د ملي او ډموکراتو سیاسي گوندونو نږدې کیدل او یووالی د وخت اړتیا او غوښتنه ده


نصیر احمد څپاند

د افغانستان سیاسي پوځي پیچلی حالت، د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات، په تیره بیا د چوکیو د ویش پر سر ناندریو هېوادوالو ته نه جبیره کیدونکي صدمه رسولي ده. دولتي خدماتې سکتورونه او موسسي د بحران سره مخ شوي . امنیتي وضعیت زیات خرابه شوی او د هېوادوالو دوښمنان د خلکو تر دروازو رارسیدلي دي. ددولت نفوسو د کنترول ساحي محدودیږي ، اداري او ټولنیز فساد خوریږي، اوسیدونکي په تیره ځوانان وزګار ګرځې ، د اقتصادي ودي او پانګوني حالت مخ په زوړ روان دی .

په داسي یو غیر معمول حالت کې ولسمشر او ولسکشر د ستونزو په کمولو کې بي وسه ښکاري . سیاسي ګوندونه د بي تفاوتۍ په سترګو حالاتو ته ګوري او د خلکو د خلاصون اړوند نوښتونه نه کوي . ډیرئ ګوندونه او سازمانونه په فرکسیوني ، ژبني او سمتي ناروغیو اخته دي ، د هېوادنیو ګټو پرځاي ګوندي او شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي . د سلیقه وي او ځان غوښتونکو چلندونو له وجي ، ان د هغو ګوندونو او نهادونو تر منځ د نږدیوالي او یووالي اراده کمزوري ده چې تقریبا ورته برنامي او اساسنامي لري . له دي کبله ګوندونه په افغاني ټولنه کې کمزوری رول خپلوي او له بده مرغه د توتالیتار ، یکه تازه او معامله کوونکو سیاسي کاروباریانو بازار تود شوی . د سیاست په داسي خچن ماحول کې افغانان د هېواد په تنکۍ او هره شیبه ماتیدونکي ډموکراسۍ باور نه وي . که غواړو چې په اوسنې زمان کې د یوازیني سیاسي سیستم په توګه ډموکراسي ولرو ، باید ډموکراسي بچ کړو . له دي کبله د افغانستان سیاسي هغو ګوندونو او سازمانونو ته چې افغانستان او د هغې خلک ورباندي ګران دی خواست کیږي چې خپل ټول سلیقه وي ، ژبني ، سمتي او مذهبي اختلافاتو او نورو منفي مظاهرو ته د پاي ټکی کیږدي، د وطن د ملي ګټو د ساتلو او د هېوادوالو څخه د دفاع او د بهرنۍ لاس وهني د مخنیوي په واحد محور سره راټول شي.
په اوسنیو شیبو کې چې مافیا د هري چاري واګي په خپل کرغیړن لاس کې نیولي او د افغانستان د خلکو په ستوني فشار اچوي ؛ هیوادوال د وطن ګوند ، حزب متحد ملي افغانستان ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند ، د افغانستان د خلکو ګوند ، د افغانستان د سولي د ملي مدافعینو ګوند ، د افغانستان د ملي یووالي ګوند ، د افغانستان د سولي د غورځنګ ګوند ، د افغانستان د خلکو ډموکراټیک ګوند ، د افغانستان د ملي تحریک ګوند ، د حق او عدالت ګوند او افغان ملت ګوند ته سترګي اړوي چې ښایي هغوي د دوي د عذابونو په راکمولو کې مرسته وکړي . له دي کبله په تاسو غږ کیږي چې د غفلت د درانه خوبه راپورته شئ ، خلک او ولس ستاسو مرستي ته اړ دي ! که ستاسو ځواب هو وي ، بیا راودانګئ د وطن د لوړو ګټو د خوندي کولو په نامه یو محور پیدا کړی ، سره نږدي شئ او یووالی وکړئ او یو لوي سیاسي وطني ځوځښت په لاره واچوئ . د کار یو کوټلی او پلي کیدونکی پروګرام تر لاس لاندي ونیسئ چې له یوي خوا افغان وژنه او ورور وژنه بنده شي ، له بلي خوا بهرنۍ لاسوهني ته د پاي ټکی کیښودل شي . هېواد د ډموکراسۍ په لور ډاډمن ګامونه واخلي او د مافیا د اوسنیو کمیشن کارانو مخه بیخي ډب شي . بي له قوي ګوندونو او د هغوي د حکمت عمل څخه ماسیوا په لاس راغلي ارزښتونه نه شي خوندي کیدلی او نوي ارزښتونه نه شي ایجادیدلی . ډیر طلایي چانسونه ضایع شوي او ښه !
فرصت ونه له لاسه تللي ، اما بیا هم ناوخته نه دی . که لږ نور وخت پر تاسو واوړي ؛ واورئ اوسني کادري او ټولنیز امکانات له لاسه ورکوی او د بي باورئ په فضا کې د ځوان نسل ټوکیدونکي توکي هم ستاسو له لاسه وځې . هله به هم دین او هم دونیا دواړه له لاسه ورکړئ.


بامداد ـ دیدگاه ـ ۴ /۱۶ ـ ۰۳۰۸