په لغمان اوکابل کې زمونږ دکورنۍ لخوا زما دمیرمنې فاتحه !
د فاتحې خبرتیا
مرحوم ملک عبدالرحمن نورزی پلار.
مرحوم ظابط سیف الرحمن نورزی، پوهنیار استاد عزیزالرحمن نورزی او داکتر حمیدالله ورونه.
ظابط حشمت الله نورزی، ډاکټر فهیم عزیزي، ډاکټر شکیل عزیزي، محمد همایون نورزی او پامیر حمیدي وریرونه.
شیرحبیب ابراهیم خیل، انجنیر حامد ناصري، ضیاالدین ابراهیم خیل، مشتاق حسین ناصري، ډاکټر ساحل ناصري، او عنایت الله خوریونه.
مرحوم قومندان طورمحمد شیرزاد، مرحوم لعل جان شیرزاد، مرحوم ډګرمن کټورخان شیرزاد او مرحوم استاد سرتور شیرزاد دماما زامن او لیورونه.
د الحاج زبیر شیرزاد د مېرمنې د مړینې له کبله ټولو دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې سبا د یکشنبې ورځ چې د حوت د میاشتې له دولسمې نېتې سره سمون خوري، د نارینه ؤ فاتحه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کندې کلي په جامع مسجد او د ښځینه ؤ فاتحه د مرحوم ملک عبدالرحمن په کور کې د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د یوې ورځې لپاره او بیا د دوشنبې په ورځ چې د حوت د میاشتې له دیارلسمې نېتې سره سمون خوري د نارینه ؤ فاتحه د کابل ولایت د دریمې ناحیې اړوند د شیرشاه سوري په جامع مسجد کې او د ښځینه ؤ فاتحه د شیرشاه سوري په زنانه سالون کې د ماسپښین له ۱:۳۰ بجو څخه تر ۳ بجو پورې د یوې ورځې لپاره د خدای بښلې د کورنۍ او خپلوانو لخوا اخیستل کیږي ټول دوستان د خبر وي.
انا لله و انا الیه راجعون
اگهی های فوتی و پیام تسلیت ـ بامداد ـ ۲۵/۱ـ ۰۱۰۳
Copyright ©bamdaad 2025