افغانستان د ژیوپولیتیک په هنداره کې
(دوهمه برخه )
شاهین
لازمه ګڼل کېږي چې په دې پوه شو او وئ منو چې زموږ په نړۍ کې نوی ژیوپولیتیکي ځای پر ځاېنه او د انقلاب لړۍ په کلکه روانه ده، دا بهیر د قدرت نوی معادله په سیمه او نړۍ کې زېږوي.
دا د دې دوران مشخصه ده چې د لویو قدرتونو په شتون کې لکه روسیه، چین، هند، ایران د جوړښتونو په بڼه کې لکه شانګهای د همکارېو سازمانونو، برېکس او اوروشیا ځان انځوروي او دا ظهور د تاریخ
د ډېالکټيک او قانومندېو منطقي پاېله ده.
ژېوپولیتیي بدلونونه، نوی لیدنې، پېژندنې او د قدرت نوی معادلې را پورته کړې دي چې د سړې جګړې د معیارونو او لیدنو سره ژور توپير لري. که دا حقېقت په هر دلیل چې وي و نه منو او د تاریخ د دې سر سخته حقېقت پر ضد هڅه وکړو، د بحرانونو او په خاصه توګه د سیمې بحران ته د زمان او تاریخ د غوښتنې پر خلاف لمن وهو چې پاېله یې د افغانستان د بحران تداوم او د هغه نه د بنسټ پالو ترهګروسازمانونو غوړېدل په سیمه او نړۍ کې ده چې بې تردیده بشري تاریخي لاسته راوړنې او تمدن نوی ګواښ ګڼل کېږي.
په دې سیمې کې ژیوپولیتیکي بدلونونه نوي واقېعیتونه را څرګند کړي دي چې د هغو پر بنا سیاسي محاسبې د ریاضي محاسبې په توګه د بحران د حل لپاره ېوه مېتودیکه لاره ده.
که چېرې دا محاسبه د سړې جګړې د فاکټورونو او د هغو نه د متاثره ساېکالوژۍ پر بنا وشي، نو پاېله به یې ډېره دردونکې وي چې نه ېوازې به کړکېچ له منځه یوسي بلکه بحران به په سیمه کې د ېوې اېپېډیمي په توګه خپور کړي.
افغانستان په اسیا کې د قدرتونو د توازن محراق (فوکس) دی او هغه څه ته چې په منطقه کې نظم او ثبات وېل کېږي په بهرني بعد کې د قدرتونو د توازن د اصل ښکارنده او مکمله بېلګه ده نو منطقي برېښي چې نړۍ وال او سیمه ييز قدرتونه خپله ستراتېژي د خپلو حقېقي ګټو او ځانګړي دروندوالي (مخصوصه وزن) پر بنا د حقیقي پارامتر په توګه خپلئ او په ېوه پراخ او مقابل مېکانېزم کې پس د ګټو د تعادل په انعطاف سره د نړۍ والو موازینو پر بنا پلې کړي. انعطاف او تعامل د سیاست او په خاصه توګه د ډېپلوماټيکي بهیرونو ېو اصل دی چې د دې په خپلولو سره ډېر نړۍ وال او سیمه یيز کړکېچونه په لږو تلفاتو او که موده کې حل کېدای شي.
د یادونې وړ ګنل کېږي چې ملګرو ملتونو په تاسف سره د بحران د حل لپاره د پېل نه بیا تر اوسه پورې حساب شوی رول نه دی لوبولی. په تېره بیا د بېنن سېوان رول چې د دوکتور نجیب الله رژیم یې بې له جوړښته او بې له ستراټېژیه د اختلافاتو او تضادونو شورا ته تسلیم کړ، ېو غملړلی الترناتیف او تبادل تنظیمي ثور دوهم شور ته ورتسلیم کړل؟!
مخکې له دې چې قدرت وسپارل شي د څو ورځو په ترڅ کې د قدرت او سیستم اساسي ستنې د قاعده مسلحو قوتونو له خوا تالا او له منځه ېوړل شوی. چې د قدرت د رسمي تسلیمېدو او انتقالېدو په وخت څه نه و پاتې چې وسپارل شي. په دې توګه د سیستم او قدرت خلا مېنځ ته راغله چې د کړکېچ ژورتیا او پراختیا ته یې په دننه او بهر (کور دننه او بهر) لمن ووهله. پس له هغې هم ملګو ملتونو د خپلو خاصو نماېنده ګانو په وسیله چې ېو په بل پسې سیمې ته را روانېدل پر هغه کوڅه روان وو چې د اخر بندښ یې له وراېه ښکارېده.
د بن کنفرانس او له هغې نه مصلحتي دولت زېږنده چې د تضادونو نه ډک د نیمګړي او کمزوري اسلوب او بې تعادله بهرنی سیاست یې د ېو اړخیر لید پر بنا غوره کړی و. افغانستان ته یې نه ېوازې له بحرانونو و نه ژغوری ، بلکه هغه یې په سیمه کې منزوی او د لویدیځ د سیمه ییزو ستراتېژېو قرباني کړ چې د افغانستان ژیوپولیتیکي او تاریخي واقېعیتونه او ارزښتونو سره په ښکارنده تقابل کې وو.
دا مهال چې د قدرتونو تر مېنځ په نړۍ کې د مذاکراتو او د سیمه ییزو بحرانونو د حل لارې د هڅو ګنګوسی او بېلګې اورېدل کېږي، د افغانستان د حل کړکېچ د حل ستراتېژي ډېره اړینه ښکاري. دا هله کېدای شي چې د افغانستان تاریخي او ملي ارزښتونه، د سیمې ژیوپولیتیک واقېعتونه، د سیمې او نړۍ والو چارو اغېزمنتیا د پارامترونو په توګه په یادې شوې ستراتېژۍ کې دخیل شي، بېشکه چې د زبرځواکونو د ګټو د تعادل او توازون فاکټور له نظره نه شو غورځولی. که داسې اوسي، نو د پسرلي مور به ودې غمځپلي هېواد ته راشي، د سولې او ټيکاو غوټۍ به دلته او په سیمه کې غنچې شي.
پای
بامـداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۲۵ـ ۰۹۰۸
Copyright ©bamdaad 2025