دکونړ دځنګلونواقتصادی او چاپیریالي ارزښت

 

محمدعثمان ساپی

 

کونړ دافغانستان یو له هغو ولایاتو څخه شمیرل کیږی چی هسک او لوړ غرونه یی په شنو او سمسورو ځنګلونو پوښل شوی دي.

وړاندی له دی چی دځنګلونو پهاړه څه ووایو، لازمه ده چی د کونړ ولایت یو لنډ انځور ګرانو لوستونکو ته عرض ورسول شي:

د کونړ ولایت د هیواد په ختیځه دروازه کی موقعیت لری او دتحمیل شوی توری او کرغیړنی کرښی (ډیورنډ لاین) په وسیله د پاکستان سره نښتی دی او له دغه ګاونډی هیواد سره نږدی (۲۴۰) کیلو متره ګډه پوله لری. غوڅ اکثریت خلک یی په کرنه او مالداری بوخت دي او په ټوله کی باید وویل شی چی کونړ، یو زراعتی او مالداری اقتصاد لري. دکونړ ولایت ټوله ځمکه غرونه او سیندونو نیولی ده، نو ددهقانانو دکرلو لپاره په کافي اندازه کرنیزه ځمکه په لاس کی نلري، له همدی امله یي ډیری ځوانان دبیکاری له وجهی نورو ولایتونو او ګاوندیو هیوادونو ته دکار او اشتغال په لټه مسافري کوي، ترڅو دکور لپاره حلاله نفقه لاسته راوړی، مالداری هم ددی ځاي خلکو مهمه پیشه ده، اکثریت خلک لږ یا ډیر دخپل توان سره سمه مالداری کوی.

دلته بیلابیل قومونه میشت دي چی په بیلابیلو ژبو خبری کوي، لکه ساپی،  سالارزي، ماموند، مشواڼي، شینواري، ګوجر، نورستاني، کوهستاني، الکوزي او نور چی پرته له ګوجرو، نورستانیو او کوهستانی وروڼو نور قومونه په پشتو ژبه خبری کوي او ګوجر، نورستاني او کوهستاني پخپلو ژبو غږیږی، لنډه دا چی دا یو کثیرالقومي ولایت بلل کیږی، شنی سرسبزی دری او خوږی چینی لري. اوس راځو د کونړ دسرشاره، شنو او سمسورو درو او ځنګلونو اقتصادی ارزښت او د چاپیریال د پاکی لپاره دهغوی ځانګړی نقش ته:

-اقتصادی اهمیت یی.

- د دی ځنګلونو ګټور توب دپاک او سالم چاپیریال لپاره.

- دحیواناتو او د وحشی ژوو لپاره یی اغیزه.

- دهوایی مرغانو لپاره.

- دپاکی هوا دتنفس لپاره.

ددی هر یو ارزښت په اړه په جلا جلا ټوګه په لنډ ډول معلومات وړاندی کیږی:

دکونړ ولایت ځنګلونه یوازی دکونړ دخلک شتمني نه بلکه دا دټول افغان ملت پوری تعلق لری چی دا یوه ملی شتمنی ده، دسردار محمد داوودخان دپنځه کلن پلان پراساس ددی ولایت مرکز اسدآباد ته نږدی په سالار باغ کی ددی ځنګلونو څخه دسالمی ګټی دترلاسه کولو په موخه د حجاری او نجاري دوه فابریکی دقیمتی تیږو د پروسس (سمون) لپاره او دنجاری په  موخه تاسیس کړی او په  همدی ترتیب یی دچین هیواد څخه دچای دکرلو لپاره دیو قرارداد په ترڅ کی دچای بوټی وکرل، له بده مرغه کله چی دچاي بوټی په حاصل راغلل نو دلته جنگونو او نا امنیو زور واخیست او په پایله کی فابریکی دټولو آثارو سره له منځه ولاړی او هرڅه نیمګړی پاتی شول او له خاورو سره یو ځای شول. که څه هم ددی ځنګلونو قیمتی ونی هماغه دنښتر (ارچی) ونی دي چی دترکاڼی په صنعت کی تری کاراخیستل کیږي چی په دغو ځنګلونو باندی دخپل منځی جګړو په بهیر کی تالان شروع شوی ؤاو په خپل سر یی ونی غوڅیدی خو له بده مرغه، ۱۳۷۱ کال را پدی خوا دداخلی دلالانو او پاکستانی پانګه والو دیو بی رحمانه او ظالمانه اشر په نتیجه کی داسی چور او تالان شوی چی آثار یی هم له منځه ولاړل او دپیښور په بازارونو کی دلیلام په بیه وپلورل شول او پدی توګه ددغی ستری فاجعی په نتیجه کی دیوي ارزښتناکی اقتصادي سرچینی او ملی شتمنی څخه بی برخی شو او بیا هم دپاتی  برخی سرنوشت یی معلوم ندی.

دځنګلونو اهمیت دیو سالم چاپیریاللپاره:

دکونړ ځنګلونه دارچی لرګیو پرته ډول ډول نوری میوه لرونکی او بی میوی ونی او کیمیاو بوټی هم په خپل چاپیریال کی لری، په درو کی طبیعی او په هواره کی په عصری توګه داصلاح شویو میوه دارو او بی میوو ونو بوتو باغونه جوړ شوی دي هغه ارزښت چی په چاپیریال باندی یی لری عبارت دی له:- دسیلابونو دراتګ پر مهال داوبو دشدت او زراعتی ځمکو دوړلو مخنیوی کوي –دانسانانو او حیواناتو دتنفس لپاره پاکه هوا تولیدوی او منطقه سړه ساتي –دسون مواد تری لاسته راځي –وحشی او اهلی حیوانات تري د څړ ځایونو لپاره ګټه اخلی –له کیمیاوی بوټو څخه ډول ډول درمل جوړیږي.

دحیواناتو او وحشی ژوو لپاره:

دمناسبو شرایطو په درلودلو سره یو شه بستر بلل شی. دځایي خلکو دمالونو(حیواناتو) لپاره هم په ژمي او هم په اوړي کی دڅر ځایونو څخه اعظمی استفاده کیږي چی په نتیجه کی دحیواناتو له غوښو، شیدو، مستو، کورتو، پنیراو خالصو غوړیو څخه هم ګټور عاید ترلاسه کیږي او هم دکورنی لپاره بهترینه غذا بلل کیږي.

همدارنګه هوایی مارغان هم په ځنګلونو کی ځانونه مصون ګڼي او د ونو په سرونو مستی مستی نغمی غږوی.

البته ددی خبرو څخه علاوه د کونړ غرونه که ځنګل ولری او که سپیره غرونه وي له قیمتی ډبرو څخه دک دي او غلیم او چپاولګر دهغه دلاسته راوړلو او چور او تالان په هیله یو فرصت ته منتظر دی.

دکونړ ولایت دمرکز په ګډون په یو شمیر ولسوالیو کی دنجاری زیات شمیر کارخانی شتون لري چی نږدی (۵۰۰۰) کسان پکی په کار بوخت ؤ، خو له بده مرغه چی دغه کارخانی ددولت د کم توجهی له امله داوس لپاره تړلی دي. د هغه مقدار دارچی لرګي چی د ډیر پخوا څخه دکونړ دسیند په غاړه او یا دسرکونو په غاړه پراته دی که په پخو مواد بدل نشي نو دا لرګی ضایع کیږی او همدارنګه له بده مرغه داخلی تولید هم مخنیوی کیږی.

په داسی حال کی چی دګاونډیانو او نورو هیوادونو فرنیچر دهیواد په ټولو بازارونو کی په آزاده توګه خرڅیږی خو له بده مرغه چی دکونړ دتولید لپاره کومه خاصه پاملرنه نه کیږی.

دیادولو ده چی کله دنجاری فابریکی په کونړ کی فعالیت درلود نو دښونځیو او دولتی ادارو داړتیا وړ میزونه چوکی او الماری ددی فابریکی له خوا تهیه کیدلی.

 

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۴/ ۱۹ـ ۱۰۱۱

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 

 Copyright ©bamdaad 2019