افغانســـتان


وريـدلاى زه د لمــرله سترګې نوريم
چاته تور،وچاته شين اوچاته سوريم

 
دوست ته مې شمه جنت لکه خليل تـه
خـوغليم ته سـره سکروټه سورتنوريم


چې دحق رڼــاته ورکړي غــزونه
زه موسى دزماني ته هغه طوريم


وم خپلواک، يمه خپلواک اوخپلواک پايم
نه د چــايمه بــــادار او  نـــه مـــزدوريم


هرې لويشتي کې به ټينګ د حق سنګرکړم
د تاريخ اوږ دوکـې ټــول منصـورمنصـوريم


داچې چـا؛ نه يم تر اوسه پېژنـــدلاى
دهر يوله پوهې پورته شان شعوريم


د آسیا د خپلواکۍ توغ مې په لاس کې
د دښمن په پرځـــولــوکـــې مشهــوريم


نه وټکېونه مـــې نــــوم افغانستان شــــــــو
لوستل کېږي چې، نه هغه لوست مستوريم


هندوکش ، پامير، خېبر مې شاهدان دي
دتاريخ اتل ، دسیمې ځواک ، مغروريم


په لاس تش ، سترګې مړې اووچې شونډې
قناعت پــانـګه درنــه بــــډاى معمـــــــوريم
له شپږ لوري د اورکاڼوته يم موخه
بيا رغيږمه راتلونکى ته مسروريم


دپردو،خپلوتــاړاک ته ايسارپـــاتې
لرم زغم دپېښونه چې مات تروريم


د تودو اوبو په مينې کې تل ګورﺉ
کله وران کله سيـزلاى کله چوريم


د نړۍ سیاست سیالۍ له ډېره قهره
لژندوينوکې کلونه پروت رنځــوريم


ما  بــه وپېــژنی ســم که راتــــه ځيـــرشی
دخوشال ،ميرويس ،محمود، احمد انځوريم


د  آسيــا زړه يــم نـــړۍ تــه تـل په  نښه
هم لويديځ ، ختيځ ته لوست دلوړغروريم


يم مــــواج د ځمکې ژوند څپو بهيرکې
دپايښت اوپرمختـــګ پرمې مخــموريم

(نجم الرحمن مواج )

 

بـامــداد ـ اجتماعی ـ ۲/ ۱۵ـ ۱۸۰۸