طالبانو ته څو سپینې او کره خبرې

 

صمـد ازهـر

طالب چارواکی رابولم چې دا لیکنې مې په ځیر ولولی او په ښه نیت سره ورته پام وکړی. اشرف غنی ته مې هم لیکل، طالبانو او هر چاته هم چې د قدرت پر ګدۍ ناست وی، له تېروتنو او ګړنګونو ته لوېدو نه د هیواد د ژغورلو په موخه، د خپلې پوهې او تجربې په اندازه نظریات وړاندې کوم. که په چا ښه لګېږی یا بده، منی یې یا مسخرې پرې کوی، د دوی کار دی. زه خپل ایمانی او وجدانی دین ادا کوم.

دا لړۍ به په راتلونکی کې هم، کله کله که روغتیا اجازه راکوله، مخ ته بیایم.

څه پټه خبره نه ده چې زما او ستاسو د ټولنیزو نظریاتو او مبادیو تر منځ پراخ واټن شتون لری. خو دا واقعیت هم منم چې تاسو په هره وسیله چې وه، وګټله.

ستاسو ګټل دوې خواوې لری:

لومړۍ خوا یې مثبته خوا ده چې د نړۍ ډېر غښتلی استعماری زبرځواک مو وپرځاوه او سیاسی خپلواکی مو بېرته تر لاسه کړه، چې دا بری دې خدای ټولو ته مبارک کړی. همدا رنګه د جګړې او وینې تویېدو پای، د امنیت خوندی کېدل، د بېلتون غوښتونکو خولو تړل کېدل، د موازی حکومتونو شنډېدل، د چور، تالان او لنډغریو کمبله ټولېدل، هغه سترې لاسته راوړنې دی چې څوک یې له پامه نه شی غورځولی.

دوهمه خوا یې هغه خوا ده چې افغان ولس، او په ځانګړې توګه روڼ اندی او لوستی کسان، ځوانان او ښځې او همدا رنګه نړیواله ټولنه ترې اندېښنه لری. پر دې اندېښنو به بېل بحثونه ولرو او د حل لارې به وړاندې کړو.

ځینی خلک ستاسو په مقابل کې د وسله وال پاڅون او مقاومت خبرې کوی. زه وایم ولس ډېر ستړی دی او نور د جګړو د غځولو زغم او توان نه لری. د اسلامیت او انسانیت حکم هم دا دی په هغې لارې ولاړ شو چې سوله او ورورولی راولی، نه دا چې واټنونه لا پراخ او دښمنۍ وزېږوی. سره له ټولو فکری توپیرونو چې زما او ستاسو تر منځ شته، زه په دې آند یم هر څنګه چې کېږی د دې ځپل شوی ولس نیمې پېړۍ غمیزې ته باید د پای ټکی او پر پرهارونو یې پټۍ کښېښودل شی . ټولنه باید د یوې عادلانه سولې په فضا کې روحی او مادی هوساینې او بسیاتوب ته لار ومومی. په همدې موخې، غواړم په ډېر اخلاص او بې طرفۍ سره هغه څه درسره شریک کړم کوم چې د وطن، د ما، د تا او د ټولو په ګټه او له اسلام او اوسنیو ایجاباتو سره برابر وی.

ستاسو واکمنی به هله بریالی او ټول ملت ته په زړه پورې وی چې لاندو ټکو ته ژوره پاملرنه وکړئ:

۱ـ د اوسنی عصر غوښتنې:

د اوسنۍ زمانې واقعیتونه درک او څومره چې کېدای شی ځانونه ورسره عیار کړئ. دا واقعیتونه به د ځینو له دودونو سره به برابر نه وی او ځکه به یې بدعت او کفر ګڼی، خو د اوسنی عصر غوښتنې څوک په زوره شا ته نه شی بیولی. تاسو په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې له عکس، فیلم، ویډیو، ټلویزیون، پنډوسلوبې(توپ بازی) او داسې نورو سره حساسیت او مخالفت درلود. خو زه وینم چې اوس تاسې تر هر چا زیات له اوسنۍ ټکنالوژۍ، لوبو او کلتور نه ګټه اخلئ. دا ښکاروی چې پوه شوی یاست دا ټول ضرورتونه دی نه بدعت. همداسې یې درواخله د اوسنی عصر تعلیمی نصاب، د نجونو او ښځو زده کړې، د دوی کار او فردی او ټولنیز حقونو ته پاملرنه، د خلکو د وقار او فردی آزادیو ساتنه، دوی په مختلفو پلمو نه تعجیزول او په جزایی برخه کې هم معتدل عدالت پلی کول، د خلکو زړونو ته د لار موندلو رازونه دی، که نه د خپلې لومړۍ واکمنۍ په شان به د خلکو له کرکې سره مخ شئ..

۲ـ  قبایلی او زاړه سنتونه له دین سره توپیر لری:

اوسنی او پخوانی، خپل او پردی قبیلوی دودونه د دین په نامه پر خلکو مه تحمیلوئ، مباحیات او مستحبات د فرایضو مقام ته مه بیایئ. د عرب شیخانو او امیرانو له خوا تحمیل شوی حجاب چې نه له اسلام سره سر لګوی او نه د اوسنی عصر د کاروبار او ایجاباتو سره، د دینی فرایضو جامه مه وراغوندئ. وخت تغییر کوی او ورسره دودونه او ټولنیز سنتونه هم بدلون مومی. په دین کې عَرَضی احکام له ذاتی احکامو نه باید بېل کړل شی او سوچه ذاتی احکام دینی وپېژندل شی نه هر عرضی دود چې د حاکمه قدرتونو او لاسپوڅو «عالمانو» له خوا د تاریخ په اوږدو کې پر دین تپل شوی دی. د چا په ږیره او کالیو هم کار مه لرئ. پرېږدئ د هر چا خوښه چې دریشی اغوندی یا کمیس او پرتوګ، پګړۍ اغوندی، خولۍ په سر کوی یا سرتور ګرځی. ستاسو په مخ کې ستر وظایف او مسوولیتونه پراته دی. هغو ته ځانونه ورسوئ،

څو د الله او بنده رضا وګټئ.

۳ ـ ملی ارزښتونه:

ملی او تاریخی ارزښتونو ته درناوی وکړئ او دا له پامه مه غورځوئ چې همدغه ګډ تاریخ او ارزښتونه دی چې ګرد ولس او ټول قومونه یې د افغان تر نامه او تر یوه ملی بیرغ لاندې سره یو کړی دی. په لومړی سر کې ملی بیرغ، چې تاریخی، ملی او اسلامی ستر ارزښت لری، د ملی سمبول په توګه وپېژنئ او پر دولتی ماڼیو او سیاسی نمایندګیو یې ورپوئ. دا چاره ستاسو مقام د ننه په هیواد کې او همدا رنګه د باندې په نړۍ کې لوړوی. ستاسو سپین بیرغ هم د هر ګوند او خوځښت د سمبولونو په شان، کېدای شی ستاسو د خوځښت په داخلی ناستو او ځانګړو فعالیتونو کې د ملی بیرغ تر څنګ اوچت شی. ملی بیرغ د هېچا شخصی ملکیت نه دی او نه په کوم خاص دولت یا رژیم پورې تړلی دی. هغه پرونۍ ورځې چې تاسې د خپل حرکت د پېژندلو په موخه له سپین بیرغ نه ګټه اخیستله اوس تللې دی او تاسې د قدرت پر ګدۍ ناست او ملی بیرغ اوس ستاسو د قدرت او دولت ښکارندوی دی.

له اسلام نه مخکې زمونږ په سیمې کې پخوانیو ادیانو او عقایدو شتون درلود. د هغو پاتې آثار اوس زمونږ د تاریخ او هویت برخې جوړوی. د دغسې آثارو سره دښمنی او ورانول له خپل تاریخی هویت سره دښمنی ده. همدغه پخوانی آثار دی چې زمونږ د پخوانیو مدنیتونو ښکارندوی دی او د توریزم په جلبولو له ملی اقتصاد سره ستره مرسته کوی. تاسې په خپل تېر امارت کې ډېرې سترې تېروتنې وکړې. د بامیانو تاریخی مجسمې او په موزیم کې که څه د جهادی جنګسالارانو له تالان نه پاتې ول، ستاسو په لاسونو وران شول؛ فیلمونه، تلویزیونونه، کسټونه، رسمونه، عکسونه، د موسیقۍ آلې او د تاسو له اذهانو سره نور بېګانه فرهنګی مظاهر، ستاسو د لاسونو قربانی شول. هیله من یم له تېرو نه مو عبرت اخیستی وی او که خدای دې نه کړی اوس بیا ورته تېروتنې تکرار کړئ نو له پیله د سقوط ګام اخلئ.

هغه افغانی لوړ ارزښتونه، لکه مېلمه پالنه، یو بل ته درناوی، امانت ساتل، جرګو او حجرو ته په درنه سترګه کتل، یو د بل لاسنیوی، د ټولنې ګټې تر خپلې برې ګڼل، ایمان او وجدان په پیسو نه خرڅول، حیا، له فساد او بدو نه شرم لرل،له خپل تاریخ او د وطن له ګوټ ګوټ او هر وطنوال سره مینه لرل او داسې نور چې د جګړو، د پردیو پلیتو برنامو، د جنک او قوم سالارانو د شخصی ګټو خوندی کولو په موخه مخ په زوال تللی ول، بېرته راژوندی کړئ.

۴ـ د غرض والا هیوادونو لاسونه لنډ کړئ:

بله کره خبره چې غواړم د خپل وطن د ښېګڼو او د زرغون خپلواک افغانستان د خوندی کولو په موخې درسره شریکه کړم دا ده چې: مونږ په دې پوهېږو او څه پټه خبر نه ده چې خوځښتونه د مبارزو او جګړو په بهیر کې باندنیو مرستو ته اړتیا لری، چې تاسو به هم د خپلو کورنیو او دفترونو د خوندی کولو او نورو موخو په خاطر دا رنګه اتکاوې لرلی وی. خو هوښیار او ریښتینی وطنپالونکی هغه وی چې د بری په وخت کې له دې مرستندویانو نه مننه او د ډېرو ښو دوستانه اړیکو له ادامې سره، د خپلې خپلواکۍ او د ملی ګټو په ساتنې کې په ډېرې زیرکۍ او با مسوولیته لرلید سره چلند کوی. دا باید هېڅ کله هېر نه کړو چې هېڅ پردی هېواد، که هرڅومره نیژدې اشتراکات هم ولری، د خدای له پاره او بې غرضه مرسته نه کوی. زه پوره یقین لرم تاسې تر هر چا زیات پوهېږئ چې زمونږ ګاونډیان ټول بُوڅ ناست دی او لټه کوی له کومې سوړې خپل د غرض لاسونه راوغځوی او خپل پخوانی غځېدلی لاسونه لا هم پیاوړی کړی. پر تاسو دا تومت لګېدلی دی چې د پاکستان تر پیاوړې اغیزې لاندې یاست. تاسو به، لکه چې ومې ویل، تر اوسه اړتیاوې درلودې، خو اوس به ښه وی د لاسپوڅۍ تومت له ځانه لیرې او د پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسئ. زمونږ ټول روڼ اندی په دې عقیده دی چې امریکا او پاکستان ستاسو په واکمنۍ کې او د تاسو په مرسته په دې سیمې کې نور استعماری او د ګډوډۍ راوستلو ډېر خطیر پلانونه لری چې افغانستان به د سیمې د جګړو او ګډوډیو محور پاتې شی. پر تاسو د دوی اوسنی فشارونه او په دولت کې د ټولګډون په نامه د خپلو اجنټانو د ننوېستو زیارونه، د همدغو ناروا پلانونو د پلی کولو له پاره بستر جوړول دی. په دې هکله که تاسې په دوحه کې له امریکایانو او یا په اسلام آباد کې له پاکستان سره، په پوهه یا ناپوهه، څه هوکړې کړی هم وی، اوس یې وخت دی چې په ډېرې هوښیارۍ او سوکه دپلوماسۍ له دې شیطانی لومو نه ځانونه وژغورئ.

په لنډه: د امریکې زبرځواک د اشغال پای او د خپلواکۍ بیا خوندی کول ستاسو ستره لاسته راوړنه او ویاړ دی. ګورئ چې یو استعمار د بل استعمار ځای ناستی نه کړئ. پاکستان د خپل پیدایښت له ورځې او په ځانګړې توګه له نیمې پېړۍ راهیسې زمونږ د وطن په بې ثباتۍ او تباهۍ کې اخته دی. افغان ولس په عامه توګه، د پاکستان حکومتونه او آی اس آی ته د ستر دښمن په سترګه ګوری او سخته کرکه ترې لری. ستاسو محبوبیت له دې سره هم لوی تړاو لری چې د دې دښمن لاس زمونږ له چارو نه څومره لنډوئ. مونږ له پاکستان سره د دښمنۍ په خوا نه یو، خو له دوی نه په زغرده غواړو زمونږ له خاورې سره د خپلې صوبې په څېر چلند ونه کړی او خپلې پلیتې غوښتنې پر مونږ تحمیل نه کړی.

۵ ـ  ټول شموله حکومت:

د امریکې پلان دا و چې خپل زرخرید پخوانی ټوپکسالاران - د فساد او چور تلواله، او د استخباراتو لاسپوڅی د ټولشموله حکومت تر عنوان لاندې په مذاکراتو کې تحمیل کړی، چې د اشرف غنی ناببره وتلو او ستاسو آنی ننوتلو دا پلان په پوهه یا په تصادف سره شنډ کړ. همدا اوس هم دوی له تاسو نه ټول شموله حکومت غواړی. د امریکې او پاکستان تعبیر له ټول شمول نه همغه دی چې وویل شول، خو ټولشمول والی د سترو ملی اعتباروالا ګوندونو په تړاو د بحث مورد ګرځېدلای شی نه د غلو او د فساد مسلحو مافیایی ډلوسره. څرنګه چې په افغانستان کې په سمه مانا سیاسی ګوندونه نشته او د ګوندونو په نامه ډلې ټپلې هېڅ یوه یې هم د ګوندونو له قانون سره سر نه لګوی او د ګوندوالی له متشکله عناصرو نه په دې دلیل تشې دی چې له یوې خوا مسلحې ډلې دی او له بلې خوا افغانستان شموله نه دی - قومی، مذهبی او محلی رنګونه لری. نو په داسې حال کې د ټول شمول ریښتینی او اصولی تعبیر دا دی چې د افغانستان له هر ګوټ نه او دافغان ولس له ټولو اقشارو نه، له ځوانانو، ښځو، د پوهې او لوړو تحصیلاتو خاوندانو ، متخصصانو او کارپوهانو نه په هر قوم او لوری پورې چې تړاو ولری، بې له تبعیض نه باید حکومت ته راوستل شی. ستاسو دینی عالمان او د جوماتونو امامان که چېرې په سیاست، حقوق، اقتصاد، انجنیرۍ، طب، تاریخ، تعلیم او تربیې، ټولنیزو او بشری علومو او نورو ساحو کې لوړې زده کړې لری، نو کېدای شی د ټولنې له مختلفو قومونو او سیمو نه همدغو ته په دولتی مقامونو کې غوړه برخه ورکړل شی. که داسې نه وی نو د «تؤدوآ الامانات الی اهلها» پر بنیاد باید د مسوولیت چارې د کار اهل ته وسپارل شی. که دا اصل هېر کړو چې ترکاڼ، پښ، طبیب، سیاستوال، انجنیر، تاریخبوه، اکادمیک، دینی عالم او ملا که یو د بل پر ځای کښېنی نو هغه شی ترې جوړېږی لکه ستاسو ځینو سطحی او نابلده ملګرو یا سرتېرو چې د هلیکوپتر پر پَرُو ټال خوړ، یا یې په هوایی ډګر کې د بکسونو د انتقال پر کمربند او یا ځینو نورو پر څرځی څوکیو د سړک په سر سپرلی خوړله. تصور کوم په پیل کې تاسې هم اړ یاست د خپلو ملګرو د غوښتنو رعایت وکړئ. خو خطر یې په دې کې دی چې د پخوانی دولت په شان به لومړنۍ ایښودل شوې ډبرې بیا څوک نه شی بېځایه کولی. زما بې غرضه وړاندیز دغه دی چې خپله کابینه او همدا رنګه مرکزی او اطرافی اداره په واقعی توګه د ټولو قومونو له کارپوهانو نه ټولګډونه کړئ. مګر د پرون غټ فاسدان، چور سالاران او له افغانیت او ملی بیرغ نه منکران نه ښایی چې بیا تحمیل شی.

 

۶ ـ  د ښځو حقونه:

له بده مرغه د پخوانی جاهلیت د وخت خویونه لا تر اوسه په افغانستان غوندې قبایلی او وروسته پاتې ټولنو کې شته والی لری. پخوانیو پاچایانو، امیرانو او ملایانو د دې په ځای چې د خلکو د ظالمانه او انسانی ضد دودونو او معتقداتو مخنیوی کړی وای او عادلانه اصلاحات یې پلی کړی وای، یا به یې پخپله هم وروسته پاتې فکرونه درلودل او یا به د ستونزو زېږولو له وېرې چوپ پاتې ول او ان تایید یې هم کاوه. خو اوس زمانه بدله ده او د افغانستان د وروستۍ نیمې پېړۍ سترو پېښو او بدلونونو تاثیرونه هومره پیاوړی دی چې ټولنه همغومره چې د زده کړې، پوهنې او علومو په اهمیت پوه شوې ده، د ډېرو کلکو متحجرو عنعنو په هکله یې هم د خبرو د اورېدا زغم موندلی دی. په ځانګړې توګه که دا خبرې ورته د دینی عالمانو له خوا کېږی ډېر ژر یې منلو ته چمتو کېږی.

الله تعالی فرمایلی دی: و لقد کرّمنا بنی آدم. د دې لوړ ارشاد پر بنیاد نارینه او ښځه برابر کرامت لری او د دې کرامت پالنه او درناوی باید وشی، نه دا چې د بُوده، مینځې، مال او شی حیثیت ته ټیټه او له بشری حقونو او انسانی لوړ مقام نه بې برخې وګرځوله شی.

په حدیث شریف اطلبوا العلم و لو بالصین کې هم خطاب عام دی د نارینه او ښځینه له پاره.

د الرجال قوّامون علی النساء په آیت کې نارینه د ښځې حمایت ته مکلف شوی نه بادارۍ ته. د دې مانا دا نه شی کېدای چې ښځه دې د مینځې حیثیت ته راټیته کړای شی او یا یې د دېوالونو تر شا زندانی یا سر تر پښو پورې یې د حجاب په نامه په کفن کې وپېچی. الله تعالی حتا د لمانځه په مهال چې د رب په حضور کې بنده په عالیترین درجه د درناوۍ او خضوع کې درېږی او طاعت په ځای کوی، د ښځې له پاره دا رنګه حجاب چې تاسې یې غواړئ، نه دی توصیه کړی. له کوچیانو نه نیولې زمونږ د اطرافی پاک طینتو سوچه مسلمانو خلکو پورې چې په خپلو عقیدو، اخلاق او سَتر کې بې ساری دی، د اوسنیو عربو اختراع شوی حجاب څوک اصلاً پېژنی نه. په یوه ساده پړونی کې زمونږ د ښځو وقار تر هر چا زیات خوندی دی او د خپل نارینه تر څنګ یا یواځې، په کرونده او څړځای کې په آزادۍ سره کار هم کوی.

د څښتن تعالی له خوا هم د ښځو د زده کړې او کار په هکله هېڅ ممانعت وجود نه لری. ټوله ستونزه زمونږ د نارینه سالارۍ او پېړیو فکری انجماد زېږنده ده. نارینه ولې یو ځل ځان د ښځې په ځای کې نه تصور کوی؟ که چېرې دود دا وای چې نارینه حجاب واغوندی څو یې سترګې ګناه ګارې نه شی او یا د کار اجازه ونه لری، د دیوالونو تر شا ایسار یا په حجاب کې وپېچل شی، پر ده به څه تېرېږی او څومره به یې عادلانه بولی؟!

دا چې ځینی نارینه د خپل نفس په ضبط باندې قادر نه دی او خپلې د شهوت سترګې او غوښتنې مهار کولی نه شی، نو د دوی د اخلاقو او ارادو د کمزورتیا تاوان ولې باید ښځې پرې کړی؟ عادلانه خو به دا وی چې د داسې نارینه و پر سترګو باندې پرده وغوړول شی نه د ښځو پر مخونو.

د اسلام په نامه ښځې له انسانی حقونو نه محرومول، له اسلام سره دښمنی ده. د نورو ادیانو پېشوایانو په تدریج سره هغه حشو او زواید چې د آسمانی کتاب خلاف د دین په نامه تحمیل شوی ول او یا د احکامو تفسیرونه د تنګ نظرۍ له مخې شوی ول، لیرې کړل او دا پروسه لا هم روانه ده. دوی دا کار ځکه وکړ چې له یوې خوا خلک ویښېږی، پوهه تر لاسه کوی او د دې پوهې په مرسته پخپله د دین اصلی احکام، صحیح ژباړه او سالم تفسیر موندلی شی؛ او له بلې خوا دین له عصری مثبته علومو سره له ټکر نه ژغوری څو خلک له دین نه د انکار پلو ته ولاړ نه شی. مګر زمونږ په اسلامی نړۍ کې له بده مرغه چپه پروسه روانه ده. په دې مانا چې زمونږ دینی عالمان ورځ تر بلې دین سختوی، له مدنیت سره یې په ټکر کې راولی او لوستی خلک له دین نه تېښتې ته اړباسی. لویه غمیزه بیا دا ده چې د همغو ظالمانه تولنیزو سنتونو او دودونو د خوندی ساتلو په موخه، کوم چې په عَرَضی ډول د دین اجزا ګرځول شوی دی، له عصری زده کړې سره دښمنی هم کېږی.

د اقتصادی او ټولنیزې پراختیا تر لاسه کولو له پاره هم د ښځو، چې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی، ګډون یو انکار نه منونکی ضرورت دی. که چېرې نیمایی خلک له اقتصادی تولید، فرهنګی چارو او خدماتی عرصو نه بهر وساتل شی یا په بل عبارت نیمایی نفوس په بند کې واچول شی، نو تولید، خدمات او لاسته راوړنې هم په همغه تناسب ښکته لوېږی. د ترقۍ له کاروان نه د ډېرو مسلمانو هیوادونو د بېرته پاتې والی غټ راز په همدې کې پروت دی چې نیمایی نفوس یې یواځې د نارینه و د جنسی شهوت د ارضا له پاره په شخصی زنداندانونو کې ساتل کېږی.

بله سوچه خبره دا ده چې د ښځو آزادی د دوی طبیعی حق هم دی. هر انسان، نر او ښځه آزاد زېږول کېږی او دا بیا د زورورو زبرځواکی ده چې له چا نه مریی، له چا نه مینځه او له چا نه بادار جوړوی. هېڅ خدایی دین د وګړو تر منځ د جنس، رنګ، نژاد پر بنیاد توپیر او تبعیض نه دی روا کړی. کوم کسان چې د دین له نامه نه په جعلی روایاتو سره له ښځې نه د هغې انسانی روا حقونه اخلی، پر خدای باندې د بې عدالتۍ تومت وایی او د اسلام ضد عمل تر سره کوی.

په داسې حال کې چې د ازدواج د صحت له عمده شرایطو نه ایجاب او قبول دی او د تصمیم د صحت شرط هم جسمی او عقلی بلوغ دی، د پلار یا بل چا په وصایت یا وکالت، د ماشومو نجونو په زور نکاح، له عدالت نه تېری او یو ظالمانه عمل دی. د دې کار په مشروعیت کې روایتونه او د عمل د سابقې نمونې مخې ته ایښودل کېږی، خو یو حقیقت ډېر ښکاره دی د کولو په حتمیت باندې یې هېڅ حکم شته والی نه لری. د دې مانا دا ده چې که حکومتونه د تقنین له لاری د وجایبو، مسوولیتونو، مکلفیتونو او په دې ترڅ کې د ازدواج حد اقل سن وټاکی، کوم ناروا کار نه کوی. د عدالت حکم دا دی چې یوه ماشومه باید پوره جسمی او عقلی بلوغ ته ورسېږی، بیا پخپله د مېړه کولو یا نه کولو تصمیم او د غوره کولو او په ایجاب او قبول کې د آزاد اظهار حق ولری.

لنډه داچې د ښځو د حقونو سلبول له دین او عدالت سره جفا او اسلام ته د بد نوم د ګټلو وسیله ده او باید ژر تر ژره یې لمنه ټوله شی.

۷ ـ د بیان آزادی:

د بیان آزادی لمن ډېره پراخه ده. دغه آزادی په لیک، وینا، تمثیل، ګډا، انځور، نقاشۍ، ټنګ ټکور، او داسې نورو اشکالو، د ورځپاڼو، مجلو، راډیو، ټلویزیون، سینما، تیاتر، ګالری، کونزرواتور، تحقیقاتی مؤسسو، اکاډمیو او نورو فرهنګی مرکزونو او وسایلو له لارې وړاندې کېږی. د بیان آزادی د ټولنې د مادی او معنوی ودې، د افکارو، نظریاتو او احساساتو د شریکولو، د مباحثې، انتقاد او اصلاح چارو ته د زمینه ورکولو ډېره غوره وسیله ده. بې له دې نه یوه ټولنه کنګل کېږی، ژوندیتوب له لاسه ورکوی، زمولېږی او فکری استبداد واکمنېږی.

د بیان د آزادۍ له ټولو محسناتو سره، له بده مرغه په تېره کې، تر امریکایی استعمار لاندې، د اساسی قانون او فرعی قوانینو په خلاف، د هېواد د یووالی، ملی لوړو ګټو، ملی ارزښتونو او ملی یووالی د ګډوډولو په موخه ترې په زغرده ناروا ګټه اخیستل کېده او په دې مواردو کې چا د شته قوانینو د تطبیق خبره هم نه کوله. که چېرته د همدې نقیصې مخه ونیول شی، د بیان د آزادۍ ټولو اشکالو او ارکانو ته باید لا نوره هم وده ورکړل شی.

۸ ـ په رسمیت پېژندلو مسئله:

اصولی خبر خو دا ده چې نړیواله پېژندنه، له ملی پېژندنې نه سرچینه اخلی. یو نظام او جوړښت خپل مشروعیت او ملی پېژندنه د خلکو په رایو منل شوی اساسی قانون نه اخلی چې تفصیلی او اختصاصی خواوې یې له مور قانون نه زېږېدلیو فرعی قوانینو کې وړاندې کېږی. په دې کې شک نشته چې زمونږ په هیواد کې د تل په شان د تقنین په منابعو کې اسلامی فقه ځانګړی ځای لری او ټول قوانین تر همدې شرط لاندې جوړېږی چې د اسلام له احکامو سره ټکر ونه لری. کله چې یو حاکمیت د ولس له خوا منل شوی اساسی قانون له مخې، چې له نړیوالو معیارونو سره برابر وی، منځ ته راشی نو نړۍ یې هم د ملی مشروعیت له مخې په رسمیت پېژنی. کله ځینی هیوادونه د خپلو موخو او ګټو له پاره په زور تپل شوی حکومتونه هم په رسمیت پېژنی. لکه ستاسو په لومړۍ پلا واکدارۍ کې چې پاکستان، سعودی عربستان او اماراتو ستاسو واک په رسمیت وپېژاند، خو نورو دا کار ونه کړ او له نړۍ سره له فعال تعامل نه بې برخې پاتې شوئ.

که په کور د ننه، د ولس له خوا منل شوی یوه اساسی قانون پر بنسټ یو ولسواکه نظام، چې د ټولنې ټول قومونه او اقشار ځانونه په کې ووینی؛ د وګړو - نارینه و او ښځینه و، فردی او ټولنیز حقونه او آزادۍ، د زده کړې او کارحقونو په شمول، په ډاډه توګه په کې خوندی وی؛ د اقتصاد، پوهنې، فرهنګ، روغتیا او خدماتو د متوازنې او چټکې ودې ژمنتیا په کې تضمین شوې وی؛ او له کوره باندې، له ټولو هیوادونو سره متقابلې دوستانه اړیکې ټینګې او د بین المللی قوانینو، اساسی قواعدو، کنوانسیونونو او نړیوالو دودونو رعایت شوی وی؛ د مشروعیت ګټلو او په رسمیت پېژندلو له پاره اصولی او اساسی لار هواره ده.

طالب چارواکو ته نه ښایی له نړیوالو منل شویو اصولو او ارزښتونو سره د مخالفت له لارې نړۍ پر ځان راتنګه او ځان او ولس ته ستونزې رامنځ ته کړی. ښه به دا وی چې د پلمو وَرونه وتړل شی څو په آرامه نړیوالې مرستې تر لاسه او د هیواد په شېرازۍ او ولس ته د کار، ډوډۍ، کور او فرهنګ په برابرولو بوختیا ولری.

 

بامـداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۲۱ـ ۰۵۱۰

مضمون اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2021