
سپينه وبـا
هم مفتي او هم ملا درپسې گرځي
 پنجابۍ توره بلا درپسې گرځي
تا د کومې گناه تور پر لمن راووړ
 چې قاتله امريکا درپسې گرځي
يه زما ، په وينو رنگ زخمي هېواده
 کور په کور سپينه وبا درپسې گرځي
رژوي دې د خندا گلان پر شونډو
 د اغزن فصل هوا درپسې گرځي
تا د کوم فساد ماڼۍ رالړزولي
 چې فاسده استغنا درپسې گرځي
ستا د مينې گل مې شين د زړه پر سر دی
 زما ژوند او زما سا درپسې گرځي .
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۵۰۴
Copyright © bamdaad 2020