لیـــونـی شپـــه



څه نیشه لیونی شپه ده چی نیشی پکی ماتیږی
ستا د سپینی خولی زکات ده چی توبی پکی ماتیږی

د توبو لیونی ګوری نن یی سل توبی ایستلی
د همدی توبو له پاڅه پیمانی پکی ماتیږی

د دي هری توبی شاته د زاهد د ریا شمیر ده
هر شپه د تنکی حورو خزانی پکی ماتیږی

د حیاه بي بي سر توره حوري کونډی شوی حرم کی
په غلیم د اختر شپه ده چی روژي پکی ماتیږی

غلام ستړی په توبو شو اوس یی بل گناهکار وموند
څه د ګفر فیصلی دي چی قبلي پکی ماتیږی

د شیخانو په لاسو کی غاړکي دي(سنګرواله )
سپینی سپینی ملغلري یا تسبحي پکی ماتیږی

بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۳ /۱۶ ـ ۲۵۰۷