کـابلــه 

څـــونی ډېــــر زخمـــونه  لری
څونی د وینـو طـــوفانــونه لری
پرڅیری زړه سوی داغونه لری
څونی د اوښکو سیلابـــونه لری


کابله !
تــه د حمــــاســــو  ډګـــر وی
ته د افغان دتاریخــو ډګــر وی
د سپينو تورو تور زنو ډګروی
د شـاه ځلمـو د افسانو ډګر وی

اوس واویلا اوفـریادونه لـری
ددښمن پرځــان پلانـونه لـری
کابله !څونی ډېرزخمونه لری

کابله !
ته دهـــــدیـــــرو کابـل ســوی
ته دچاودنو اودبمو کابل سوی
د انفجار او دسیسو کابل سوی
د انتحار او توطیـو کابـل سوی

د زوړاوځوان عجب مرګونه لری
پرسپین بدن دی پـرهــارونه  لری
کابله ! څــونی ډېر زخمــونه لری


کابله  !
پرتا افغان شاهـــان نازیــدل
پرتا افغان سرداران ویاړیدل
پرتا عجم  اوعربان جنګیدل
پرتاستااصیل بچیان سوزیدل

اوس دړی وړی دیوالونه لری
د کوشانیانو ستر برجـونه لری
کابله ! څونی ډېرزخمونه لری

کابله  !
دښمن دی تل خـواراو زارغواړمه
په تن رنځــور او بیـمار غــواړمـه
چې هرځای وی سرپه دارغواړمه
دا دعا د عزیز د کــردګارغواړمه

اوس دغمجن زړه سوی اهونه لری
دمـور اوپـــلار ډېر فــریادونه لری
کابله ! څونی ډېـــر زخـــمونه لری

(عـزیزاحمد خوارمل )

 

 

بامداد ـ اجتماعی ـ ۴ /۱۶ ـ ۲۰۰۴