مظلوم خلک...
په زړه درد لرم خوچاته څه ویلی نشم
له ډیره درده پدی درد څوک پوهولی نشم
یوه انسان سره آشنا ایم چی جنجال لری ډیر
لدی جنجال یی زه هم اوس خلاصولی نشم
هم دردیدلی دی او هم په کړاوو اخته دی
پدی دردیږم چی دا درد یی کمولی نشم
یوخوا سپیړی دښکیلاک خوری بل یی ملک تباه شو
دا ډول، ډول ربړیدل یی زه لیدلی نشم
دا دافغان بچی دی هریخوا ځوریږی هسی
دا مظلومیت یی نور په هیڅ ډول منلی نشم
هم یرغلګر پری ظلم کاندی هم کورنی خاینان
د پردو ظلم خولا پریږده ،خپل زغملی نشم
د افغان ملک کی بربریت د قانون حکم لری
دلته قانون او عدالت پلی کولی نشم
پرون کابل کی په بمب مرکز دکلتوری ونړید
نن یی دمړو شمیرپه ګوتو درشمیرلی نشم
نوالهی خپله ګوری ته حال دافغان بچیو
ستا به رضا وی، زه «بهین» ورته کتلی نشم.
( نثار بهین )
شعر دربامداد ـ ۲ /۱۸ ـ ۱۹۰۱