د مينې کـرښــه
که د مينې کرښه ، لاره د انسان شي
 د ژوندون دښته به ټوله گلباران شي
که د شنې وږمې بهير نَفَس تازه کړي
 سور دوزخ به ، د سرو گلو گلستان شي
خو که باد د سرو غوټيو ساتندوی شي
 شين چمن به ، د اغزيو بيابان شي
ته به څومره بدقسمته يې هېواده
 که واکدار دې د ستم د کلي خان شي
هر بدنامه ، بد عمله ستا په غېږ کې
 د ولس په وينو رنگ شي ،« قهرمان » شي
ږيره پرېږدي ، د «جهاد » پر دوکان کښېني
 يا « امير » شي ، يا وزير ، يا قومندان شي
د دښمن اورونه خپل کاله ته راوړي
 اور لړونی د پرديو د دېگدان شي
هغه ماته بېړی نه رسي ساحل ته
 که د وينو سوداگر يې کشتيوان شي!
( صدیق کاوون »
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۲۳۰۲
Copyright © bamdaad 2019