کـابـل

بيا ژړا ده د کابل هره کوڅه کې
واويلا ده د کابل هـره کوڅه کې
يزيدانو هــره خوا تورې اېستلي
کربلا ده ، د کابل هره کوڅه کې
***
شنې لوخړې پورته کيږي کابل سوزي
د پغـمان اوښـکې بهيـږي کابل سوزي
آسمايي  په چيغو  چيغو داسې وايي :
کابل سوزي ، ايرې کيږي کابل سوزي
***
کابل ژاړي ، نازولی کابل ژاړي
دښمنانـو زورولـــی کابل  ژاړي
چې مدام به يې خوله ډکه له خندا وه
اوس غمونو دردولی کابل ژاړي
***
يه زخمي زخمي کابله درنه جارشم
د افغان د پگړۍ گله درنه جار شم
د وحشت په اورکې سوزې ، ايرې کېږې
دود دې پورته له گوگله ، درنه جار شم
***
څومره خوار ، څومره بې وسه شوې کابله
چې آزار له هره خسه شوې کابله
د ماتم په ورځ دې هيڅوک په کار نه شول
ترخو پېښو ته بې کسه شوې کابله
***
پر کابل بلا  پرېوتې  وطنوالو
پر هر کور ژړا پرېوتې وطنوالو
هره خوا د وينو بوی ، د مرگ آواز دی
پر وطن وبا پرېوتې وطنوالو
***
کابل سوزي ، سرې لمبې دي ، کابل سوزي
کور په کور باندې جگړي دي ، کابل سوزي
سپن ديوان ورته د خير پر غونډۍ ناست دي
د سکروټو سلسلې دي ، کابل سوزي
***
تا په کومه گناه وژني وطنداره
قرباني يې بيا د کوم غاصب لپاره
ستا له ورانو کنډوالو نه نور څه غواړي
چې لاس نه اخلي دښمن دې له آزاره

***
د وحشي ستم دوران دی په وطن کې
هر قاتل اوس قهرمان دی په وطن کې
د وطن لمنه سره ده په سرو وينو
جوړ د سرو وينو باران دی په وطن کې .

( صدیق کاوون )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۱۹ـ ۰۱۰۷

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2019