جنګ مړي ، اولس نه مړي

 

جنګ به مړي جنګ به مهار شی اولس نه مړي

توری تپی به سهار شی اولس نه مړي

ای سرکښه شاه تګياره غليم ياره

ستا بادار به تارومار شی اولس نه مړي

محورونه او هوډونه به يو لاس شی

شاه زلميان به يو قطار شی اولس نه مړي

د اغيار سپيره ارمان به سر چپه شی

په قفس کی به حصار شی اولس نه مړي

د وحشت لمن به ټوله شی هيواد نه

دا اولس به خپل اختيار شی اولس نه مړي

دغه تيت خواره غږونه به يو شور شی

دا ځوانان به لاس په کارشی اولس نه مړي

دا جلا جلا منزل به يو منزل شی

لاره لاره به يو لار شی اولس نه مړي

نړيدلی بنسټونه به احيا شی

پايه دار به استقرار شی اولس نه مړي

د عسکر (چالاک) خوبونه به رښتيا شی

دری وری به خامار شی اولس نه مړي

 

(عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۱ـ ۲۹۰۵

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021