اصيلـه مـــور

 

فرښته وه په جاموكي د انسان

لكه ستوري ځليدله په  آسمان

د مظلوم اولس آوازيى رااوچت كړ

د ظالــم په اندامــو راغـي لــړزان

چي د ښځو د حقوقو ننگه يى وكـړه

نوم يى پاتي شو تاريخ كي جاويدان

عدالت او سوله هيله يى وه وطن كــي

د هيواد هرزيارايستونكي و پري گران

داد هــر ډول تبعيضه ځني پــاكــه

ورته گران وه د وطن هريو انسان

دا دخلكو او وطن اصيله مور وه 

لا ړه ، لا ړه له دنيا نه په آرمان

د دعا لاسونه پورته كړي ملگرو

روح دي ښادوي، تل ژوندي دي وي آرمان

 

(ياسمين زيارمل)

 

 بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۲ /۱۶ ـ ۱۱۰۹