نوم ورکی شهید سرباز
تا به سنـــگر ســاتلو
تا به امنیت راوړلـــو
تا به دښمن ځپلــــــو
ته وی سرباز دوطن
اوس ستا په قبرباندی
دا اغزی چا کــــرلي
تا به دسیند له اوبــو
خړوبولی ګــــــلان
تا دچینو له اوبـــــو
تازه کول خپل چمن
اوس د باران څاڅکو ته
ستا دا اغزی منتـــــــظر
تا به ټوپک لـــــــــرلو
تا به راکت لــــــــــرلو
تا به د تانګ د پاســــه
ستا وو یرغل په دښمن
ستا سرنیزی شولی اوس
ستا دا دقبر اغــــــــــزی
داخاینین د وطــــــــن
ځان به انسان ګڼی هم
دادپردو جاسوســـــان
ځان مسلمان ګڼی هــم
په تا یی څه ونکړل
هم هیواد والو باندی
ځان ته قصرونه جوړکړل
تاتــه یی قبر پیــــــــــرزو
ځان ته بانکونه ډک کړل
تا ته کفن هم نشتـــــــــــه
دغه معلومی څیـری
د اجنبی غلامـــــــان
خو ته آرام پریـــــــوزه
د (رضایی) په شان هم
د دغی خاوری بچــــی
هر یو سرباز دوطــــن
ستا لاره ګرمه ساتـــــــــی
تر څو دښمن ورک نکړی
( استاد رضایی )
شعر در بامداد ۲/ ۱۹ـ ۱۱۱۰
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019