عسکر چالاک، قرغه یی لغمان


آخ څنکه می ورکه کړی یی دا چا په جنک خرڅه کړی څومره وړیا زمونږ له کوتو ووتی ستا د حسن او خایست ماڼی ورځی تر بلی ړنکیږی یواځی ستا دښمنان مونږ ته ویجاړی کنډوالی او کنډرونه په میراث راپریږدی څه وکړم ته بهاوره مرغلره په ایرو او خاورو کی پرته یی چاته وژاړم وینی مي تویږی خپل کریوان ستا له غمه شکومه خو هیڅ کټه نلري نه مو خبر اخلی او نه دی سلامونه راځی .
سولی، چا وژلی یی مړه یی ودي مرم لوګی دي شم ای د سمندر ډوبی پیړی ولی بیکانه ښکاری خبری دی کونکی دي په راټولو دي نه پوهیږم ته په کوم غيشی دومره سوری سوری یی چی نه دي سلام راځی او نه می سلام منی زما د مټو زور زما ځوانی او زما ښکلاه تاپسی زوریږی .
نه نه ما په خپله مټی خوڅی کړی دي زه ستا په قدر او قیمت نه پوهیږم اوس نو د لویو او وړو ټپ سوری او خندنی یم ، اوس چی پدي کړوبه ملا هر څومره درپسی کرځم خدا زده که په لاس راشی ستا زړه ولی زما څخه دومره بد دی زه تا غواړم .



دلـتـه
دلته ځینی ستا په مړی نه ژاړي
ځینی د هیچا په مــړي نه ژاړی
څـه آســانه کار دی د انسان وژل
اخلی ورنه ساه په مړي نه ژاړي
غــوښی د زلمیانو لیــلام شــوي دي
مرک یی دی وړیا په مړي نه ژاړي
مونږ ځینی مشران مونږ نه لویان اخلی
زوی خپــل د بابا پـه مـــړي نــه ژاړي
تللی عاطفه زړونه یی تــیږی دي
دا زړونه رښتیا په مړي نه ژاړي
پیغلی ځوانیمرکو پسی ویر نه کړی
ځـــوان د شا لیلا په مړي نه ژاړي
مونږ پخپله یو د بل مري ریبو
ځکه مو دنیا په مړي نه ژاړي
ما عسکر (چالاک) خونریز لیدلی دی
دا تـــوره  بـلا  پــه مـــړي نــه ژاړي
(عسکرچالاک)

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۳۰۲

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.