امريکا لاړه، ښه شو چې لاړه

د افغانانو، خون ور په غاړه

شاته يې پرېښود، درياب د وينو

سمسوره نه شوه، زمونږه شاړه

***

امريکا لاړه، شاته نه گوري

ميراث يې پرېښود، څو وطن پلوري

اور يې بل کړی زموږ هېواد کې

سيوری يې پاتې، لکۍ يې ښوري

***

امريکا لاړه، ښه شو چې لاړه

جوړه يې نه کړه، زموږ ويجاړه

پردی، پردی دی، ورور به دې نه شي

مه ورته خانده، مه ورته ژاړه

***

امريکا لاړه، فساد يې پرېښود

د نا مردانو، بېداد يې پرېښود

ښه شو چې لاړه، دا شر اندازه

زموږ سپېڅلی، هېواد يې پرېښود

***

امريکا لاړه، جنون يې پاتې

شيطان رهي شو، غبرگون يې پاتې

موږ ته يې راکړل، وحشي بړېڅي

د نوکرانو، تړون يې پاتې

***

امريکا لاړه، وار د پنجاب شو

ولس ستي، شو وطن خراب شو

د شلو کالو ښکېلاک ته گوره

يو پکې خان شو، بل يې نواب شو

( صدیق کاوون )

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۱ـ ۲۰۰۹

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021