د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند د دارالانشا د داډګیرنی پیغام

په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړچی د پښتو ژبې تکړه او ستر لیکوال، محقق، شاعر او ملی شخصیت ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار  په ۹۳ کلڼی عمر د ورپیښی ناروغی له کبله  وفات شوی او  له دی  نړی ئی سترګی پټی کړی.

انالله وانا الیه راجعون

ارواښاد سر محقق عبدالله بختاني  خدمتګار تکړه لیکوال، قلموال او قدرمن مشر و چې تل يې د پښتو ادب او کلتور د پياوړتیا او غنامندۍ لپاره، او د افغان ولس د بیدارۍ لپاره نه ستړي کیدونکي هڅي کړي دي او د پښتو ادب دیو ځلانده ستوري په توګه تل د خپلو خلکو په چوپړ کې پاتې شوای دی اوله  هغي څخه  د۱۱۰ په حدود کی ستر او ارزښتمن آثار په میراث پاتی ده.

دافغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند دارالانشا د ښاغلي ارواښاد سرمحقق بختاني  خدمتګار مړینه د افغان ولس او په خاص دول دهیواد ادبی تولنی لپاره یوه ستره تشه او ضایع ګڼي، ارواښاد ته د الله (ج ) له درباره ورته د فردوس د جنت غوښتنه او استدعا کوي، کورنۍ او دوستانو ته يې د زړه صبر او عظيم اجرغواړي. دغه ستر غم کې ځان شریک ګڼي.

په درنښت

پوهاند داکترمحمد داوود راوش

د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند رییس

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۱۸ـ ۲۶۰۲