ټاکنۍ ولسواکي او سياسي گوندونه

 

م . کوچی

 ۱۳۹۷ کال د چنگاښ ۱۶مه  د ټاکنو وخت

په اوسني سياسي نظامي  بدحالات کې چې امنيتي ستونزی تر بل هر وخت زياتي دي داسی بريښي چې د ټاکنو د ملي پروسی  له پاره  قوي اراده شتون نه لري د ټاکنو  کمزوري کميسون چی چندان خپلواک هم نه دی د مدريت کاری هم نيمگړئ دی  .د ولس او سياسي گوندونو ناهيلي مخ پر زياتيدو ده، په يوه هیواد کې چي د ترهگريزو فعاليتونو بهرنيو لاسوهنواو جنگونو د اور سری لمبی په زور او ځواک سره لمبي وهي د عامو ولسونو سري غوښي هری خواته سوځي د هرکور مخته د سرو وينو لښتي روان اود جنازو پر سر د خويندو ميندو زږيروي کړيکې، واويلاوی، ناری سوری، ساندی اوريدل کيږي. دسولی څرک نه ليدل کيږي .خو د ملي يوالي حکومت  چلونکي خلکو ته پیغام ورکوي چي په ټاکلي وخت ټاکنې کيږي؟ سياسي گوندونه هم د ټاکنو له پاره خپل دريځونه وړاندی کوي.په افغان هیواد کي اوسني سياسي گوندونه دوه ډوله موجوديت لري.

اوله کټگوري سياسي گوندونه چې ځانو ته ستر پیاوړي گوندونه وايي دا دي  جميعت اسلامي گوند، حزب اسلامي گوند، اتحاد اسلامي گوند، د وحدت اسلامي گوند ، افغان ملت گوند، عدالت گوند ، جنبش اسلامي گوند دا کټگوري گوندونه ځانته ستر او لوی سياسي گوندونه واي. په رښتیا دا گوندونه د تيرو ۱۷ کلونو را  د پخوا په واک کې شريک او زياته پانگونه يې کړی که دولس پلوي نه لري خو زور ، زر او ټوپک لري مقامونه لري. د همدی له برکته يې زيات ثروتونه لاسته راوړل.

 بله ډله سياسي گوندونه ملي دموکرات گوندونه لکه دافغانستان دخلکو دپرمختگ ملي ترقي گوند، د وطن گوند چی لا په رسمي توگه نه دی راوتلی خو د موجوديت له پاره کار فعاليت کوي،د ملي يوالي گوند، دسولي غورځنگ گوند او يو شمیر نور. اوله کټه گوري گوندونه چی وسلوال پريمانه ډلی، پريمانه ډالر، او په اوسني حکومت کې پوره زور او واکمن گوندونه دي د گوندونو د قانون له مخې دوی قانوني اجازه نه لري خو د زور او ځواک له مخې ځان ته دا حق ورکوي، د راتلونکو ټاکنو له پاره همدا اوس منډې ترړی وهي او پر دی ټينگ باور لري چی ميدان زموږ دی هر څه لرو ښه بېلگه يې دا نژدی ورځو کې د مزار د واکمن والي عطا محمد نور سفر د هرات ولايت کي د تورن محمد اسماعيل سره گډه غونډه او خپل دريځ د حزب اسلامي مشر حکمتيار د ټاکنو کميسون سره ناسته او اعلان ، داستاد سياف مټيگونه او ويناوی او نور.

 ملي دموکرات گوندون:

دا کټگوري گوندونه د غوره تگلارو در لودونکي دي خوددوی ستونزی خپل مينځي مخالفتونه  اود پخوانيو روابطو او ضوابطو نه وتل ورته گران  کار ښکاري همدا ستر لامل دی چی دوی تراوسه د مخکنيو مشرانو که ژوندي دي او که مړه شوي د هغو د تيرو کار نامو اوتگلارو پلوي کوي، نوځکه ټول د يوی موخې له پاره د گډ ارمان ته درسيد له پاره مبارزه نه کوي، په څو کوچنيو او غټو ډلو ويشل شوي د باورمندی روحيه کمزوری بريښي يو بل ته د شک په سترگو گوري دا شمیر گوندونه په حکومت کې څوکې نه لري په مادي لحاظ هم کمزوري دي اوله کټگوري گوندونه خو د نن ورځی موډل مبارزه د څوکی  او پيسو او ټوپک په زور واکمن شوي اود همدغو فاکتورونو په واسطه په ټاکنو او مقامونو کې بر لاسي ته ځانونه رسوي، بل لامل يې د خلکو د پوهاوي د نه لرلو له امله دويمه کټگوري گوندونو ته نه ورځي ځکه دا ډول سياسي گوندونه د چا لاس نيوی نشي کولای د خلکو د مجبوريت نه زورواک او مالداره خلک سو استفاده کوي په ټاکنو کې رايه د پيسو په مټ تری اخلي که د ولسونو د پوهاوي سطحه لوړه شي خلک د هغه چا په کړنو او زور زياتی او فاسدو کارونو خبر شي چی دوی کړي هيڅکله به د فاسدو خلکو د رشوت خوړونکو ډلو ټپلو او ددوی اړونده استازو ته رايه ور نکړي.

د سياسي متعهدو گوندونو له پاره اړينه ده چی پخواني رابطې هيری کړي د ملت او ولسونو د د سوکالی او ښیرازی له پاره بايد سره يو موټی شي اود ټاکنو له لاری خپل  وړ استازي ولسي جرگی او ولسواليو شورا گانو ته کانديد او بريالي کړي.

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۱۷ـ ۱۲۱۱