دپوهاند مجاور احمد زیار دوه شعرونه:
ویـلاړ
يوگوربت يم، د ويلاړ له دنگو غرونو را الوتی
نه د چا د دانې ښکار او، نه د چا په دام کې نښتی
د تاريخ نياوتون مې للي، سپيناوی په هسکه غاړه
نه مې سترگې چاته ټيټې، نه د چا پشوته پرېوتی
څه د وخت ټگي برگي او، څه زما رښتينولې وه
که پر دا دومره سپين نمرو، ديوتايانو يم تېروتی
د توپان مرغه په شان کښم، خپله لار په غر څپو کې
نن سبا که يم په بوښته، د ناخوالو کې کښېوتی
په تورتم کې ما بلينده، بله ساتلې د سره شعر
د ازمون له سرې بټی، لکه پولاد مخسور راوتی
ویلاړ= عزم، اراده،هوډ،تصمیم
( ډاکتر مجاوراحمد زیار )
پيوستون
که دا تورې گزمې گرځي راگرځي
نن سبا د بېلتانه
د دې ارت و بيرت پراته نړيوال کلي
په رڼا رڼا کوڅو کې...
خو سپېڅلې پاکه مينه مو
گواهيلي
چې که نن وي يا سبا،
دا کوڅې به د خوساوو
تورو پلونو
له بويونو نور پاکېړي ...
او شړلی پيوستون به
خپل سپېڅلي چاپېريال ته
راستنېږي تل لپاره!
(ډاکتر مجاوراحمد زیار )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۵ـ ۱۷۰۵
Copyright ©bamdaad 2025