تا ...
تا په کوم منطق کابل ورانوه ولی
دغه ښار دی په پيم چل ورانوه ولی
وړانګی وړانګی مخ دي وويشته په ګاڼو
لړ په لړ دي توراوربل ورانوه ولی
د‌ګل مخو او پي مخو څه گناه وه
تا رانجه تا يی کجل ورانوه ولی
هديری دي له پارکونو جوړولی
تا فرهنک تا تحول ورانوه ولی
خړی خړی سترګی ښکته ښکته کوري
دا زمونږ کور دی په بل ورانوه ولی
د مين ژبه دي ورو ورو پريږوله
تا يی شعر تا يی غزل ورانوه ولی
د‌عسکر ( چالاک) د هر دور پرتم دي
په راکټ او مزايل ورانوه ولی.

 (‌عسکرچالاک)  

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۲۰۱

Copyright © bamdaad 2019