د ملگری عسکر (چالاک) دوه نوی شعرونه


          اغیار


د دگر او د جیگر په نوم یی بیل کړو
د طایفی او د ټبر په نوم یی بیل کړو
څه شطل شطل جنکیږو بي له مخو
خدایه څه د مفت لښکر په نوم یی بیل کړو
له زاهد سره د مالکی کان ته لاړو
د جنت او د محشر په نوم یی بیل کړو
جادوکرو څه کانی راباندی وکړی
د لیډر او د لډر په نوم یی بیل کړو
موده وشوه چی ویده او برمده یو
څه د ذهن د حجر په نوم یی بیل کړو
شاه او خوا رانه د اور خطونه تاو دي
د جاسوس او ترهکر په نوم یی بیل کړو
مونږ به څو له ډي ډلکیو سره گرو یو
د غازی او د زړه ور په نوم یی بیل کړو
خلکو ویښ شی لږ هوښیار شی یو قوت شی
د ویده او ناخبر په نوم یی بیل کړو
ای عسکر (چالاکه ) جنک په خرابات دی
د مسجد او د مندر په نوم یی بیل کړو.

عسکر (چالاک)، قرغه یی ـ لغمان

 


                اخـتـر


ژوند چی غم لړلی وي خوښي او اختر څه معنا
کور په کور چی ویر وي دي کی زیب او زیور څه معنا
څو چی شاه زلمیان پخپلو وینو کی غوټی وهی
پیغلو ته نکریزی تور رانجه او گودر څه معنا
خپل په لاس چی وژنو دي دادا او د اکا زمن
دي کی اتل توب دي کی توپک او سنګر څه معنا
سوله چی فساد کی زولنه وي جنک ازاد کرځی
دي کی قومندان دي کی پاچا او قیصر څه معنا
ستا دي ټب لپاره چی پټی نشی ضماد نشی
دا له خطاکانو ډک استاد او رهبر څه معنا
سوله چی اسیره وي د جنک لږی اوږدی لاه
دا تیت او پرک او شړیدلی محور څه معنا
ساه چی رانه اخلی او د مړي مي توهین کوی
ما عسکر (چالاک) ته دا جکړه او لښکر څه معنا

عسکر(چالاک)   

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۱۹ـ ۰۸۰۶

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 Copyright ©bamdaad 2019