د طالبانو د مصرف تاریخ په ختمیدو دی !


د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما په امر د پاکستان په خاوره کې دامریکا دبی پیلوټه طیاری په حمله کې د طالبانو دمشر ملا اختر محمد منصور وژل کیدل چی د طالبانو له خوا یی تایید شوي ؛ د ترورییسم ضد جګړی او د یوی ترورییستی شبکی په توګه د طالبانو په ځپلو او له منځه وړلو او په افغانستان کی د امنیت د تامین په لاره کی اعیزمن اقدام ګڼل کیږی او ځانګړتیا او اغیزی یی په لاندی ډول شمیرل کیږی :
۱-  اوبا ما وایی چی ملا اختر منصور یی په افغانستان کی د ترورییستی حملو د جوړولو او ترسره کولو په جرم په نښه او وژلئ دی . او په طالبانو هم غږ کوی چی که د افغانستان د سولی او پخلاینی په اړوند دڅلور اړخیزه غونډو پریکړو سره مخالفت ته دوام ورکړی او د ترور څخه لاس په سر نه شي د امریکا له خوا دی وی ترورییستی شبکی اودشمن په څیر په راتلونکی هم د دا ډول حملو سره مخ شی او وبه ځپل او له منځه به یوړل شي .
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو کی ا مریکی افغان وسله وسله طالبان دافغانستان د اوسنی دولت ضد یوه مخالفه شورشي ډله بلله ؛ نه ترورییستی شبکه ؛ او د دوی پرضد یی دا ډول ځانګړی عملیات نه ترسره کول .
۲-  سره له دی چی دا دی د طالبانو په اصطلاح  د رهبری شوار په کویټې کی په یوه غوڼده کی د مولوي هبت الله اخندزاده په نامه د ملا اخترمحمد منصور ځای ناستی ټاکلئ او د حقاني شبکې د مشر د جلال الدین حقاني زوی او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب يي د هبت الله اخندزاده مرستیالان ټاکلی دی . خو لکه چې د ملا عمر د مرموزی مړینی وروسته د مشر د ټاکلو په سر په ډغرو کی په مختلفو ډلو تقسیم او په خپل منخې جګړو پیل وکړ چی تراوسه دوام لری ؛  داسی شکاری چی د ملا اختر محمد منصور د مړینی وروسته به هم د رهبری په بحران اخته اوحتا وبه پاشل شی او په خپل منخی جګړو کې به نابود شي .
دا په داسی حال کی چی طالبانو د پاکستان په هراړخیز ملاتړ په افغانستان کی د خپل نفوذ د ساحی د پراخولو او ټینګولو لپاره ترورییستی حملو ته په ټول شدت دادی دوام ورکوی . خو د هیواد د باتور وسله وال پوځ د متقابلو ګذارونو او عملیاتو په نتیجه کی د جګړی په ټولو جبهو کی یو په بل پسی دا دی د ماتی سره مخامخ دی او لاسته راوړنی نه لری او لیکی یی بی انګیزی او بی روحیی شوی او یوه برخه ېې دا دی د جګړی څخه لاس اخلی .
۳-  او تر تولو مهمه دا چې د امریکا له خوا په پاکستان د ترورییسم په دې ځاله او پایګاه کی دالقاعده د مشر اسامه بن لادن په شان دافغان طالبانو د مشر په نښه کول او وژنه ؛ یو ځل بیا پاکستان ته هوشدار دی چی په خپله خاوره کی باید د طالبانو او نورو ترورییستی شبکو د ساتلو او ملاتړ او د ترورییسم ضد جګړی کی د دوه مخی لوبی څخه لاس واخلی او په افغانستان کی د سولی او پخلاینی د تامین په په برخه کی دڅلو اړخیزه غوڼدو د پریکړو په ترسره کولو کی په صداقت سره خپلی ژمنی تر سره کړی . دا په داسی حال کی ده چی دپاکستان حکومت ظاهرا دامریکا دا حمله په خپل حاکمیت تیری بللی او غندلی ده . خو ګمان کیږی چی امریکی د بن لان د وژنی په څیردا حمله هم د پاکستانی ځیینو کړیوسره په تفاهم ترسره کړی وی. لکه چی د امریکی د حکومت مقامونه هم ویلی چی مونږ د دا ډول عملیات د پاکستان سره په تفاهم ترسره کړیدی .
۴-  پدی ډول لیدل کیږی د یوی وسله والی جنګی ډلې په توګه د طلبانو د مصرف تاریخ چی د پاکستان د یوی پروژه په توګه دشهید ډاکتر نجیب الله د حکومت د سقوط  وروسته د انارشی او د جهادی تنظیونو د جګړو په کالونو کی د پاکستان له خوا را منځته او واک  ته ورسول شول او په ۲۰۰۱ کال کی د امریکا له خوا د واک څخه ورغورځول او په وروستیو ۱۴ کالونو پاکستان د تیرو په شان بیا د افغانستان د ناامنی او بی ثباتی لپاره وجنګول وکارول ؛ دا دی مخ په ختمیدو دی او داسی شګاری چې په دی نږدو کی به د جهادی تنظیمونو په شان په اوسنی سیاسی نظام او دامریکا -  اروپا او ناتو په ملاتړ اواتکا را منځته شوی دولت کی شرکت وکړی او مدغم شی ؛ او افغان ولس به یی دترور؛ جنایتونو اوشر څخه خلاصون ومومی او دوی طالبان به هم د پاکستان او پردیو د مزدوری او د توپ دغوښتی په توګه د کارونی او همدا ډول د ځان وژنی د ګناه او مصیبت څخه نجات پیداکړی اود ځپلو کورنیو سره به سوله ایز ژوند ته راوګرزی.

بامداد ـ  سیاسی ـ ۶/ ۱۶ـ ۲۶۰۵