«هجـران» او « بلنه » د عسکر چالاک دوه نوي شعرونه

هجـران

سر په سرهجران دی ډیر کلونه شول

ګران دی هجر ګران دی دیر کلونه شول

دا لاره شطونه او اغزن غرونه

تاو رانه توپان دي ډیر کلونه شول

ژوند او مرگ می بیل شو له یارانو نه

ورک رانه جانان دي ډیر کلونه شول

خدایزده که دیدن می د وطن وشی

سانده او خپګان دی ډیرکلونه شول

ژوند د مهاجرت خو زړه ګوګل نه وړی

جوو مهاجر باران دی ډیر کلونه شول

ای عسکر (چالاکه) بیلتون خوری سړی

وخت راسره وران دی ډیر کلونه شول.

(عسکر چالاک)  

****

بلنه

بس دي د شخړو او ټکر خبری بس دي نور

یو بل ته د زور او د لښکر خبری بس دي نور

دا ولس خود سوله پخلاینه او وروری غواړی

دوی ته د جنگونو او د شر خبری بس دي نور

څومره ډل مشران څومره ډلکی او رهبران زیاتی

پریږدی د ډل مشرو او رهبر خبری بس دي نور

دی ستړی ولس ته پرمختگ او آزادی راوړي

دوی لره د ډزو او د سنگر خبری بس دي نور

چاچی د وطن هستی پردیو باندی لوډ کړله

دوی ته کډی وډي او خپل سر خبری بس دي نور

وژغوری دا گران وطن ناورین او افتونونه

دوی ته د توپان او د جکړ خبری بس دي نور

یوه وطن یوه لاره یوه ملی مشری ښه ده

دی کی د اغیارو د نظر خبری بس دي نور

ډیر کلونه کیږی چی ولس گیر ده ناخوالو کي

ای عسکر (چالاکه) د ضرر خبری بس دي نور.

(عسکر چالاک)  

 

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۲ـ ۲۲۰۱

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2022