شفاف او عادلانه انتخابات د دموکراسي یو اصل دي

 

 

فاروق دهقان زاده

په کوم هیوادونو کې چه پوهنه او روزنه ښه ترقي او پرمختګ نه وی کړي همیشه د زیاتو ستونزو او مشکلاتو سر مخامخ وی. څرنګه چه ټولنه او هیوادونه د مختلفو طبقو او قشرونو څخه جوړ شوي او په هغه کې مختلفي ژبي، ملیتونه، قومي مناسبات،محلي ژوندانه او مذهبی عقیدي موجودي وې ناممکنه ده چه د ټولو نظریات اوغوښتنی په یو وخت کې عملی شي. له همدی کبله ښه وسیله يې د اکثریتو خلکو رايه او نظریې تاېدول او د نورو اقلیتونو حقوق په نظر کې نیول دي. په ټولنه کې هر یو طبقه او قشر د خپل برنامې د عملی کولو په منظور مبارزه او فعالیت کوي ترڅو وکولای شي سیاسی واک تر لاسه کړي او خپله برنامه عملی کاندی. دسیاسی قدرت او واک ترلاسه کولو پخاطر دوه لاری لری.
لومړي: د کودتا ګانو، چریکې جنګونه او ملی قیامونه.
دوهم: د شفاف او عادلانه انتخاباتو له لاری.
ننې عصر دا حکم کوی چي دوهمه لاره غوره او ښه طریقه ده. ویل کېږی چي قدرت نیول آسان کار دي خو ساتنه یې ګران.
مبارزه چی یو سیاسی او ټولنیز فعالیت دی د واک او قدرت ترلاسه کولو او ساتلو پخاطر دي او د خپلی برنامی د عملی کولو په منظور د یو با انضباط سیاسی ګوند تر مشری لاندی صورت نیولی شي.

له همدی کبله د افغانستان د آبادي ګوند ، دوهمه لاره یعني د انتخاباتو له طریقه فعالیت کوي. نورو هیوادونو کې چی انتخابات کېږی په یوه، دوه او څو محدودو ورځو کې نتایج اعلانېږی او یو بل ته مبارکی ورکوی خو متاسفانه زموږ په هیواد کې میاشتی تيریږی او پایلي نه اعلانیږی که اعلان هم شی مقابل لوري نه مني او ځان بریالی بولې. زما په فکر دا همغه ناپوهی ده چه ځني کسان خپله رایه د پیسو په مقابل پلورې او یا تعصبي فکر لری پرته لدي چه نوماند شخصیت، علمیت، صداقت او برنامی ته وګوری شخصی اړیکو ته ترجیح ورکوی.
چه دا کار یو غیراسلامی، غیرافغانی او غیربشری عمل دي.
هیله مند یم چی راتلونکي دولت د نورو کارونو ترڅنګ معارف ته حاصه توجو وکړي او خلک پوه شی څو د حق او باطل، ښه او بد تر منځ توپیر وکړای شی.
او په هیواد کې مو د سولی، پرمختګ، دموکراسی او ټولنیزه عدالت تامین شی . او په نړی کې د نورو پرمختللو هیوادونو په لړکې وشمیرل شو.

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۹ـ ۱۲۲۷

 یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

  Copyright ©bamdaad 2019