عسکر(چالاک)

 

د کابل د ښار برچی د سل بستريزه روغتون قربانيانو ته


 آللو للو
للو للو می نه کړی مرمی باران و خوړی
آللو للو للو خونين توپان و خوړی
مور دی شهيده شوه پلار دی لار ورکی شولو
ژوند ته يی پرينښودی تور گورستان وخوړی
دنيا دي و نه ليده سرگی دي خلاصی نه شوی
ټک د بنګال وخوړی ديو د اکوان وخوړی
د لوی ملت جلادده دا لوی ملت خوری مونږه
تم زمونږ غم وخوړی زمونږ خپکان و خوړی
غږ دی وا نه اوريده چا چيغه دی و نه وته
د اور پرستو لمبو په اورستان وخوړی
ته دتاريخ کيسه شوی ای د‌برچی غميزی
ته لوی شيطان وخوړی وحشی حيوان وخوړی
عسکر (چالاک) وايی خور زما شهيدی خوری
ضد دی انسان وخوړی دغم داستان وخوړی.

عسکر(چالاک)

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۰ـ ۱۹۰۵

 Copyright © bamdaad 2020