ســولــه


کوڅه ډبی لنډه غر نه غواړی سوله
بی پدری ښکره ور نه غواړی سوله
هم له جنگ او هم له سولی اخلی باج
له ملی گټو منکر نه غواړی سوله
د يوی ډلکۍ نطاق د بلی مشر
دا ښکاره معمالکر نه غواړی سوله
ډير کلونه يی وطن له ځانه ځار کړ
د ګواښونو سر رهبر نه غواړی سوله
دی مزل کی خو پای پل باندی تلل گران دي
ټکنی او سست سفر نه غواړی سوله
چی د مړو په ککرو واکداری کړی
څوکی يار او ترهکر نه غواړی سوله
مونږ يی غواړو سوله غواړو بدلون غواړو
شاتکپال دگم او حجر نه غواړی سوله
ای ولسه له زخمی څيهری دی و مرم
دښمنان دی غواړی شر نه غواړی سوله
ای عسکر ( چالاکه ) جنگ ټول امتيازات دي
دا د وينو سوداکر نه غواړی سوله.

(عسکر چالاک )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۰ـ ۱۸۰۷

Copyright © bamdaad 2020