوازن دی . د ه زیاته کړه چې امریکا نور خپل ارزښت دلاسه ورکړی او د امریکا ځای به نور خلک ونیسی چې مراد یي چینایان وه. نن کابل کې د جرمنې سفارت مخې ته ستره چاوده وشوه چې د سفارت ودانۍ یې تر ډیره خرابه کړي او ورته یي ښودله چې مونږ دا کار هم کولای شو. مانا دا چی لوی قدرتونه خپل حریف ته په جنګي ژبه یا د نیابتي جګړې پر مټ جواب ورکوي . اوس دا برید جرمنې ته اخطارهم دی چی له خپلی شړی سره پښې وغځوي .
د کابل له بریده یو ساعت وروسته د جرمنی لومړی وزیری مېرمن میرکل وویل : «  تروریزم پر موږ ټولو حملې کوي؛ که هغه مانچسیتر وي یا برلین، پاریس وي که استانبول، سن پیترزبورګ وي او یا نن کابل.» مېرکل وویل : «نن موږ په ټوله نړۍ کې په دې بوږنده او خواشینوونکو شېبو کې یوموټی یوو.» د جرمني صدراعظمې د کابل د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه : «موږ به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو او جګړه به وګټو.»
په نتیجه کی ویلی شو چی د المان او واشنګیتن ترمینځ  د اوږد مهاله او لنډ مهاله اقتصادی ګټو په ګرداب کی زمونږ هېواد پریوتی دی او زمونږ هیواد تل د زبرځواکونو دسیالیو ، هغه که سیاسی یا افتصادی وی قربانی شوی دی . اوسنې برید هم زمونږ هیوادوالوته د سر او مال په زیان تمام شوی او امریکا په یوغشی څو ښکارونه وکړل ، دوی زمونږ په پلازمینه کی مهمه دیپلماتیکه ساحه د دی پلان له پاره غوره کړه یانې دوي المان ،امارت ، ترکییې او ایران ته ګوت څنډنه وکړه.


ماحذونه
دالمان مشهور ورځپاڼه بیلد
دترمپ دتویتر پانه
دمرکل ډمونشن دښار دغونډی وینا
آ ار ډی تلویزیون سره دښاغلی مارتن مرکه
همدارنګه دجرمنی په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ سره دواشنګټن پوست مرکه
بی بی سی پښتو
په ایټالیا داوو جی د سرمشریزه غونډه ته د میرکل وینا

بامداد ـ سیاسی ـ ۳/ ۱۷ـ ۰۴۰۶