مسـافـر تـه

 

بیګاه شپه می خوب ونکړ تر سهاره
ټوله شپه وم ستا چرتوکی نا کراره
دا تر څوبه مسافروی له وطنه
کاشکی راشی خپل هیواد ته ګرانه یاره
زه پوهیږم «مسافری سخته خواری ده »
خوهیواد یی در په در کړ خدای لپاره
غریبی او ولګه دواړه می قبول دی
دا ښکیلاک زه نه منم شم پدی خاوره
ستا نه شتون کی دلته بله لوبه پیل ده
« سقوی »یی بیا راوستی معلومداره
یو څوغلواو اجنټانو لاس یو کړی
غواړی ستا په برخلیک شی دوی واکداره
بله دا چی ایرانی اجنټ مست شوی
نه پریږدی چی دا ملت شی په کراره
څوک ناری د «خراسان» وهی،څوک ژاړی«سلیمانی»ته
څوک  «پا یی» د« برق» وهینه، ترورونه کړی بیشماره
بل پاکستان ته بیت کړی، پاکستانی ګټو ته ژمن دی
دواړه ډلی پردی پال او توکم پال دی ګنهکاره
زه « بهین» پر خلکو غږ کړ م چی آی خلکو!
که « يو» نشی بیا به بله وی ننداره
را ولاړ شی دا خاین ټول رانسکور کړی
کنه ګرځی به همداسی خوارو زاراو بی روزګاره


( نثاراحمد بهین )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۲۰ـ ۱۵۰۶

Copyright © bamdaad 2020