د افغانستان سره د پاکستان د دشمنئ او د طالبانو

د جنایتونو یوه بله بیلګه

 

دوکتور حبیب منگل


دا دی وسله والو طالبانو د خپلو تروریستی او افغان وژنی حملوپه  ادامه بیا په کابل کی د یوه شمیر وطنوال شهیدان او زخمی کړل او په ماتم کینول .د طالبانو دا تروریستی حملی چی د پاکستان د کویټې په ښارکی پلان کیږی د افغانستان سره د پاکستان د حکومتونواو جنرالانو د دشمنئ او نه اعلان شوئ ۴۰ کلنی جګړی د دوام او د طالبانو د جنایتونو او افغان وژنې یوه بله بیلګه  ده چی د جهاد ترنامه لاندی ترسره کیږی .
وړاندی له هرڅه زه هم د تولو وطنوالو سره یو ځای د دی جنایت په ترسره کوونکو او سازمان ورکونکو لعنت وایم او د شهیدانو روح ښاد او زخمیانو ته یی عاجله شفا غواړم او د کورنیو په غم کی یی ځان شریک بولم .
په افغانستان کی د وسله والو طالبانو تروریستی حملی په داسې حالاتو کی دوام لری او شدت مومی چې د افغانستان ؛ امریکا ؛ چین  او پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کی د تروریزم پر ضد د ګدی جګړی او په افغانستان کې د سولې او مصالحې په اړوند هوکړې شوي دي او دهغی له مخی پاکستان هوډ کړی دي چې طالبان به د فغان حکومت سره دمستقیمو خبرو میز ته را ولي اوکه طالبان خبرو ته حاضر نه شی او تروریستی حملو ته  دوام ورکړی ؛ تحریم او مجازات او د پاکستان څخه به وایستل شي.
خو دا دې ګورو چی پاکستان د تل په څیر په خپلو هوډونو او تعهداتو عمل نه کوي او د تروریزم په ضد جګړه کی خپلی دوه ګونی لوبی ته دوام ورکوی ؛ له یوې خوا تروریزم ضد جګړی ته ځان متعهد بولی او د امریکا څخه د دی جګړی تر نامه لاندی کمکونه اخلی او له بلې خوا د طالبانو او نورو تروریستی شبکو د حملو له لاری دادی په افغانستان د جګړی اور ته لمن وهی .
نو څه باید وشي چې د افغان سره د پاکستان دشمنی او نه اعلان شوی جګړی او د طالبانو جنایتونو ته د پای ټکئ کیښودل شی ؟
۱- د افغانستان د حکومت او ملی شورا له خوا وسله وال طالبان د دهشت ګرو (تروریستی) شبکو په توګه وپیژندل او اعلان او د دوی سره د خبرو هڅې ودرول شي او قطعی ماتی لپاره ېې لازم ګامونه واخیستل شي او د دی سره جوخت د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا څخه هم وغوشتل شي چی د طالبانو په اړوند د امنیت شورا د قطعنامو له مخی د وضع شوو تحریمونه  دعملی کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي .
۲- افغانستان دولت په هیواد کی د پایدارامنیت  د تامین او د تروریزم ضد جګړی کی د بریالتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین او د تطبیق لپاره یی دهیواد د ټول مادی او معنوی او ټولنیز او ولسی پو تانسیل څخه ګټه پورته کړی او همدا ډول دهیواد دفاعی قابلیت د خود کفایی سطحی ته ورسول شي ؛ امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه کړی او د ملیشو د ایجاد څخه جلوګیری وشی او ولس د وسله وال په چوکاټ کی بسیج کړی .
۳- حکومت ؛ ملی شورا ؛ سیاسی ګوندونه او مدنی ټولنې د امریکا  د متحده ایالات او ناتو څخه وغواړي چې د افغانستان سره د ستراتیژیکی قرارداد او امنیتی موافقتنامي له مخی د افغانستان د امنیت او د تروریزم ضد جګړې کی او په دی لړ کی د پاکستان په خاوره کی د القاعده ؛ داعش او طالبانو او نورو تروریستی شبکو د مرکزونه  او پټ ځایونه په ځپلو او له منځه وړلو او د افغان امنیتی ځواکونو د امنیتی قابلیت په لوړولو کی د شوو لورنامو په عملی کولو کې ريښتینی او قاطع ګامونه واخلی او مرستو ته داوم  ورکړی . او په همدا ډول د امریکا متحده ایالات په پاکستان لازم فشار وارد کړی چی د تروریزم ضد جګړی کې د دوه ګونی لوبی او د امریکا او افغانستان سره د دشمنی لاس واخلی .
۴- د افغانستان د حکومت او ملی شورا له خوا د ملګروملتونو د سازمان د امنیت شورا څخه وغوښتل شي چی پر پاکستان فشار راولی چی د تروریستی شبکو په اړوند د امنیت شورا د قطعنامو په عملی کولو او د تروریزم په ضد جګړه کی خپل هوډونه په عمل کې ترسره کړی او که پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنې عملی نه کړی لازم تعزیرات پر وضع شي .
۵- د افغانستان حکومت او ملی شورا د پاکستان څخه رسما او په کلکه وغواړی چې افغان وسله وال طالبان د تروریستی شبکو په توګه اعلان او وپیژنی او په دی لړ کی د کویټی شورا او په خپله خاوره کی د طالبانو نور مرکزونه  له منځه یوسي او مشران او فعالین یی زندانی او د محاکمی لپاره افغان حکومت ته وسپاری او په دی ډول د تروریزم ضد جګړه کی د ددوه ګونی خونړی او چټلي لوبی لاس واخلی او د افغانستان ؛ امریکا  او چین سره په څلوراړخیزه غوڼدو کی شوی خپل هوډونه عملی کړي او په دی توګه  د افغانستان سره د دشمنی او ۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی لاس واخلی . او که پاکستان د افغانستان پرضد جګړی ته ادامه  ورکړی دیپلوماتیکې  ورسره قطع شي او- که پاکستان د نړیوالی ټولنی او دافغانستان غوښتنی ونه منی او د افغانستان سره دشمنئ او نه شوی جګړی ته دوام ورکړی ؛ دیپلوماتیکې اړیکی باید ورسره قطع شي.
۶-  د افراطیت او تروریزم پر ضدټول ملت ؛ قومونه او قبایل ؛ مدنی ټولنه ؛سیاسی ګوندونه او اجتماعی سازمانونه او نهادونه پر ضد متحد او را پورته شي او یو موټې او پراخ ولسی غورځنک په لار واچوی .
زما په نظر د پورته وړاندی شوو او دی ته  ورته نورو اغیزمنو اقداماتو د عملی کولو په صورت کیدای شي چی د افغانستان سره د پاکستان دشمنی او۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی او د وسله والو طالبانو ؛ داعش او نورو تروریستی شبکو د جنایتونو ته د پای ټکئ کیښودل شی او افغان ولس یی دشر څخه وژغورل شي .

 بامداد ـ سیاسی ـ ۶ /۱۶ ـ ۲۰۰۴