دملګری عسکر چالاک دوه نوی شعرونه

 

استـقـلال

 

لکه د ناوی پر مخ چی خط او خال ښه ښکاری

وطنه داسی دی نوم د استقلال ښه ښکاری

د خپلواکی اعتبار په ابادی کی نغښتی

شتمن خپلواک هيواد کی ټول وطنوال ښه ښکاری

وژنی غرور د خلکو د کور دننه جگړی

د مشکلاتو حل کی خو استلال ښه ښکاری

اوږی محتاجه ملت برم او جلال نلری

د پر مختللی ملت برم او جلال ښه ښکاری

د آزادی په غيږ کی بډای ملت زيب کوی

همدا ارمان ښه ښکاری همدا ايډيال ښه ښکاری

تل دی سرلوړی اوسی تل دی اباد اوسیږی

دا خپلواکی د وطن خو ملامال ښه ښکاری

عسکر (چالاک) وايی جنک بيخ او بنياد نړوی

دلته قلم ښه ښکاری دلته کمال ښه ښکاری.

 

د آزادی پـه جنگ شهيد شـی

 

چی جنازه دی ښاپيری په اوږو وړينه

زما خو ته ياديږی وطنه

که د جنت په منارو ولاړ يمه

گلاب چی مړاوی شی زيړيږی

سترگی چی مړاوی شی ملکونه ورانوينه

( ای زما قامه )

ای ګرانو خلکو ای دروند ټبره

ای لويه قامه ای لوی لښکره

خپلواکی څه ده بلواکی څه ده

ځانونه پوه کړی پدی خبره

چی کور کی جنک وی او سوله مړه وی

ژوندون به څه وی خوځون به څه وی

وطن چی لوټ وی ويجاړ ويجاړ وی

آزادی څه وی سمون به څه وی

خپلواکی داده چی وی د ټولو

زما يارانو زما همزولو

د جنگ ډگر کی هر څه بی ساه وی

ای زيو زيو ای خيلو خيلو

خپلواکی هغه دی چی تل خپواک وی

نه چی د بل په شاه پروت لکه د تاک وی

نه چی بل چاته اړ او محتاج وی

خپله قوت وی او خپله ځواک وی

ای جنگ وهلو ای جنگ خوړلو

يو شی او يو شی زما ښاغلو

جالونه پريک کړی دامونه پريک کړی

ای ښکلو خلکو ای ښکلو ښکلو

ای ستر ملته ای ستر محوره

د خپلواکی د زيری وره

عدل او انصاف يی تکيه او ډاډ يی

تالان د سولی ډولی د لمره .

عسکر ( چالاک )

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۰ـ ۱۸۰۸

Copyright © bamdaad 2020