بـې وختــه ا‌ذان

 

څه پسرلی دی چې گلونه مې رژيږي پکې

چې خونړي ساړه بادونه راچليږي پکې
توپک د بل دی ، ورور زما يې پر اوږه گرځوي
جگړه د نورو ده ، زما وينه توييږي پکې
لوبه پردۍ ده ،خو سرونه پکې موږ بايلوو
اور د بل چا دی ، خو زمونږه کور سوزيږي پکې
د دين دوکان يې غوړولی جهادي يارانو
د دې وطن هستۍ ته گوره چې خرڅيږي پکې
ږيره دې کله شه ملا په دا بې وخته اذان
روژه دې لاړه ، لمونځ دې هم اوس قضا کيږي پکې
کله ويسکي د واشنگټن کله ودکا د مسکو
لږ څه يې پرېږدئ ، طالب جان ورو ورو مستيږي پکې
ويده ولس په وږې خېټه خوب د حورو ويني
د شنه آرمان خړه کوډله يې نړيږي پکې
د ده د کومې بدمرغۍ غمونه وژاړمه
زه يې له خوبه ويښوم ، دی لا ډوبيږي پکې .

( صدیق کاوون )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۱۹ـ ۲۹۰۵

 

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 

Copyright ©bamdaad 2019