افغان اتله ميرمن به د غلامی کړۍ ماتې کړی!

د مارچ د اتمی په وياړ

حکیم روان

نازو ، زرغونه او ملالئ ، ژان دارک، مور تیریزا، روزالوکزامبورګ،سوزان . ب . آنتونی، الیس پاول ،لوسی برن ، الجزایری جمیله او په زرګونو نوری ښځې او دهغو له ویاړه ډکې او نه هيریدونکې کارنامې د انسانی تاریخ ستره او پرتمینه برخه جوړه کړی ده .
ښځې د انسانی ټولنې پوره کونکی نیمائی ده . انسان او انسانیت د ښځې د خلاق او جوړوونکی رول زېږنده دی په داسې حال کې چې اوس په مدنی ټولنو کې د ښځو لوړ رول ته په درنه سترګه کتل کیږی ، خو ددې سره سره زمونږ د بې نیاوه نړئ په ډېرو برخو کې ، ښځې بر سېره پر عمومی بې وزلیو او محرومیتونو د ځانګړو انسانی ضد بندیزونواو محدودیتونو سره لاس او ګریوان دی .
په افغانی ټولنه کې د ښځو د مرئیتوب پر غیرعادلانه طلسم باندې لمړنئ مرګونئ ګوزار امانی نهضت وکړ، خو ډیر ژر سقاوی تورتم د ښځو د خلاصون لارې او ګودرونه وتړل ، د افغان ټولنې او په ځانګړی توګه د ښځو د آزادئ او رڼا مخه یې ډب کړه او یو ځل بیا یې نوی د خلاصون راټوکیدلی هیلې د ښځو سره یو ځای د تورتم او ستم د تورو تمبو شاته ځنځیر او زولانه کړې .
خو د ښځو د آزادئ پیل شوی هنګامه او غوغا یې غلی نه کړای شوه . ښځو ورو ورو او په نامحسوسه توګه د ټولنیز ژوند په مختلفو برخو کې د ظهور او حضور جریان او پروسه ژوندئ وساتله .د مشروطیت د غښتلی غورځنګ دواړو برخو، د ښځو د مرئیتوب پر ضدد ښځو د آزادئ او د هغو انسانی حقوقو ته د درناوی توغونه اوچت وساتل .
خو د ټولنې دبرلاسی او واکمن استبدادی فرهنګ په چاپيريال کی د انسان آزادی او حقوق او په ځانګړی توګه د ښځو هویت ، آزادی او حقوق سلب دی. دا فرهنګ ښځې ته یواځې د بې عدالتیو د زغملو ، د بې پوښتنې او بې ځوابه اطاعت، تسلیميدو او ړندې پیروئ په حق قایل دئ . په دې فرهنګ کې ښځه له سړی نه ټیټه ده ، او باید دسړی پالنې غیر عادلانه دود اوزنګ وهلی سنت په پټو سترګو ومنی . دا فرهنګ هیڅ کله د سړیو په حق کې هم نه دئ ، بلکې ټولنیزه بې عدالتی او بې انډولی ، د ټولنې ظالمانه او غیر عادلانه وېش او د انسان بې وزلی او بې حرمتی ددې فرهنګ له ريښو څخه تغذيه کيږی .
که څه هم د مدنی حقوقو له مخې ښځه او سړئ په حقوقی لحاظ یو د بل سره برابر دی ، خو دا دلمر په شان څرګند او روښانه حقیقت دئ چې د ښځې مقام او منزلت اصولأ له سړی نه لوړ دئ . « هغه لاس چې زانګو زنګوی ، نړئ زنګوی» . د واکمن استبدادی فرهنګ په محیط کې ښځې له درناوی او وړ منزلت نه بې برخې دی ،خو ښځې دی چې نړئ ته یې پیغمبران ، فیلوسوفان ، عالمان ، شاعران او اتلان وړاندې کړی دی .
د انسان په پیدا کیدو کې دښځې او سړی رول برابر دئ – خو نهه میاشتې ښځه خپل بچئ له خپله تنه تغذیه کوی او له پیدا کیدو وروسته بیا په میاشتو میاشتو شیدې ورکوی او د ماشوم روزنه او پالنه کوی، له دې امله د ښځې رول د ټولنې د دوام او تشکیل په پروسه کې بنسټیز اهمیت پیدا کوی .
ښځه نه یواځې د عاطفې ،مهرابانئ ، ترحم ، انسانیت او لوړ معنویت مظهر دی، بلکې د انسان د کرامت د روزونکی او جوړوونکی رول هم لوبوی . که څه هم په ټولنیز ژوند کې د ښځې رول د سړی په پرتله د ټولو لوړتیاو او ترجیحاتو سره سره کمرنګه او کمزورئ ښودل کیږی ، خو همدا ښځه ده چې د سړی مور ده!
او همدا ښځه ده چې د انسان د شرافت او عظمت پیل او مبداء جوړوی .
افغانې شریفې او پاک لمنې ښځې د نړئ پر مخ تر ټولو بې وزله او محرومې ښځې دی .جهادی او طالبی ناتار نه پرېږدی چې زمونږ پتمنې ښځې د نړئ د آزادو هیوادو د ښځو په څير د ټولنیز ژوند ډګرونو ته په سرلوړئ سره راووځی او د کرکجنو بنیادګرو تروریستی او جنګ غوښتونکو سیاستونو ته چې هره ورځ د دوی بچیان بلهاری کوی ، د پای ټکئ کیږدی او نه پريږدی څو د سولې او صفا ، انسان او انسانیت ته د درناوی ، دعدل او انصاف، د دوستئ او ورورولئ چال چلند بناء شی .
د یادولو وړ ده چې د ښځوامانی نهضت او د ښځو په حق کې نور غورځنګونه له دې امله په زړه پورې او مطلوبو پایلو ته ونه رسیدل ، چې ابتکار یې د ښځو په لاس کې نه وو او له بده مرغه تر اوسه د سړی انحصاری رول ادامه لری . سړی د ښځو ورځې نمانځی ، د ښځو غوښتنې را پورته کوی او د هغو د حقوقو څخه د دفاع ډبرې پر سینه ماتوی ،د خپلې مور ، خور ، ميرمنی او لور سره يو ځای د ښڅو د حقوقو څخه د دفاع له پاره له کوره نه راوځي او ددې زړه او جرئت نه لری چې خپله مور او خور ، میرمن او لور د ښځود حقوقو څخه د دفاع ستر او له ویاړه ډک کار ته وهڅوی او يا لږ تر لږه په دې ځان پوه کړی چې د ښځو له پاره دحقوقو او آزادۍ غوښتل د ښځو کار دی .له دې امله چې سړی په ټولنه کې د ښځو په پنځوونکی او نوښتګر رول باور نه لری او د ښځې ونډه په ټو لنيزو فعاليتونو کې د هيڅ سره برابره بولی ، فکر نه کوی چې سړی په خپله د منځنيو پيړيو د یوه سړی سالاره قبيلوی فرهنګ اسير دی ، تر څو ځان د وروسته پاتی والی له اسارت څخه خلاص نه کړی ، د نورو د خلاصون د پاره به د ډيرو لږو څه کولو وس ولری . سړی سالاری نه يواځې ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې کړی دی ، بلکې هغوی يې د خپلو حقوقو له غوښتلو هم محرومې کړی دی .
په امریکا کې سوزان .ب . آنتونی د ښځو د انتخاب د حق د ترلاسه کولو د پاره زندانونه او جریمې وزغملې او د ښځو د حقوقو څخه د دفاع ټولنې یې جوړې کړې ، همدا هڅې او الې ګولې د نورو اتلو ښځو لکه آلیس پاول او لوسی برن په واسطه تعقیب او وپالل شوې او د امریکا د ښځو د ملی ګوند بنسټ یې کښېښود ، تر څو چې د امریکا سړی سالاره (پاتریال کال )غیر عادلانه ټولنیز جوړښت یې په ۱۹۲۰ زیږد کال کې د ښځو حقوقو او آزادئ ته د درناوی لپاره په ګونډو کړ .
د ښځو د آزادئ غوښتنې غورځنګ د تاریخی پلوه نوی او ځوان غورځنګ بلل کیږی ، خو د مضمون او متن له لحاظه پراخ پرګنیز او بې سارئ ارزښتناک ټولنیز غورڅنګ دئ .
افغان اتلې ميرمنې باید د منځنیو پيړیو د استبداد د ملاماتوونکو فشارونو او بندیزونو څخه د خلاصون له پاره ، د سړیو د آزادی بښونکو هڅو تر څنګ خپل مستقل دفاعی ، سرښندونکی ښځینه غورځنګونه را مینځ ته کړی . افغان ښځې نور باید د ستم مننې زاړه فرهنګ ته د پای ټکئ کيږدی . آزادی او برابری ، د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پراخه ونډه د ښځو مسلم او انکار نه منونکئ حق دئ .
د بده مرغه انسان د علمی او تخنیکی سترو او حیرانوونکو بریالیتوبونو او لاسبریو په پيړئ کې لا تر اوسه د ښځو د حقوقو د تأمین او په ټولنه کې د هغې د نقش او رول په راژوندی کولو ، نه دئ بریالئ شوئ . د بشر د حقوقو څخه د ښځو محرومیت نه یواځې د ټولنې د پوره نیمائی یعنې ښځو درد او کړاؤ دئ ، بلکې د سړی درد او کړاؤ هم دئ . وايي چې : « ښځه د سړی کالی دی »، په دې مانا چې ښځه د سړی عزت ، پرده ، آبرو ، شرافت ، ننګ او ناموس دئ . ښځه د سړی د ژوند ملګری ده ،سړی بی له ښځې نيمګړی نيمه خوا دی . د ښځې درد ، محرومیت او بې حقوقی سیخه او سیده د سړی له درد او محرومیت سره تړاو لری .
افغانې ښځې نه یواځې د سړی په بند اواسارت کې دی ، بلکې په خپل ټولنیز چاپيریال کې رنګارنګ اسارتونه زغمی . د لیک او لوست څخه د ښځو ډله ایز بې برخيتوب او د ټولنې په فرهنګ کې د هغه ځای تشه په ټولنیز ژوند کې د ښځو رول د هیڅ سره برابر کړئ دئ . زمونږ ښځې حتی خپل محکومیت او اسارت هم نه شی درک کولای .نه پوهیږی چې اسیره او بې برخې ده او داسې تلقین شویده چې ګوندې اسارت او محرومیت د ښځې د طبعیت او سرشت سره تړاو لری . ښځې د نارینه سره یو ځای د اسلام مقدس دین ته مخه کړیده اوپه ډېر اخلاص د خپل دین پیروی کوی ، خو نه پوهیږی چې ولی ټاکلی کړئ د اسلام د مقدس دین د نامه څخه د ښځو بې برختوب ، محرومیت او بې حقوقی توجیه کوی ؟ قرآن کریم د جنس ، نژاد او نسب توپیر ته قایل نه دئ ، ځکه وایی چې د خدای په نزد هغه څوک بهتر دئ چې تقوا ولری . د نر او ښځې ، تور او سپین ، قوم او نسب تر منځ د خدای له نظره توپیر نه شته .د اسلام مقدس دين د عربو د جهالت په وړاندې د ښځو سره د زور زياتی پر ضد د ښځو له انسانيت څخه دفاع وکړه خو نن د اسلام ټيکه داران د ښځو د بی حقوقي او اسارت له پاره وينی تويوی .
په نړئ کې د اسلام د مقدس دین د خپریدو څخه نږدې ۱۴۰۰ کاله تیریږی ، خو د قرآن کریم د څرګندو لارښونو پر خلاف د مسلمانو ښځو مرئیتوب او محرومیت تر اوسه د اسلام څخه د مخه پيړیو په څير په ډېر کم توپیر سره ځای پر ځای پاتې دئ .
زمونږ بدمرغی بیا تر ټولو زیاته ده ، داسې چې د دین ټیکه داران زمونږ د ښوونځيو د معصومو نجونو پر مخونو تيزاب شیندی ، د نجونو مکتبونو ته اورونه اچوی او په اسارت کې د ښځو د ساتلو د پاره هر بګنوونکی جنایت او وحشت ته لاس اچوی .
جهادی او طالبی ناتار ، افغانې ښځې نه یواځې په دین کې د ښځو د رښتینې مقام او حیثیت څخه محرومې کړی ، بلکې په افغانی دود او رسومو کې یې د ښځې پر ونډه بندیزونه لګولی دی .
په داسې حال کې چې افغانې ښځې د پيړیو را هیسې د منځنیو پيړیو په تورتم لاهو دی ، زمونږ د ټولنې دا تر ټولو زيان منونکی او کمزوری برخه د جهادی او طالبی بربریت او وحشت د خونړیو بریدونو او ملاماتوونکو بندیزونو او تیریو غوره هدف ګرځیدلئ دئ . د جهادی – طالبی انارشی په دوران کې په سلګونو ښځو ځانته اورونه واچول ، او په ځان وژنو یې لاس پورې کړئ دئ .طالب وحشيان د ټولو اسلامی ارزښتونو پر خلاف ښخې په عام محضر سنګساروی . دطالبی او جهادی مغولو په واکمنی کې د افغان ميرمنو پوزې او غوږونه پرې کيږي او غواړی په خپل وحشت سره نړيوال وبوګنوی . همدارنګه افغانو ميرمنو په ډله ایزه توګه د جهادی – طالبی وحشت ، اسارت او محروميت ، تيريو او بې عدالتيو څخه ، د هيروئينو او مخدره موادو یوه بل وحشت ته چې د همدې وحشت زېږنده ده ، پناه وړی ده .
د افغانې ميرمنې نننئ حالت ، محرومیت او بې حقوقی د بنیادګرو دناولی ماهیت او بګنونکی څيرې بهترین څرګندوی دئ .
بنسټ پالونکی د دينی احکامو له مخې نه بلکې دمنځنيو پيړيو د وروسته پاتې انسانی ضد دودونو له مخې د ښځو سره دښمنی ګالی .
افغانان باید پوه شی چې جهادی او طالبی ناتار نه يواځې د ښځو، بلکې زمونږ د ټولوخلکو او وطن دښمن دی او د پردو په لمسون زمونږ هيواد او خلک د تیارو او بدمرغیو ګودال ته ورټيل وهی .د شيطانانو دا ډلې د حاجی پير کرم شاه (لارنس ) د پروګرامونو له مخې زمونږ دخلکو او هيواد سره دښمنی ګالی .د تش په نامه دينی عالمانوپه نوم د ښځو د حقوقو او آزاديو پرضد، او په ټولنه کې د هغه پرحضور د بنديزونو د لګولو پرېکړې کوی .دا شوراګانې د ښځو پرضد د تشدد او خشونت پرضد پرېکړې نه کوی . کله چې د پنځه لس کلنې ماشومې سره په زور او جبر واده کيږی او نوکان يې ايستل کيږی ، شکنجه او عذاب ورکول کيږی او يا کله چې د نامرده ميړونو د ظلمونو له لاسه ښځې ځانونو ته اورونه اچوی ، د دينی عالمانو خولې مهر وی او کله چې يو جاهل خپله ښځه له دې امله وژنی چې د ځوی پر ځای يې لور دنيا ته راوړی دئ ، دينی عالمان ګونګان وی ، کله چې د هيوادپه لسګونو ماشومان د اسلامی حکومت په سيوره کې د ساړه له لاسه سا ورکوی او تورو خاورو ته ځی ، نو پر دينی عالمانو يې څه ؟ دوی ته خو ډالر رسيږی ،پردو ته د خدمت له برکته په داخل او خارج کې د ماڼيو او بنګلو خاوندان دی ، د دنيا د حکومتونو او لوړ پوړو چارواکو سره ناسته ولاړه لری ، زامن او لوڼې يې په دوبی ،امريکا او اروپا کې درسونه لولی او لوييږی خو د افغان خوارانو ، بزګرانو ، کارګرانو، دکاندارانو ، کسبګرو ، موټرچلوونکو او يتيمانو ميندې بايد له کوره ونه وځی او خپلو بچيانو ته روزی پيدا نه کړی . د دينی علماؤ شورا په هيواد کې دآپينو او هيروئينو د کښت، توليد او قاچاق په هکله پريکړې نه کوی ، داشرارو او مفسدينو له فساد، ظلمونو او تيريو څخه د خلکو چيغې او کوکارې نه آوری ، د يتيمانو د خوراک ، کاليو، کور ، دوا ، تعليم ، روزنې او پالنې پوښتنې نه راپورته کوی . خو ښځې له کوره د باندې نه راپرېږدی . دوی له خپلو سعودی ، پاکستانی او ايرانی بادارانو نه پوښتنه نه کوی چې دوی ولی په خپلو هيوادونو کې د ښځو پر ضد اسلام نه پلی کوی چې افغانستان ته نسخې ورکوی . د دينی علماؤ د شورا يو غړی هم د کوډلو او سوريو سوريو کيږديو نه نه راوځی ، ددوی اولادونه په واورو کې پښې ابلې نه ګرځی او له لوږې په کوڅو کې سوالګری نه کوی .
زمونږ ملا په دې خبرو کې نه دی ، د ملا کار د ښځو د ښونځيو د بندولو او سوځولو او د ښځو د کار د منع کولو سره دی .زمونږ د ملا کار د برق د پايو الوزول دی، د پلونو ، کلينيکونو ړنګول دی ، انتحاری بريدونه کوی، زمونږ ملا د هيواد د ښځو او ماشومانوچاروته وخت نه لری . زمونږ د ملا يانو پيرانو مولانافضل الرحمان، سميع الحق او اشرفی شرابخور د پاکستان صدراعظمې بی نظير بهوټواو خارجه وزيرې ميرمن حنا کهر ته جی جی ويل ، خو افغانستان ته د ښځو پر ضد نسخو سره طالب راليږی . زمونږ د دينی عالمانو شورا د ښخينه او نارينه بيسوادۍ پر ضد جهاد نه اعلانوی ، خو د ښځو د ښونځيو او ښځو د کار پر ضد جهاد ته هر دم تياردی . زمونږ دينی عالمان د نشه ای توکو پرضد جهاد نه اعلانوی ځکه چې د هغه ګټې خو د دوی جيبونو ته هم لويږی . دا چې پاک قرآن د ښځو تعليم فرض کړی، نشه ای توکې او نشې يې منع کړی دی، د ملا يې په څه ؟ زمونږ ملا په ډاګه وايی چې مونږ څه وايو تاسې يې بايد وکړی ، خو چې څه کوو، هغه بايد ونه کړی .
ددې مانا داده چې زمونږ ملا په خوله مسلمانی کوی خو په عمل کې بل څه کوی . زمونږ ملا د خپل نفس له پاره پاک اسلام بدنام کړ ، جومات يې خوشی کړ، په وزارت او رياست کې کښيناست . د خدای او پيغامبر خبرې يې پرېښودې ، دحکومت او سياست خبرې کوی .
د ښځو د نړيوال پیوستون د ورځې ( د مارچ اتمه ) په درشل کې د هيواد بې وزلو او محرومو ښځو ته ددې ورځې په وياړ د مبارکيو تر څنګ بايدووايو چې :
ښځه مور ده ، هیڅوک بې موره زیږیدلی نه دی ، سپيڅلی قرآن وايي :
« جنت د مور او پلار په پښو کې دئ » ، د مور مقام او منزلت ته باید درناوئ وشی ، جهالت، ناپوهي، بې سوادي او بې خبرتیا دمور د شان سره نه ښايي . مور د آزادئ ، په ټولنه کې د فعال ژوند او ټولو انسانی حقوقو وړتیا لری ، هغه ته باید په ټیټ نظر ونه کتل شی ، ښځه انسان دئ او باید په ټولنه کې د مستقل هویت ، حقوقو او آزادیو څخه برخمنه وی .
مونږ خپله ځنډنه منونکی دنده بولو چې د نورو ملی او وطنپالو ځواکونو سره یو ځای د افغان ښځې د غمیزې ، اسارت او محرومیت پر ضد تر اسمانونو د اعتراض لړزوونکی او ځواکمن غږ پورته کړو!
مونږ دړندوبنسټ پالو په څير دښځو مصئونیت د هغوئ په محرومیت، اسارت او بيسوادی کې نه وینو، ددې پر خلاف مونږ د ښځو مصؤنيت ، آبرو او عزت په ټولنه کې د ښځو د وړ مقام ، درناوی او حقوقو د اعادې په ګرو کې وينو.
مونږ له خپلو مبارزواو پوهو خویندو غواړو چې د خپلو حقوقو د رښتینې اعادې لپاره ، د افغانستان د پاک لمنو ښځو په منځ کې د سیاسی ویښتیا او حقوقی خبرتیا د شعور خپراوی ته مټې ورکړی .
مونږ ټينګ باور لرو چې ټول افغان روڼ آندی د افغان ميرمنو پرضد د پراخې ټولنیزې بې عدالتئ پر وړاندې د خپلو خویندو سره یو ځای د هغوئ په ستونزمنه خو له ویاړه ډکه مبارزه کې قوی ،ډاډمن او هوډمن متحدين دي. مونږ باور لرو چې جهادی اوطالبی ناتار يوه مؤقتی پديده ده ، د هغه ځای بايد د خلکو له واقعی ارادې را مينځته شوی، د خلکو په آزادو رايو غوره شوی ، ملی او انسانی ارزښتونو ته ژمنه، پاکه او د خلکو په وړاندې مسؤله واکمنی ونيسی .هله به د افغانستان د هر وګړی ، ښځې او نر د هر ډول حقوقو او آزاديو د ساتنې او تأمين رښتينی تضمين را مينځته شی .

د ښځې او مور مقام ته دې سرونه ټیټ وی !
د افغان خویندو او میندو د آزادئ اوحقوقو د اعادې توغ دې اوچت وی !

 بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۱۷ـ ۰۷۰۳