ډمو کراسی

دا څـــه ډمـــوکراسی ده چـــــی لاســونه دی تړلی دی
حیران، حیران یی ګوری خلک په سرو وینو لړلی دی
دا څنګه آزادی ده چی دی واک دبل په لاس کی وی
نیم اولس ټپی شی، نیمایی نـور وژلـی دی
اوس چغه دملت خو تر آسمانه پوری جګه ده
دا مال او ځمکه یی پریږده، ډیر سرونه یی بایللی دی
راجوړیی دجنـت په نوم دوزخ پر خلــګو ومنه
تنکی تنکی ځوانان یی په سره اور کی را سیځلی دی
یو څو رهزن او غلو ته یی القا ب د چوپانی ورکړ
یو څو جاهل، قاتل یی د« رمو» پاسبان ټاکلی دی
بیایی ډک کړلوله زهرو څخه زمونږدهیلو جام په زور
د فکر خاوندان یی له خپل ملک ځنی شړلی دی
نن غواړی چی باور دخلکو سست کړی پر یواوبل باندی
یو څو خاین بچی یی همدی کار ته ګمارلی دی
نو ای «بهیـن» بس کــړه د دنیــا دستور همداسی دی
متل دی چی: « د زور اوبه همیش په جګه تللی دی»

                                        ( نثاراحمد بهین )
بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۶ /۱۶ ـ ۰۳۰۸