لابه یوکیږو یا به ور کیږو

انجنیرسلیمان کامجو

 

ګرانو دوستانو لکه څنکه  چی پوهیږی او  د سر په سترگوئی وینو  او په تول قوت ئی درکوو زمونږ گران هیواد  افغانستان له دری لسیزونه  را په دی خوا د اور  به لمبو  کی  سوزی او زمونږ هیواد وال  د پردیولخوا به تپل شوی جگړه کی  لولپه شوه  او دانا روا  جگړه  لا تر اوسه په  همغه ځواک او قوت  پر مخ روانه  ده او  د هر ورځی په  تیریدو   سره  زموږ  د وطن شاه زلمیان وژل کیږی ،  میندی  بوری ، میرمینی  کونډی ، خویندی ، ورونه او ماشومان یتیمان کیږی، په مخدرټوکو د روږدو شمیر  ورځ تر بلی زیادتیږی ، کورونه سیزل کییږی  او  ورانیږی  او  لوخو‌‌‌ړی ئی د اسمان  سترگی  ړندوی، فساد  او بی قانونی  ورځ تر بلی زور اخلی  او د فساد گرو  اولوټمارو بازار هر ورځ  د گرمیدو په حال کی  دی ، د خلکو اقتصادی ستونزی  د ډیریدو  په حال کی  دی او د کمیدو لپاره ئی  هیلی په لمنځه تلو دی، د قانون  حاکیمت نه  ترسترگو  کیږی د مافیا بانډونه د خپلولیکو په ټمینگولو بوخت دی ، دملی یوالی حکومت  هم د څوکیو په ویش او د خپلو ډله   بازانو  د امتیازونه لپاره په چا نه بازیو  اخته ده  او ریسنی  هم هر ورځ د خلکو  د ناهیلح کولو لپاره پروژه وی نشرات کوی لنده دا  چی زمونږ خلک په اوس کی د خپل لرغونی  تاریخ ډیری سختی او نازکی  شیبی تیروی،په دی نازکوو  او حساسو  شبوکی  دافغانستان  دخلاصون او نجات لپاره یو امید اواسره  وجود لری  او هغه  هم د ټولو ملی – دموکراتو  او ترقی غوښتوونکو ځواکونو یوالی  او اتحاد ده. اوس ددی وخت  رارسیدلی  چی په وطن او خلکو مین ځواکونه  خپل ټول مخالفتونه یو  ځوا ته  پریږدی  او   ملی  کټوته  پام  سره  په یو  تغر را ټول او د وطن  د خلاصون  او  نجات  لپاره مټی راونفاړی تول  شی  او د تاریخ حکم ته  ښه راغلاست  ووائی او خپل ملی اسلامی  او هیوادنی  مسولیت  چی  د ګران  افغانستان  د ژغورلو  مسله  ده  سر ته ورسوی  له  ځانځانی  او  بی ځایه  غرور  پرته  په  یوه  واحد  سراسری کوند کی  سره  راټول   اود اوسنیو  نا خوالو  دپای  ته رسیدو  پخاطر  په گډه هڅی  او هاند  وکړی .  د افغانستان د خلکو  ګوند حاضر ده  چی  بی  له  ځان  غوښتنی  او   او امتیاز غوښتنی  څخه دی بهیر  ته  ور ودانګی  لکه  څنکه  ئی  چی  تر اوسه  پوری  داسی  کړنی تر سره  کړی  او د یوه زیاد شمیر  هم  څنګو ګوندو سره  به تفاهم  کی  دی  چی  په نژدی  راتلونکی  کی به ئی پایلی راڅرگندی شی  خو دا مسله  یعنی  د ټولو  ملی  ،مترقی اودموکراتو ګوندو نو په ګوتلی  عزم  او   هوډ  پوری  تړلی  ده. راځی  چی  ملی  ګټی  په  شخصی  ګټو  او شخصی  مقامونو لوړی  وګڼو  د تیرو  ناخوالو  حساب ، کتاب تاریخ  ته  وسپارو ، د  ملامت  او سلامت  معلومول  خپلو  خلکو  او  ولسی ته  پریږو ،  تیر په تیر  او په اوس فکروکړو  اودراتلونکی  په خاطر کړنی  تر سره  کړ، او خپل ملی  او هیوانی  مسولیت   او رسالت  به اتحاد او یوالی  سره  سر ته  ورسو  ، خپل وطن   او خلک   له اوسنی ناتار څخه  وژغورو  ځکه  دا  زمونږ او تاسی  ګډ مسولیت  دی.  زمونږ په اند که  به اوسنیونازکو تاریخی شیبو  کی  د اځواکونه  سره  یو موټی  نشی ، بیا به وخت تیروی  او زمونږ ګران  او تاریخی هیواد به چی په دی  څه  د پاته  دری لسیزوکی  د نړی د زبر ځواکانو  او د نړی  د حریصو  قوتو له خوانه  د خپلو نا روا  ګتو  لپاره  په  نتور او  هدیره بدل شوی  او د نابودی  په کندی لاړدی  چی  پدی  صورت  که  به  اوچ  او  لامده  پدی  ظالمانه اورکی  ټول له یوه  سره   لولپه شی او هغه  وخت به فکر  او پښیمانی  هیڅ ګټه  و نه لری او دا په وطن مین ځواکونه به له  خپلو  ټولو سپیڅلو ارمانونه  سره  د نابودی  کندی  ته لاړ شی .

همدا اوسی لیدل کیږی  چی  یو شمیر  غله  او داړه  ماران  د خپلو  نا روا  ګټو  بخاطر هلی ځلی  کوی  چی د ملی  - مترقی او دموکراتو  قوتونو او په هغه  پوری تړ لو په  وطن  مینو څیرو  لپاره،  وطن  او  خلکو ته د خدمت به لاره  کی  په  مختلفو  پلمو سره کارو مزاحمت کوی  او  کوشش  کوی  چی له خدمت کولونه ئی مخنوی وکی ،که خدمت کولونه ئی

 لری وساتی  او فضا  د خپلو  غل  او  انډیوالانو لپاره  برابره  کړی  او بهرنیو  ظالمو کړیو  سره په ټرو  د خپلو زالمانه او نا روا ګټو  پخاطر  دی  اشخاصو  دبد  نامولو  پروسه  په  چټکی  سره   پر مخ   بیائی  نو  دی ټولو  حقیقتونو ته   پام سره لازه  ده  چی سره  یو شو  او دځان  او خپلو  خلکو د نابودی  او ورکیدو  مخه ونیسو او د مخ نیولو  لپاره یواځی  اوبواځی  یوالی  او اتحاد ده ، لکه چی وا یی (( لا  به یو کیږو  او یا به ورکیږو)) راځی چی یو شو د یوالی پر صورت  کی خپل وطن او  خپل خلک له  اوسنی ناتارنه  وژغورو او خپل  ملی  هیوادئی او  انسانی رسالت  سر ته ورسو  او خپل ګران هیواد  په یوه آباد ، آزاد  او  سرلوړی هیواد  بدل کرو.

بامداد ـ دیدگاه ـ ۲ /۱۵ ـ ۱۷۰۸