مالم جان 

یوه لنډه منظومه

د صدیق کاوون لیکنه

۱
راشه او ومې گوره
تا چې ليدلی وم ، اوس هغه نه يم
هغه ځواني ، هغه مستي اوس راته پاتې نه ده ،
هغه بې غمه زنده گي اوس راته پاتې نه ده .
اوس هغه شخه شمله نه لرمه ،
اوس مې څادر او پگړۍ دواړه د بادونو په گرو کې ايښي .
اوس هغه جگه غاړه ، دنگه ونه ، نه لرمه ،
هغه رسا ، هغه گلرنگه ونه ، نه لرمه .
اوس مې ملا ماته ده ، او سر مې په پښو لگيږي .
تا چې ليدلی وم ، اوس هغه نه يم .
تيت او پَرَک ، ټوټې ټوټې ، ريښې ، ريښې يمه اوس
ژوندون په منډو رانه ځي ، زه ورپسې يمه اوس .
که دې په مخه درشم شايد ومې نه پېژنې .

                        ***
زړه خو مې نه غوښتل ، خو خير دی درته وايمه يې
څو پرهارونه مې پر زړه دي ، درته ښايمه يې :

خور مې کوشنۍ ملاله ،
هغه زموږ د کور خوږه بلبله ،
هغه چې تاته يې لا لا ويلې
او تا خورکۍ بلله ،
نوره زموږ د ژوندانه په باغ کې نه چغيږي
نور يې پر موږ د خوږې مينې باران نه ووريږي .
يوه غرمه ، له ښوونځی نه بېرته کورته د راتلو پر لاره
له خپلو درې تنو همزولو سره ،
په راکټ ولگېده
او لکه تانده غوټۍ ،
ريښې ، ريښې ، ټوټې ، ټوټې پر سرک وغوړېده .
او په سرو وينو يې د واټ شگې رنگينې شولې .
ما يې په خپلو گناهکارو لاسو ،
د تن ټوټې ، ټوټې ، په وينو باندې سرې ټوټې راټولې کړلې .
هغه کوشنۍ بلبله والوته زموږ د ژوندانه له باغه .
نور يې خوږې ، خوږې سندرې پر موږ نه لوريږي
نور يې پر موږ باندې د مينې باران نه ووريږي .

۲
راشه او ومې گوره ،
تا چې ليدلی وم ، اوس هغه نه يم .
ورور مې ـ زلمی ـ هغه چې تا پرې د کتاب د چينجي نوم ايښی و
هغه چې خدای ورته ورکړې وه نښتره ځواني
هغه زلمی چې د زړه باغ يې د خوږې مينې له گلو ډک و .
کرکه يې نه پېژنده ،
او هره ورځ يې پر آشنا او نا آشنا باندې وېشل د محبت گلونه .
هغه زلمی چې تا به تل ورته ويل : په کتابونو کې يې مه لټوه
د ژوندون راز د ژوندانه د کتاب پاڼو کې دی ،
د ژوند کتاب ولوله .
ورور مې زلمی ، ـ هغه ښوونکی ـ چې پر ټولو کليوالو گران و ،
او مالم جان يې باله .
په يوه توره شپه کې
چې نه سپوږمۍ وه او نه ستورو سترگکونه وهل ،
يو څو بې سره انځورونه د بادونو پر اسونو سپاره
له تورو ، تورو بيرغونو او له تورو تبرگيو سره ،
ورپسې راغلل او په توره تروږمۍ کې يې له کوره و اېست .
سبا د شنو اوبو د ډنډ پرغاړه ،
د خپلو وينو د گلانو پر سرو پاڼو باندې ،
د ابدي خوب پر بستر ويده و .
ورور مې ـ زلمی ـ هغه د کلي مالم جان چې کتابونه ورته لاره څاري ،
نور پر آشنا او نا آشنا د محبت رنگين گلان نه ويشي .

۳- ۴
راشه او ومې گوره ،
تا چې ليدلی وم ، اوس هغه نه يم .
که دې په مخه درشم ، شايد و مې نه پېژنې .
مور مې ، زموږ د کورنۍ پرښته ،
مور مې چې تاته به يې زوی ويلې
او تا ادې بلله ،
مور مې زموږ د کور تودوخه او زموږ د تروږميو ډيوه ،
نوره زموږ په يخ وهلي کور کې نه بليږي .
او په لمرينه ، مورنۍ مينه يې ،
زموږ ساړه او دردېدلي زړونه نه توديږي .
په يوه شنه سهار کې ،
چې د ټول کلي مخور ، په چَوَتره کې په جرگه راټول وو
او د بې سرو انځورونو له منگلو څخه ،
زما د ورور ، زموږ د زلمي ،
او د ټول کلي د خواخوږي مالم جان ، د آزادۍ د لارې غم يې کاوه ،
چې زرولي ماما په منډه چوترې ته راغی ، چيغه يې کړه :
های بې خبرو خلکو ،
های وېرېدليو ، دردېدليو در په درو خلکو ،
معلم نور نشي راتلای ،
معلم څراغ و ، د رڼا د دښمنانو له خوا و وژل شو ،
معلم رڼا وېشله ،
معلم په کلي کې ښکلا وېشله ،
معلم پر خپلو شاگردانو باندې سر ورکړی .
معلم نور نه شي راتلای .
له دې جرگو او مرکو ، تشو خبرو نه څه نه جوړيږي
بس په قفس کې انتظار ، ماتو وزرو نه څه نه جوړيږي ،
راځئ چې لاړ شوو او د وينو سين ته بند واچوو ،
که نه دا ټول کلی به ،
سبا د وينو په درياب کې ډوب شي
خلکو غيرت مو څه شو ،
هغه د پلار او د نيکه د شملې پت مو څه شو ؟
تشو خبرو نه څه نه جوړيږي ،
ماتو وزرو نه څه نه جوړيږي ،
اوس د عمل وخت دی
د پاڅېدو او د تکل وخت دی ،
پر تروږميو د يرغل وخت دی .
خو اوس راځئ چې د معلم جنازه کور ته راوړو .
ستونی يې بند شو او د سترگو له چينو څخه يې ،
د سپينو اوښکو توفاني رودونه وبهيدل .
بيا يې د کلي د جرگو د چوترې دېوال ته ډډه وکړه
نور يې هېڅ هم و نه وېل .
لکه ډبره د غمجنې خاموشي د سمندر په تل کې غلی کېناست .

مور مې په سرو سترگو د زوی د راتلو لار څارله
او منتظره وه چې څوک به ورته
د زلمي زوی د راتلو زېری راوړي .
خو زرولي ماما يې ټولې د اميد مرغۍ په گاټو باندې و ويشتلې .
مور مې ، غمجنې مور مې ،
يوازې دومره و وېل :
زويه ، زلميه زويه
زما نښتر ، زما تنکيه زويه
د کليوالو جنوکيو د پېکيو گله ،
د ښايستونو د باغونو گلاليه زويه
تا هم زه پرېښودمه .
ړومبی دې پلار ، دوهم ملاله ، دريم ته شوې زويه
د خپلو وينو پر بستر باندې ويده شوې زويه .

او بيا پرخړو خاورو کښېناستله .
خو ويې نه ژړلې
او يوه اوښکه يې هم ،
له دواړو سترگو نه و نه څڅېده .
موږ زلمی نه ، يو رژېدلی سور گلاب د خاور تل ته ورکړ ،
او ورسره مو د ادې ژوندی جسد اوږده مزل ته ورکړ .
درې مياشتې وروسته ،
چې د واورو سپين کفن پر کلي وغوړېده
او ځمکه يخ ونيوه ،
په يوه توره ، توفاني او وحشتناکه شپه کې
چې نه سپوږمۍ وه او نه ستورو په آسمان کې سترگکونه وهل
مور مې په پټه هديرو ته لاړه ،
او د زلمي پر مزار وغوړېده .
په هغه توره وحشتناکه شپه کې ،
چې کلی ټول د سپينو واورو په کفن کې پټ و
او زخمي باد زموږ د کلي د غميزې ترانه ويله ،
ادې مې سپينه پاغونده شوه او هوا ته لاړه .
او بيا مو و نه ليده .

***
پلار مې سرباز و ، له قصې نه يې ته هم خبر يې
هره ژونکه د وجود يې د وطن مينه وه .
موږ لا واړه وو چې هغه د خپل وطن پر مينه سر کېښوده
د خپلو وينو سره گلان يې لکه ښکلی امېل ،
د آزادۍ د ځوانې ناوې پر حسينه غاړه وځړول .
مور مې شوه کونډه ، موږ درې واړه يتيمان پاتې شوو .
موږ يتيمان شوو خو د مور غېږه مې ،
موږ ته د شنه جنت تر ټولو ښايسته ټوټه وه
موږ يتيمان وو خو يوازې نه وو ،
زموږ د زړونو په گلباغ کې غوړېدلي وو د مينې گلان
موږ يو له بله ځارېدو او پر يو بل باندې مو سر ورکاوه
او موږ يوازې نه وو
او زه يوازې نه وم .
خو اوس ،
خو اوس چې هرې خواته گورمه يوازې تنهايي وينمه
هره شيبه د دې غمونو ځوانيمرگو د يرغل نښه يم
او هره ورځ د ناکاميو د اجل نښه يم .
تيت او پرک ، ټوټې ، ټوټې ، ريښې ، ريښې يمه اوس
ژوندون په منډو رانه ځي ، زه ورپسې يمه اوس
تا چې ليدلی وم لاليه اوس هغه نه يمه
اوس هغه مست او بې پروا ، هغه ساده نه يمه .
اوس د غمونو درانده غرونه پر اوږو گرځوم
د درې نسلونو ، ارمانونه پر اوږو گر ځوم .
راشه او ومې گوره ...

           ***
کابل ، ۴ اسد ۱۳۹۸

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۱۹ـ ۰۹۱۰

Copyright © bamdaad 2019