د مرحوم شفیق الله توده ی د هیلو یاد:

 مړینه په مهاجرت کی


مړ نه یم شهید یم له جامو سره می ښخ کړی
زه مهاجر مرغی یم تنکو غرو سره می ښخ کړی
زه شفیق الله توده یی مرګ بیل کړم یارانو نه
خلکو داستانونو او کیسو سره می ښخ کړی
زړه می د وطن له مینی ډک دی خپل وطن ته یی وړم
زه ژوندی تاریخ یم حماسو سره می ښخ کړی
زه د پرمختک او خپلواکی غښتلی ځواک یمه
خپل د ګران وطن شهید زلمو سره می ښخ کړی
ما باندی ونه ژاړی چی روح می مړاوی کیږی
مارش سره می ښخ کړی ترانو سره می ښخ کړی
مړی مي ملی بیرغ کی تاو کړی چی ښایسته شم لاه
شور سره می ښخ کړی ولولو سره می ښخ کړی
ای عسکر( چالاکه) د وطن د غرو لمنو کی
خپلو باباکانو او نیکو سره می ښخ کړی.

عسکر (چالاک )

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالی د کندی کلی  

 

بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۲ /۱۶ ـ ۱۱۰۷