د ښونکي ورځ

د ښونکي مقام تر بل هر چا لوی اود درنښت وړ دی. هغه کوشنې ماشوم چې نوی دخبرو کولو چانس تر لا:سه کړي اود زده کړو له پاره ښونځي ته مخه کړي لو مړنې شخص چی دده کوشني ماشوم د روزنې دنده سرته رسولو ته ملاتړي هغه ته ښونکې وايي ښونکې لارښود رهنما معنوي پلار استاد او نور ورته ويل کيږي.

کله چې کوشنۍ ټولگې ته داخل شي استاد ورته په لومړي کې زده کونکو ته د مور او پلار درناوی دسلام اچول دکاليو پاک ساتل د ښونځي يو لړ ساده قوانين ورزده کوي، او کله چې زده کونکې قلم کتاب او کتابچه تر لاسه کړي اول دالف توری زده کوي چې الف ډېری ما ناوی لري بيا نور توري زده او جملې کلېمې تری جوړوي لوی ليکوال، اديب، هنرمند، شاعر، سياستوال، اينجنر، پيلوټ ( هواباز» بڼوال،کښتگر،د ، حيواناتوروزونکې، ډاکتر،کهانورد،لوی نظامي افسر،د وطن پالونکو روزنه اونوری زده کړي سرته رسوي چې ددی مقامونو روزونکې ښونکې دی اوبس.

خود په وروسته پاته ټولنو کې د ښونکې د درناوي او حرمت لپاره کمې کړنې سرته رسيږي .که دافغانستان د ښونکو اوسني حالت ته و گورو ، زموږ په هيواد کې ښونکې تر بل هر چا ډېری ستونزی لري معاشونه کم د اوسيدو لپاره مناسب چاپيريال نه موجوديت دژوند له ټولو وسايلو نه محروم قشر همدا ښونکي دي.

د يوه باتجربه ښونکې  مياشتنې معاش تر ۱۳زره افغانيو زيات نه دی دا معاش که محاسبه شي که يو ښونکې يوه ميرمن دری بچيان ولري د پلازمېنی کابل په يوه ناحيه کې دنده سره ورسوي دده ميرمن هم د کور ښځه وي يانی کارونه لري دا ۱۳زره افغاني پر مياشت وويشل شي يانې د کور کرايه ۷زره افغانې د بريښنا بيل ۵سوه افغانې د موټر هرورځ کرايه ۶۰۰ افغانی،د غرمې وچه يوه ډوډې ۲۰ افغانې ۵۰۰ افغانې،پاته شوی ۴۴۰۰افغانۍ  په دی ۴۴۰۰ روپيو د مياشتی ټوله کورنۍ وچه ډوډی لرگيغوړي کالي، دوا ،چای، بوره اخستې شي؟

نه خير هيڅکله :

چارواکو ته دا څو کرښې وليکل شوی حامد کرزي او داکتر غني ښونکو ته تغهد سپارلی وو .چې دوی به ښونکو ته يوه نمره ځمکه د کورونو لپاره ور کړي دا کا ونه شو دوی هم ملامت نه دي ځکه ځمکې ټولی غاصبينوغصب کړي  ځمکه نه ده پاته ټولې ځمکې استاد سياف او دده سړو، استاد رباني اودده مشرانو، استاد خليلي اودده ورونو، حامدکرزي او دده خپلوانو، د پير صاحب زامنو ، او لويو قومندا نانو چور کړی ښونکې ته کومه ځمکه وويشي؟ د ښونکو معاش له کومه مدرکه ور کړي يا زيات کړي ځکه ډالر خود سلاکارانو بهرنيو کارمندانو ، او چارواکو له پاره کفايت نه کوي دوی خو د مياشتی په لکونو ډالر مصارف لري ټول ملي پوليس د چارواکو باډي گاردان دي جنگ ته بيوزله او غريبان استول کيږي د واسطه لرونکو زامن گاردان دي د هر وکيل ، سناتور، وزير، والي جنرال، جهادي ټوپکمار سره تر ۶۰ تنو گاردان وي اوردو او پوليس دلته ويشل شوي په نظامي گارنيزون يا امنيتي پوستو کې تل د فرسونل د کموالي غږ پورته کيږي.

د سراعلاقومندان او اجرايه مشر او نورو چارواکو د توجو وړ: د ښونکې ورځ دی ددی ملت رښتينو خلکو او ښونکو ته مبارک وي.

  بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۱۷ـ ۰۵۱۰