« زمـا یـار او همــرزم »

متن کامل سخنان رفیق صدیق کاوون در مراسم یاد بود و ارجگذاری از شخصیت رفیق شفیق الله توده یی

 

 

« دا دی یو کال له هغې شومې او بدمرغې ورځې څخه تیریږی چې د افغانستان د خلکو مبارز او وطنپال زوی،ملگری شفیق الله توده یی خپل ابدی سفر پیل کړ او د ژوندانه له اغزنې او کږلېچنې کرښې پورې ووت .

اجازه راکړئ ددې غمجنې پېښې له امله د خپل تاثر او تالم مراتب د ارواښاد ملگری توده یی درنې کورنۍ، په ځانگړی ډول د هغه محترمې مېرمنې او د ژوند ملگرې او هملارې ته وړاندې کړم.

همدا راز غواړم د ارواښاد ملگری توده یی سیاسی کورنۍ، د هغه گران گوند او همرزمو ملگروته تسلیت ووایم .»

زما او ملگری توده یی دوستی او ملگرتوب، ډېر کلونه پخوا ،په څلوېښتمو لمریزو کلونوکې، هغه وخت چې موږ دواړه د لغمان د روښان لیسې زده کوونکی وو ، پیل شوه .قصه داسې وه چې هغه مهال په افغانستان کې د ښوونکو کمښت و . د دې ستونزې د حل په موخه د معارف وزارت د هېواد په اکثره لیسو کې د «مستعجل» په نامه تدریسی څانگې پرانستې وې .د دغو څانگو تعلیمی نصاب داسې جوړ شوی و چې د لیسې د شپږو کالو درسونه به په دریو کالوکې بشپړ کېدل. په دې معنا چې زده کونکو به د لیسې د زده کړو دوره له اووم ټولگی څخه پیلوله او په نهم ټولگی کې به یې پای ته رسوله.

توده یی د خپل غښتلی استعداد او له معلمۍ سره د علاقې پر بنسټ، د مستعجل څانگه غوره کړې وه او غوښتل یې چې د معلمۍ له لارې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړی او د هېواد په تروږمۍ گوټونو کې د علم او پوهې ډیوې بلې کړی.

له بده مرغه د هغه تعلیمی کال په پیل کې،چې د توده یی د فراغت کال و، د مستعجل تعلیمی څانگه له منځه ولاړه او د دغې څانگې زده کوونکی پر نورو ټولگیو ووېشل شول.توده یی له خپلو یو شمېرنورو ټولگی والو سره زموږ صنف ته را وپېژندل شو او په دې ډول،موږ همصنفیان شوو.

زموږ لیسه د شنو چمنونو او جگو چنارونو لیسه وه.کله به چې هوا توده شوه، نو موږ به تر چنارونو لاندې په آزاده فضا کې درس وایه.د هغه وخت سیاسی فضا داسې وه چې په سیاسی جریانونو پورې اړوندو کسانو به کوښښ کاوه له هرې مناسبې شیبې نه گټه واخلی او خپلې اندېښنې له نورو سره شریکې

کړی او د جلب او جذب چاره پر مخ بوزې.په هره تفریح کې به د ښی او چپو سیاسی سازمانونو د غړو ترمنځ بحثونه کېدل.

د تلې د میاشتې د دوهمې نیمایی یوه ورځ وه. زموږ تعلیمی کال تازه پیل شوی و.هوا توده وه او موږ د نورو تودوورځو په شان د یوه چنار سیورې ته ناست، او ښوونکی ته منتظر وو.نه پوهېږم د کومې موضوع پر سر مباحثه پیل شوه.د بحث یو لوری د ښی افراطی اخوانی جریان اړوند کسان او بله خوا یې موږ دواړه وو.د بحث په بهیر کې وپوهېدم چې سره له دې چې موږ په سیاسی لحاظ لا یوبل نه پېژنو،خو دواړه همفکره او همرزمه یو.

شفیق الله د خپل قوی منطق او استدلال په برکت د بحث مقابل لوری له ماتې سره مخامخ او خاموشه کړ.

له هغې ورځې څخه زموږ ملگرتیا او وروری پیل شوه، اود زمان په بټۍ کې پخه او ټینگه شوه.په گډه مو په ورځنیو سیاسی بحثونو کې برخه واخیسته اوخپلې حزبې دندې مو پرمخ بوتلې.په ټولگی کې د شفیق الله شتون ماته داسې و، لکه تر شا مې چې غرولاړ وی.که به په تفریح کې له چا سره په بحث واوښتم هغه به ځان په بیړه راورساوه او زما استدلال ته به یې قوت ورکړ.

شفیق الله توده یی د ځوانۍ په هماغو تاندو او تنکیو کلونو کې خپل ټول توان او انرژی د خپل گوند تر بیرغ لاندې د آزادۍ،دموکراسۍ او ټولنیز عدالت د تامین چارې ته ځانگړې کړې وه.هغه په تمامه معنا یو انقلابی مبارز و.له درسه وروسته به یې ټوله ورځ په حزبی فعالیتونو تېروله.له کتاب او مطالعې سره یې ځانگړې مینه درلوده.که له ملگرو څخه به څوک د کوم کار لپاره کابل ته تلو، نو توده یی به ورته حتمن د څو کتابونو د راوړلو سپارښتنه کوله.

په لږ وخت کې په لغمان کې زموږ گوندی کړیو پراختیا ومونده.د گوندی غړو شمېر ورځ په ورځ ډېرېده او د زده کوونکو په منځ کې زموږ سیاسی او سازمانی فعالیتونو رونق پیدا کاوه او اعتبار مو زیاتېده،چې ددې پرمخ تگ او بریو زیاته برخه، د توده یی د کار اوزیار نتیجه وه.

ډېر ژر،تور او ارتجاعی قوتونه په دې و پوهېدل چې که وضعیت په همدې ډول پرمخ ولاړ شی نو بیا به دوئ ته د سیاسی کار او فعالیت میدان تنگ شی او ددوئ گټې به له خطر سره مخامخ شی. هغوئ زموږ د ملگرو په منځ کې ترټولو فعال او هڅاند حزبی کدر شفیق الله په نښه کړ او هغه یې دکلنیو ازموینو په بهیر کې، د یوې تورې او سنجول شوې دسیسې ښکار کړ او د زده کړو دروازه یې ورته پرمخ وتړله.

هغه چې له علم او پوهې سره بې کچې مینه درلوده،په ځوانه ځوانئ کې، له زده کړو څخه محرومېدل ورته د ژوند ترټولو غمجنه فاجعه وه . خو څرنگه چې د لوړ مورال او ټینگ عزم خاوند و،خپله روحیه یې له لاسه ور نه کړه او د خپلو سیاسی او حزبې اهدافو د تامین په کار کې لانور هم هوډمن او لانور هم غښتلی شو.

د چنگاښ میاشت وه. له ښوونځی څخه د ملگری توده یی له اېستلو څخه څو اونۍ تېرې شوې وې،یوه ورځ چا راته وویل چې ملگری توده یی سخت ناروغه دی.د هغې ورځې

په سبا، زه د ارواښاد امان الله ژغورندوی په ملگرتیا چې هغه مهال زما گوندی منشی و، د هغه پوښتنې ته ورغلو. ملگری شفیق الله توده یی د خپلې ترور په دېره کې،د یوې شنې ببرې ونې لاندې په یوه کټ کې پروت و.زموږ په لیدو یې یوه ترخه موسکا پر شونډو وغوړېده،لکه ژوبل گوربت چې د الوتلو هڅه وکړی لږ نیمخېزه شو خو کېناستای نه شو.شونډې یې وچې او رنگ یې تښتېدلی و.ښکارېدل چې ناروغی یې غښتلی بدن پوره زبېښلی دی. زه ور نژدې شوم پر تندی مې ورته لاس کېښود،تبه یې وه او تندی یې لکه سور اور تود و. ناڅاپه مې پام شو چې بدن یې په ببرو سور رنگه وېښتو پوښل شوی،ورته ځیر شوم،و پوهېدم چې خبره څه ده.ما لا خوله نه وه خلاصه کړې چې پخپله یې وویل:ما نه غوښتل خو ترورمې مجبور کړم.خفه کولای مې نه شوه،هغه ماته لکه زما مور هومره گرانه ده.

ددغې صحنې په لیدلو ډېر غمجن شوم او د څو شیبو لپاره مې د خبرو کولو توان هم نه درلود.توده یی چې زما دغه حالت ولید راته و یې ویل چورت مه وهه نه مرم.ځوان یم د مرگ زور راباندې نه رسیږی.ما ورته وویل باور لرم چې نه مرې او تر اوسه دې له سلو گلو یو گل هم نه دی غوړېدلی.ته لا د ژوند اوږده لاره په مخ کې لرې د مرگ خبره مه کوه.زه په دې متاثر شوم چې موږ دومره ناتوانه یو چې خپل ناروغان د دوا او ډاکتر پر ځای د حیواناتو په پوستکو تداوی کوو.بیا مې ترې وپوښتل چې د راتلونکی لپاره دې څه فکر کړی. هغه راته وویل چې نور راته په لغمان کې پاتې کېدل بې گټې ښکاری،کورنۍ مې کندز کې ده شاید هلته ولاړ شم خو لومړی ځم کابل ته وگورم چې ملگری څه وایی.

تر هغه وروسته مې ډېر کلونه ملگری توده یی و نه لید . په لغمان کې پر موږ ډېرې بدې ورځې راغلې او توده یی په بغلان کې ډېرې له درده ډکې پېښې و زغملې .

کلونه واوښتل،سیاسی گردلې او توفانونه یو په بل پسې راغلل او تېر شول خو موږ دواړو، لکه د نورو زرگونو ملگرو غوندې خپلې سپېڅلې لارې ته دوام ورکړ او خپلو هوډونو او ارمانونو ته ژمن پاتې شوو.

د ۱۳۵۹ کال په لومړیو کې یوه ورځ د کوم کار له پاره د گوند مرکزی کمیټې ته تلم.زه لا د مرکزی کمیټې د ودانۍ دروازې ته نه وم رسېدلی چې چا راباندې غږ وکړ : وطنداره چېرته ځې . شاته مې وکتل، زما د سختو کلونو ملگری، زما ورور، زما یار او همرزم شفیق الله توده یی و چې په خندا زما خواته راروان و. موږ لکه دوه مسافر ورونه چې اوږده کلونه یې یو له بله سره نه وی لیدلی،په غېږه کې سره ونیول او د خوشالۍ اوښکې مو تویې کړې.بیا یې راته په بیړه بیړه،د څو کالو قصه په څو دقیقو کې وکړه.له ناروغۍ وروسته کابل ته د تگ قصه او له گوندی مشرانو سره د لیدو او وروسته بیا بغلان ته د تلو قصه او دا چې څرنگه زده کوونکی شفیق الله په «جانان » دهقان واوښت او د دهقانۍ تر څنگ یې هلته د بزگرانو په منځ كې توده یی کار پیل کړ او پخپله هم توده یی شو.

هغه دا هم راته وویل چې اوس د بغلان د گوندی ولایتی کمیټې منشی دی اوزیاته یې کړه هر کله دې چې خټکیو ته زړه وشو پلخمری ته راتلای شې او زما له خوا له همدا اوسه دعوت یې .

تر هغه وروسته به چې هر کله کابل ته د کوم کار لپاره راغی،زه یې خبرولم او د کاری مشغولتیاوو سره سره به مو خپلو قصو او بنډارونو ته وخت پیدا کاوه.

وروسته بیا، هغه مهال چې په لغمان کې حالات کړکېچن وو توده یې لغمان ته واستول شو. هلته یې هم په پاک لاس او سپېڅلی زړه، خپلو خلکو ته خدمت وکړ.اوخپل ټول توان او انرژی یې دخپلو انسانی او شریفانه آرمانونو د عملی کېدو چارې ته وقف کړل.

د لغمان له سپین ږیرو او قومی مشرانو سره یې دسولې او امن د راتلو په موخه اړیکی ټینگې کړې اوپر دولتی حاکمیت یې د خلکو باور راژوندی کړ، خو له بده مرغه د ځنو لنډپارو سیاستونو په پایله کې له کاره گوښه او په لغمان کې د هغه، توده یی کارونو او جوړوونکو پلانونو ته د پای ټکی کېښودل شو.خو له دې سره سره، توده یی د خپل ویاړلی ژوند تر پایه، خپلو لوړو آرمانونو ته ژمن پاتې شو او د هغو د تحقق لپاره یې دتل په شان خپل ټول ژوند او امکانات وگمارل.

رفقای ارجمند،

شناسنامه وطنپرستانه زنده یاد رفیق توده یی، کار و پیکار عدالت خواهانه او در سال های پربار زنده گی اوست که به حق می توان به آن افتخار کرد.او برای رسیدن به دنیای پر فروغ آزادی، دموکراسی و عدالت اجتماعی هزاران خطر را به جان پذیرفت، بی هراس و بی تزلزل، آگاهانه و مصمم، همراه و همگام با یاران و همرزمانش به پیش تاخت و لحظه یی هم دراین راه دشوار و پر پیچ وخم از خود ضعف نشان نداد و از پا نه نشست.

باری یکی از یاران نو به دوران رسیده در آن زمان، شکوه آمیز گفت که « توده یی با موضعگیری هایش،بهترین شانس های پیشرفت را ازدست داد.» من به پاسخش به شوخی شعر معروف قاآنی را یاد آورشدم که گفته بود :

رسم عاشق نیست با یک دل دودلبر داشتن

یا ز جانان یا ز جان باییست دل برداشتن

ناجوانمردیست چون جانوسیار و ماهیار

یار دارا بودن و دل با سکندر داشتن .

راستی هم، توده یی، به خاطر به دست آوردن مقام و موقف،هیچ گاه و با هیچ کسی بر سر اصول و موازین عقیدتی اش معامله نکرد و به زور و زر، سر تسلیم فرود نیاورد.

رفقای ارجمند،

به باور من شایسته ترین بزرگداشت ازرفته گان عزیز ما، منجمله رفیق توده یی،ادامه دادن راه پر افتخار آنان و تحقق آرمانهای بزرگ و شرافتمندانه شان است.

اینک ۲۵ سال از سقوط فاجعه آمیز حاکمیت وفروپاشیی حزب دموکراتیک خلق افغانستان (حزب وطن) می گذرد ولی سوگمندانه برخی از رفقای دیروز هنوز هم به سیاه كردن دیگران و سفید کردن خود اشتغال دارند. دردا و حسرتا که انشعاب و پراکنده گی در میان اعضا و هواداران سابق حزب دموکراتیک خلق افغانستان (حزب وطن) هنوز هم ادامه دارد و ما هنوز نتوانسته ایم خلای موجودیت یک چپ نیرومند را در کشور، پر نماییم.

درحالی که وضعیت فاجعه بار کنونی کشور،مساله وحدت و اتحاد نیروهای ملی و دموکراتیک،ترقی خواه و وطن پرست را به امر حاد و تاخیر ناپذیر تبدیل کرده است،تعدادی از یاران دیروز ناشیانه به اختلافات دامن می زنند و آگاهانه، یا نا آگاهانه آب به آسیاب تاریک اندیشان سیه کار میریزند.

عده یی هم به امید ره یافتن به خوان گسترده نیروهای سیاه اهریمنی درونی و برونی، زبونانه، پوز بر آستان دشمنان سوگند خورده خلقهای ستمکشیده افغانستان میسایند و زبونانه تر اینکه بر تمام گذشته افتخار آمیز رزمنده گان راه رهایی مردم افغانستان از چنبره استبداد ستمکیشان،خط بطلان میکشند و آنرا زیر سوال میبرند.

«باکم از ترکان تیر انداز نیست طعنه تیر آورانم میکشد» .

رفقا، ما به فضای گفت و گوی سالم نیاز داریم . ما به ایجاد اعتماد متقابل،تفاهم وهمدیگر پذیری نیاز داریم.با خود بزرگ بینی و کوچک شمردن دیگران نمی توان به جایی رسید.ما باهم نیرومند استیم. نیروی ما در وحدت ماست.

ما تنها با نقد سالم گذشته می توانیم راه را به سوی آینده بگشاییم.باید بدون هراس اشتباهات و کجروی های خویش را پذیرفت و در صدد اصلاح آنها برآمد.

ما باید با در نظرداشت شرایط متفاوت کنونی در داخل کشور و جهان، خط مشی سیاسی خویش راترتیب نماییم و پروسه های جاری در کشور وجهان را با دید نو و واقعبینانه ارزیابی کنیم .

افغانستان مانند کشتیی شکسته در بحری از خون و آتش شناور است.آنانی که خود را ناجیان کشور جامیزدند، دکانداران سیاسیی بیش نیستند.آنان سال های طولانی زیر نام دین، دین فروختند، زیر نام آزادی، کشور آزاده ما را به اشغالگران تسلیم کردند و زیر نام عدالت اسلامی ثروت اندوختند وبر جان و مال و ناموس مردم تاختند.

رفقای عزیز،رزمنده گان آزاده و سربلند،

چشم امید مردم رنجکشیده افغانستان به سوی شماست.شما می توانید با وحدت تان هسته مرکزی اتحاد تمام نیروهای ملی و دموکراتیک، ترقیخواه و وطن پرست را بیافرینید.شرایط کشور فوق العاده حساس و بحرانی است .تشکیل جبهه متحد ملی برای تامین صلح، آزادی،عدالت اجتماعی و دفاع از تمامیت ارضی کشور در دستور روز قرار دارد.نیرو های سیاه اهریمنی داخلی و خارجی در کمین نشسته اند.برخی از کشور های آزمند و شرارت پیشه همسایه، برای کشورما نقشه های خطر ناکی در سردارند.

آنها سعی می ورزند با استفاده از افراد و نیروهای مزدور، مردم باهم برادر ما را بهم بیاندازند تا به اهداف ناپاک خود برسند.گاهگاهی این صداهای ناهنجار از گلوی برخی «انترناسیونالیست» های دوآتشه دیروزی نیز شنیده میشود که شرم شان باد.

افغانستان خانه مشترک تمام افغانهاست.کسانیکه به اختلافات قومی،زبانی،محلی و مذهبی دامن میزنند نمیتوانند در رده های یک حزب مترقی جای داشته باشند.

رفقای ارجمند ،

بیایید با استفاده از احتفال شکوهمند خاطره تابناک رفیق شفیق الله توده یی که چون ستاره پر فروغ، در غربت غمبار غرب، غروب کرد، پیمان خویش را بار دیگر با مردم در خون خفته افغانستان تازه کنیم که راه رفته گان خویش را که راه آزادی،حاکمیت ملی، دموکراسی،عدالت اجتماعی و راه رهایی زحمتکشان کشور از یوغ ستم و استثمار است،با استواری و متانت ادامه میدهیم و پرچم آزاده گان را بلند و در اهتزاز نگهمیداریم .

یاد رفیق توده یی و تمام رفته گان و جان باخته گان سرخروی ما، زنده و جاودان باد !»

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۷ـ ۲۴۰۷