دافغانستان ابادۍ ګوند دارالانشا محترم مقام ته!

 

دهلمند ولایتی ګوندي کمیټې دغمشریکی او ډاډګیرني پیغام

 په ډيري خواشینی سره مو خبرترلاسه کړ چي دافغانستان دآبادی ګوند دمرکزي کمیټې او دارالانشا دروند غړی مرحوم محمداسمعیل آزاد صاحب د ورپیښي ناروغی له کبله له دې فاني نړی سره دتل لپاره مخه ښه وکړه او حق ته یې لبیک ووایه.

اناالله واناالیه راجعون

مرحوم آزاد صاحب دخپل ژوندانه زیاته برخه دوطن او خلګو دریښتني خدمت په لاره کې لګولې ده او دافغانستان دملي دموکراټیک نهضت پخوانی او اوسنی حقیقي لاروی ؤ، چي پدغه لاره کي یې زیاتي سونزي ګاللي دي. خو دخلګو او وطن له چوپړ څخه په شا نه سو. شپه او ورځ یې دملي ګټو ددفاع او دهرډول ناخوالو پروړاندي غښټلې مبارزه وکړه. مرحوم آزاد صاحب دملي دموکراتیک نهضت دټولو اړخونو دیووالي سمبول او ددې کار لپاره یې تل هڅي کړي دي. خدای بخښلی آزاد صاحب ملي ګټو او دګوند برنامې او اساسنامې ته ژمن او دروند شخصیت ؤ.دنوموړي مړینه دملي دموکراتیک نهضت ، دافغانستان د آبادی ګوند، خپلي درنې  کورنی، دوستانو، ملګرو او هیوادلپاره یوه لویه ضایع ده.

په همدې خاطر دهلمند ګوندي کمیټه دخپل ګوندي سازمان په استازیتوب دافغانستان آبادی ګوند رهبری او ټولوغړو، ټولوملي ډموکراټو قوتونو، ددوی عزتمندي کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته د آزادصاحب دناڅاپي مړیني له کبله دغمشریکی اوډاډګیرني مراتب وړاندي کوي مرحوم ته دفردوس جنت او درنې کورنۍ او ټولو دوستانو او ملګرو ته یې دجمیل صبر اوزغم غوښتنه کوي .

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتي !

 

دافغانستان آبادی ګوند دهلمند ولایتي ګوندي کمیټه

نیټه: ۱۳۹۹/۹/۸

 

اگهی های فوتی و پیام تسلیت ـ بامداد ـ ۲۰/۲ـ ۲۹۱۱

 Copyright ©bamdaad 2020