دپکتیکا ولایت پتمنوشمله ورو مسلمانو روژه تیانوته
دا چی دتورمخی غلیم دکرغېړنې شیطانی ارادي له کبله د زړه بوګنوونکی پېښې سره یې نه یوازي افغان باتورملت دغم پرټغر کېناوه ، بلکې انسانی ضمیریې له بنسټه ولړزاوه او د ټولو کرکه یی دځان پروړاندي و پاروله.
تسلا


ژړا چی شي درنه ساه بدله په سلګۍ شي
تاریخ به واخلي غچ ساندي ساندي به خولګۍ شي
غلیم دتورعمل توره کمبله کې سوزیږی
شهیده د الله رحمت پر تاباندې ورېږي
وطن او وطنوال داستا ارواته کړي سلام
پرون دې نن کې نغښتي هم سباته کړي سلام
بــــــــلا
مونږته پاتې ده دمړېنې دالړۍ
د ادتوروهیلو تور زنځیرکړۍ
هره سیمه هره لویشته کې ژړا ده
له کوم ځایه را نازله دا بلاده
چی زمونږ تاوان کې ویني خپله ګټه
ښایی وپلټو ددې ناولو سټــــه

ن.مواج

بامـداد ـ اجتماعی ـ ۱/ ۱۴ـ ۱۹۰۷