لکه پانوس بيا د مشرق پر سر بلېږي وطن
لکه ققنوس خپلو ايرو نه را جگېږي وطن
بيا يې پر شونډو زمزمه د آزادۍ خپره ده
بيا لکه توره د « امان باچا » ځلېږي وطن
پر مړاوو بوټو باندې وېشي گلورينه اروا
لـکه وږمـه د پسرليو را چــلېږي وطن
وطن یـوازې اوسېـدلـو ته جـونـگړه نه ده
وطن احساس دی په رگونو کې بهېږي وطن
وطن د عشق جغرافيه ده، وطن څلی د ویاړ
د خـدای د مينې له آسمانه راورېږي وطن
د اهريمن د تروږميو سين کې نه ډوبېږي
لکه بيـرغ د اهـورا خوځي رپېږي وطن
وطن اوبه دي، وطن خاوره ده، هوا ده وطن
وطن د ژونـد خوږه سندره ده، غږېږي وطن
لکه ققنوس خپلو ايرو نه راجگېږي وطن
لکه زخمي اتل پر خپلو پښو درېږي وطن.
( صدیق کاوون )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۵ـ ۲۲۰۸
Copyright ©bamdaad 2025